
ښځې دې نه لولي!
احمدالله احمدزی
زموږ جومات ته تبلغيان راغلي وه، دوی کې يو سپين ږيری بابا هم و. يو کليوال ترې پوښتنه وکړه، بابا ښځه دې شته؟ بابا ځواب ورکړ، نه، هغه خو شل کاله پخوا مړه شوې ده.
د تبليغي جماعت امير صيب سپين ږيري ته د تسلي په دود وايي، خير دی، مړه شوې بي بي به دې بيا جنت کې د اووياوو حورو مشره وي، بابا ورته وايي، غلی شه امير صيب. موږ ترې دلته په تنګ وو، ته يې راته هلته هم مشره مشره کوې.
يو بل ما شوم له خپل پلاره پوښتنه وکړه، حادثه او مصيبت کې څه فرق دی؟
پلار يې ځواب ورکړ، مور دې بازار ته تللې، که موټر ووهله او مړه شوه، نو دا حادثه ده او که بېرته ژوندۍ راغله، نو دا مصيبت دی.
د يو سړي ښځه مړه وه، نو ده ورپسې ډېر ژړل. چا ترې پوښتنه وکړه، چې ډېر ورپسې خفه يې چې دومره ژاړې؟
– نه خفه نه يم، خو اورېدلي مې دي، چې مړی په ژړا په عذابيږي، د دې لپاره ورپسې ژاړم!
انګريزي کې سړي ته man (مېن) وايي او ښځې ته woman. (وومېن) لغت پوهان وايي، چې woman به foeman دی او foeدښمن يا سردرد ته وي. بيا د وخت په تېرېدو او کثرت استعمال سره دا woman شوی دی.
مشهور فلسفي سپايي نواز، چې له کوم استاده لاتيني ژبه زده کوله، د هغه په لور مين شوی و. د لور يې هم علم سره چندان مينه نه وه، بس سپايي نواز سره د مينې په جال کې ونښته، بله ورځ يو بل مين ورته يو څه سوغات راوړ، نو بيا يې د سپايي نواز پر لور ونه کتل. ګټه يې دا شوه، چې سپايي نواز هم زړه صبر کړ او لوی فلسفي شو.
له يو بل فلسفي پوښتنه شوې وه، چې ښه ښځه به څنګه انتخابوو، هغه ورته ويلي و، چې د دې لپاره ټول عمر فکر په کار دی.
نطشې وايي، چې ښځې درې صفته لري: بچي زېږوي، سندرې وايې او مينه کوي، مګر کمزورۍ او تېروتنې يې بې شمېره دي.
ګوتم بد هم د ښځو له شره ځان بيخي ډېر لرې ساته. يوه ورځ د ګوتم بد يو شاګرد له نوموړي پوښتنه وکړه، چې ښځو سره بايد څه ډول رويه وشي، نوموړي ځواب ورکړ، د دې لپاره، چې د ښځو له شره خوندي شې، نو ښځو سره له هر ډول عليک سليک ځان وساته.
يو چينايي فيلسوف هم وايي، چې ښځه هېڅکله د خپل واک نه ده. له واده وړاندې د پلار، له واده وروسته د مېړه او د مېړه له مرګ وروسته د اولاد په اختيار کې ده.
په لنډه توګه دا ويلی شو، چې د ښځو په اړه د پخوانيو فيلسوفانو نظر چندان خوندور نه دی راغلی؛ ځکه چې له ښځو سره يې ژوند او اړيکې خوندورې نه دي پاتې شوي.
زموږ ګاونډي سيد سلام دين اغا یې لامل دا بولي چې ښځې له خره او بې عقل مېړه سره خوشاله وي، چې هر څه پې کوي، دی يې ورسره مني او فيلسوفان خو د خپل باريک فکر او عقل له امله تباه او برباد دي.
د سقراط په اړه هم ويل کيږي، چې د خپل ژوند لپاره يې داسې ملګرې انتخاب کړې وه، چې د ښار تر ټولو بد رنګه او توند خويه ښځه وه او د انتخاب لامل يې هم دا ښودلی و، چې د ده صبر، حوصله او زغم نور هم زيات شي.
