نړۍ

حوثیانو ته مطلوب یمنی عالم «عبدالمجید زنداني» سعودي ته اوښتی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د یمن مشهور دیني عالم او په دې هیواد کې د اخوان المسلمین یو مخور شخصیت «عبدالمجید زنداني» له خپلې کورنۍ سره سعودي عربستان ته اوښتی.

عبدالمجید زنداني د جمعې په شپه د «الودیعه» سرحد له لارې، چې د یمن حضرموت او د سعودي نجران ښارونه سره نښلوي، د سعودي خاورې ته ننوتلی.

نوموړي ته نږدې سرچینې وايي چې له سعودي چارواکو سره لا له وړاندې د نوموړي په ورتګ هوکړه شوې وه.

لومړني راپورونه وايي چې ښاغلی زنداني د علاج په موخه سعودي ته تللی، خو تراوسه معلومه نه ده چې ایا نوموړی به د لنډې مودې لپاره هلته پاتې شي او که په سعودي کې د اوږدمهالې مېشتېدا نیت لري.

د عبدالمجید زنداني د دفتر رییس په یوې اعلامیې کې تایید کړې چې نوموړی سعودي ته اوښتی. اعلامیه زیاتوي چې ښاغلی زنداني له یمن څخه د وتلو پر مهال د حوثیانو له ۳۰ پوستو او تالاشیو څخه روغ تېر شوی.

عبدالمجید زنداني د تېر اپریل په میاشت کې د حوثیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د «پرېکنده توپان» په نامه پوځي عملیاتو ملاتړ کړی و.

د تېرکال په سپتمبر میاشت کې یمني حوثي ملیشو په صنعاء کې د عبدالمجید زنداني پر پوهنتون «جامعه الایمان» برید وکړ، د پوهنتون شتمني یې چور او ودانۍ یې ونړوله. دغه راز یې د تېرې مارچ په میاشت کې د نوموړي په شخصي کور برید وکړ او د نوموړي د وژلو ناکامه هڅه یې وکړه.

عبدالمجید زنداني په یمن کې د اخوان المسلمین ګوند له بنسټ ایښودونکو څخه ګڼل کیږي، نوموړی د «یمن اصلاحي ګوند» د مرکزي شوری د مشرتوب او د «ایمان پوهنتون» د ریاست دنده هم پر غاړه لري.

ښاغلي زنداني په اتیایمې میلادي لسیزه کې په افغانستان کې د شوروي اشغال پرضد له افغانانو سره اوږه په اوږه په جهاد کې ونډه اخیستې.

د امریکا پخواني ولسمشر «جورج بوش» ادارې په ښاغلي زنداني د ترهګرۍ د ملاتړ تور لګولی و او د یمن له حکومت څخه یې رسما غوښتي و چې نوموړی ونیسي، شتمنۍ يې کنګل کړي او د سفر بندیز پرې ولګوي. خو د هغه مهال یمني حکومت دغه غوښتنه رد کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x