نظــر

محمد مرسي صیب په بله لاړ نه شې؟

په رښتیا چې دمصر اسلامي هېواد غیرتي ولس دحسني مبارک وحشي او ظالم دیرش کلن دیکتاتوري نظام دخپلو سرونو او وینو په بیه را نسکور کړ، دغه غیرتي ولس داسې له یوې مخې لاریونونو ته را ووتل چې بوډاګان، ځوانان، ماشومان، نارینه، ښځينه، پېغلې، بوډۍ ګانې، شاګردان، محصلین، استاذان، عالمان، قاضیان، وکیلان، بزګران، مسلمانان او غیر مسلمانان ټول په یو غږ لارو کوڅو ته راووتل، دتحریر په میدان کې يې له میاشتې نه په کم وخت کې حسني مبارک دخپلو څړیو بارولو ته اړه کړ.

   په دغه لاریونونو کې په عام ډول مصري ولس ګڼې ستونزې او کړاوونه وګالل او لا یې ګالي، شپه او ورځ به په همدغه میدان کې وو، نه یې دسم خوراک پروا ولرله، نه دڅښاک، نه دبسترې او نه دآرام،

دا ټول ددې لپاره چې په مصر کې یو سوچه اسلامي نظام راشي، دیادونې وړ ده چې دځينو سر شمېرنو له مخې ۹۴٪ مسلمانان دي، او  ۶ ٪ کې مسیحیان دي، او دځینو نورو سر شمېرنو له مخې ۱۰ ٪ کې دي، په هر صورت په لنډ ډول لوی اکثریت دمسلمانانو دی.

   مصر داسلامي نړۍ په کچه دمسلمانانو له مهمو هېوادونو څخه دی، دمصر تاریخي اوعلمی حیثیت په ټوله نړۍ کې مشهور دی، دازهر جومات او پوهنتون چې له ۳۵۹ تر ۳۶۱ هـ کال پورې دفاطمیانو له خوا جوړ شو، دمصر حیثیت په ټوله اسلامي نړۍ کې لوړ کړی دی، که څه هم چې ازهر جومات او پوهنتون دفاطمي اسماعیليه شیعه ګانو په لاس او دشیعه اسماعیلي مذهب دخپرولو لپاره جوړ شو، مګر اوس مهال په ټوله نړۍ کې داهل سنت والجماعت تر ټولو ستر او مهم مرکز دی، دازهر په نامه کې دګڼو احتمالاتو خبره کېږي، خو قوي احتمال دا دی چې فاطمیانو بي بي فاطمه الزهراء رضی الله عنها ته دتبرک لپاره منسوب کړی.

   دحسني مبارک نظام دګڼو ځوانانو دوینو په قیمت را نسکور شو، دی محکمې ته کش کړل شو، محکمې دابدي قید حکم پرې وکړ، په زندان کې واچول شو، آزادو انتخاباتو ته لاره هواره شوه، په پایله کې محمد مرسي چې داخوان المسلمین دډلې کاندید و دیو څو نورو ډلو په همکارۍ او ائتلاف دمصر رئيس جمهور شو، دجمعې په ورځ یې  دتحریر په میدان کې دګڼو مظاهره چیانو په وړاندې دلوړې مقدماتي مراسم ولمانځل شول، دشنبې په ورځ یې دمحکمې په وړاندې رسما لوړه وکړه، او بیا وروسته دقاهرې پوهنتون ته لاړ هلته یې بیا له خلکو او ولس سره ژمنې وکړې، او خپل راتلونکي تګلاره یې ورته څرګنده کړه.

   دشرق الاوسط عربي نړیوالې ورځپاڼې دخبر پر اساس دښاغلي دکتور محمد مرسي موقت ویاند سامح صاوي یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې یو عیسايی او یوه ښځه به دمحمد مرسي دمرستیال په توګه ټاکل کېږي، او دا به دمصر په تاریخ کې لومړی ځل وي چې عیسایی او ښځه دولسمشر دمرستیال په توګه وټاکل شي!!
   شرق الاوسط وايي کله چې مونږ په دې اړه د النور سلفي ډلې له ویاند نادر بکار څخه پوښتنه وکړه، هغه وویل چې مونږ مخکې له اخوان المسلمین سره په دې هوکړه کړې وه چې دریاست جمهورۍ په ډله کې به یوه ښځه او یو عیسایی هم وي، او مونږ په دې کوم اعتراض نه لرو چې ښځه او یا عیسایی دې دولسمشر دمشاور په توګه وټاکل شي، مګر دا چې دمرستیال په توګه ټاکل کېږي په دې اړه تر اوسه له مونږ سره چا خبره نه ده کړې، او که خبره وشي هم نو مونږ به ددې مخالفت کوو، ځکه چې دا ډېره مهمه اوخطرناکه مسله ده.