د سقراط ښځې په اړه ويل کيږي، چې له خولې ډېره سپۍ او له رنګه بيخي چونګړۍ وه او يوه ورځ سقراط ناست دی، خپلو شاګردانو ته فلسفه وايي، ښځه يې راغله ښه ډېره ورته وغپېده او له اوبو ډک منګی يې د شاګردانو په مخ کې پر استاد سقراط خالي کړ او لاړه. دغه مهال د سقراط شاګردان ډېر اندېښمن شول، چې استاد خو يې ورته خراب کړ، نو سقراط په ډېره مينه او ارام فکر خپلو شاګردانو ته د زغم او صبر توصيه وکړه، چې غم يې مه کوئ، ورېځ راغله، وغورېده، باران يې وکړ، بېرته وګرځېده او راځئ، چې بېرته خپل درس پيل کړو.
فلسفيانو کې ارسطو له خپلې مېرمنې خوشحاله ژوند کړی و، مګر بيا يې هم د ښځو په اړه نظر ډېر ښه نه دی. ارسطو هم وايي، چې ښځه وينزه او سړی يې بايد مالک وي؛ ځکه چې ښځه خپل فکر نه لري، ارادي قوت يې د نشت برابر دی او په پنځوس کلنۍ کې هم د چا په خوږو خبرو تېروځي.
د انګرېزي ادب پلار شېکسپير هم د ښځو په اړه ډېر منفي نظر لري.
نوموړی وايي: «د سړي په غوسه او د ښځې په ژړا باور مه کوه.»
«ښځه په دفاعي حالت کې ژاړي، د ناکامۍ په صورت کې پټه خوله وي او د بحث پر مهال يې وسله خندا ده.»
« له درې شيانو ځان ساته! اور، اوبه او ښځه. ځکه چې اور دې سوځوي، اوبه دې غرقوي، او ښځه به دې ليونی کړي.»
«ښځې سره درې شيان مه منه! اعتراف، راز او خاموشي.»
«د ښځې خواهشات او امرونه پوره کول د سوري جام په څېر دي، پوره کول يې امکان نه لري.»
او د اينجانب خپل نظر بيا دا دی، چې ښځو کې ګزاره حالې نه شته يا ډېرې ښې او يا هم ډېرې بدې؛ ځکه چې ځينې ښځې په ډېره تنګسيا کې له سختو احمقانو سره په لوږه، تنده او له هر ډول اسانتياوو پرته ژوند تېروي او ځينې يې بيا په ډېر ارام چاپېريال او خوشحاله ژوند کې هم بدبخته او نا شکره وي.
قاري : دومره بد شی هم نه ده،تادمسافري زور لکسي ندی ليدلی
احمدزى به يا د عقده يي تنظيميانو له پوچ فکره ماغزو دا بيانات ليکلي وي چې تاريخ کې د هغوى د سختدريځه فکرونو او عملونو باندې داستانونه ليکنې شوي، حتى دومره ظلم په ښځينوو په افغانستان کې شوى چې ژوندۍ خښې شوي، أخرى عملي او ښکاره ظلم هم په رسنيو کې په لومړي ځل ثبت شوى هغه د شهيدې فرخندې و چې وحشي نارينه ؤ د شيطاني قضا پر بنسټ ژوندۍ وسوځوله. يا هم احمدزى د نالوستو کمونيستانو لکه دوستميانو له فکري زاويې پوچ فکره بې حرمته او ټيټ ټولو ښځو ته کتلي. ډېر افسوس او سخت مجرم دى.