   دالنور ډلې یو مشر دا خبره په کلکه رد کړه، او ویې ویل: ( هر وخت چې اوباما دخپل ځان لپاره یو مسلمان دمرستیال په توګه وټاکلو بیا به مونږ په دې اړه فکر وکوو چې یو عیسایی زمونږ دولسمشر دمرستیال په توګه وټاکل شي)

   په عامه توګه دې خبرې دګڼو اسلامپالو په منځ کې ګنګوسې راولاړې کړې دي، دوی وايي یو عیسایی باید داسلامي هېواد او دمسلمان ولسمشر لپاره مرستیال ونه ټاکل شي، ځکه چې که کله ولسمشر وفات کېږي  د ریاست پاتې وخت يې مرستیال پوره کوي، نو په دې توګه به په اسلامي هېواد کې دمسلمانانو ولسمشر عیسایی وي، او دا دشریعت له اصولو سره اړخ نه لګوي، همدا رنګه که ولسمشر نه وي نو دهغه مرستیال دهغه چارې پر مخ بیايي چې په دې صورت کې بیا یو عیسایی دشریعت له نظره ددې وړتیا نه لري چې دمسلمانانو چارې پر مخ بوزي.

دا چې اوس محمد مرسي دڅه لپاره دې کار ته مخه کړې ده دسوال ځای دی؟، په عامه توګه دنړۍ مسلمانانو او په ځانګړې ټوګه دمصر ولس له محمد مرسي نه داسې توقع نه لرله، ځکه چې هغه داخوان المسلمین ډلې مخکښ غړی و، داسلام او مسلمانانو لپاره یې ډېرې ستونزې اوکړاوونه ګاللي دي، خو دا چې اوس دمسلمانانو دوینو په قیمت یو عیسایی دولسمشرۍ مرستیال ټاکي بالکل  د تعجب ځای دی.
کېدای شي دنوموړي هدف له دېنه دغرب خوشحاله کول وي، او یا غواړي په دې توګه خپل هدف ته چې داسلام او مسلمانانو خدمت دی ځان ورسوي، خو دی باید هېره نه کړي چې دا رنګه کار هغه ظالم حسني مبارک هم ونه کړ، او نه له هغه نه مخکې نورو دیکتاتورانو او کمونیستانو دا رنګه لوبه ترسره کړه، سره له دې چې هغوی اسلام ته چندان معتهد هم نه وو، مګر دا چې محمد مرسي دا کار کوي یو ځل بیا دتعجب کار دی!

   محمد مرسي په دغو څو ورځو کې څو بیانیې ورکړې ، نوموړی په خپلو بیانیو کې ډېر حساس ښکاري، دقرآن کریم آیتونه وايي، نوموړی باید دقرآن کریم دغه آیت ته هم متوجه شي چې الله جل جلاله دالبقره سورت په ۱۲۰ آیت کې فرمايي: (وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ  )  که نوموړی یهود اونصارا خوشحالول غواړي نو لومړی باید دغه آیت په غور او دقت سره ولولي.

   الله دې نه کړي که نوموړي دغه لویه اشتباه وکړه نو دا به نه یوازې داخوان المسلمین په تندي تور داغ وي، بلکې دټولو اسلامي ګوندو په اړه به ګڼ شکوک را پیدا کړي، او په دې توګه به کمونیستانو، علمانیانو او نورو دمنحرف فکر خاوندانو ته داسلام او مسلمانانو پر خلاف دتبلیغاتو لپاره ښه فرصت په لاس ورشي، او دا هم باید هېره نه شي چې کله که عیسایی دولسمشرۍ دمرستیالۍ چوکۍ ته رسېږي نو هغه خو به بیا نو کرار نه کېني، دخپلو اهدافو لپاره به کار کوي، او په دې توګه به په مهمو ځایونو کې خپل عیسویان تعیینوي، چې په دې ډول به عیسویان دمسلمانانو په رګونو کې ننوزي، په هر څه به یې خبر وي، او داسراییلو دکار او فعالیت لپاره به ښه زمینه برابره شي.

   که څه هم چې عیسویان او اسراییل په خپلو منځو کې سره جوړ نه دي مګر دمسلمانانو دښمنۍ ته بیا سره یو لاس دي، لکه الله جل جلاله چې دالمائدة سورت په ۵۱ آیت کې فرمايي: (  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ…)

 محمد مرسي صیب بايد ښه متوجه وي چې دی له زندان نه چا راخلاص کړ او دولسمشرۍ چوکۍ ته چا ورسولو؟ هغه ذات چې له زندان یې دولسمشرۍ چوکۍ ته ورسولو باید پر همغه ټینګ او کلک باور او یقین ولري، او له همغه نه مرسته وغواړي، دهمغه خوشحالي خپل هدف وګرځوي، او که دنورو دخوشحالو لپاره داسې هڅې وشي چې الله جل جلاله پرې ناراضه کېږي بیا نو به نه دین شي نه دنیا، که دمخلوق په خوشحالولو کار کېدای شوای نو حسني مبارک به نه را پرځېدو ځکه چې هغه اسراییل ښه خوشحاله کړي وو، دفلسلطینیانو لاس او پښې یې ورته تړلي وو، په پوره پیمانه ګاز یې ورکړی وو، خو کله چې ولس ورپسې را پورته شو بیا یې خپلو بادارانو هم پروا ونه لرله.

احمد شاه ورور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x