ورورجانه الله دی په زړه درحم اوبه توی کړه د خپلو خویندو دومره سپکاوی هم نده پکار ، ته خو هم څه له ډبری نه یی پیدا د خپلی مورکي خاطر به دی کړی وای او بل داچی دا څبړنه دی ستړی او بی ګټی ده د لوستونکو وخت ورضائع کوی که ښځینه ستا د اټکل لمخی بی لاری وی ستا په لیکنه به کله اصلاح شی صرف د لیکلی او مستند غیبت مرتکب شوی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه مبارک حدیث په وړاندی ملامت شوی چی تاسی د مسلمانانو عیبونه مه لټوی پرده پر… نور لوستل »
بسم الله الرحمن الرحیم. قابل قدر واجب الاحترام شملزی خورجانی ستاسو علمی او ادبی انداز ته سلام زه ستاسو هره لیکنه لولم او له نورو ملګرو سره یی شریکوم ځکه نه چی نن صبا حالات داسی بی خونده دی ډار می له الله دی. خو اتقوا مواضع التهمه. امدم برسرمقصود خورجانی تاسو ښه مهربانی کړی ده. ویل لکل همزةالخ خورجانی قطع نظر له تعصب څخه . یوه خاصه ده او بل عیب دی خاصه مایوجد فیه ولایوجد فی غیره. اوعیب چی کوم دی دا هرچا کښی خپله یونقصان وی مثلا دروغ ویل غلا کول. او داسی نور چی هغی ته… نور لوستل »
افسوس نن د هر لیکونکي، ویونکي، څارونکی و غیروو په حال چې د مادیاتو او معنویاتو پوښتنه د اسلام کامل دین پرځای چې د هر مادی او معنوي شی په اړوند کامل معلومات ورکوي له هغه چا پوښتي یا د هغه چا څخه یې لولی چې هغوی لږ تر لږه د انسانانو په ډله کې هم نه حسابیږي… کله چې لیکنه کوي الله نه درته یادیږي؟ کله چې غواړۍ یو څوك وپوهوئ د الله دین نه درته یادیږي؟ آیا د الله د دین څخه نور هم بهتره د لارښوونۍ لپاره څه شته؟ آیا د الله ددین پوهه نه لرئ؟ که… نور لوستل »
زما ګرانه وروره احمدزيه، سلام عليکم زه بالکل په دې متيقين يم چي تا ګران ورور دغه ليکنه خدای مه کړه د الله د مخلوق څخه او بيا د اشرف المخلوقات د نيمايي برخي څخه د کرکي يا تعصب له کبله نه ده کړې. زه پوهېږم چي مقصد به دي لږ د لوستونکو خندول ؤ. خو زما ګرانه وروره، هره هغه خبره او ليکنه چي ستا او ستا د لوستونکو يا اورېدونکو له پاره پکښي د آخرت ګټه نه وي، عبس خبره او عبس ليکنه ده. يا په بل عبارت چي د خبري او ليکني مقصد امر بالمعروف او نهی… نور لوستل »
ورور احمدزی صیب! ډیره بې مانا او بې ځایه لیکنه دې کړیده. الله رب العزت په قران عظیم الشان کې فرمایي: هن لباس لکم وانتم لباس لهن (ښځې ستاسې لپاره د لباس یا جامې حیثیت لري او تاسې د خپلو ښځو لپاره) لباس په دې مانا چې ستاسې حیا او عزت په لباس سره پټیدای شي نو ستا په ژوند کې ښځه ستا د حیا او عزت د ساتلو لپاره یو مهم اصل دی. په همدې ډول، مور او خور چې په ژوند کې د دوئ د نه شتون له وجهې کاملا ژوند ناممکن دی او حتی زموږ دین وایی… نور لوستل »
مونږ د دی لیکنی دا عنوان چه ( ښځی دی نه ګوری ) لیدلو ، زما د سیاست او سولی سره دیره مینه او علاقه وی چه په اړه یی لیکنی ولولم او یا نوی او مهم خبرونه چه هر چیری وی خښوم یی ، نو دالیکنه می ځکه دلوستلو د پاره ډیره نه خوښوله ، کله می چه په تبصرو کی د دری کسانو او په ځانګړی ډول د یوی درنی خور تبصره او احتجاج ولیدلو د دغه لیکنی د لوستلو لیوالتیا می زیاته شوه و می لوستله . فکر کوم چه لوستونکی یی هم لکه پیژنم ، که… نور لوستل »
په لیکنه دې ډیر زحمت ویستلی دی الله تعالی دې د ښو لیکنو توفیق درکړي نه دا چې توهینوونکي او غیر منصفانه لیکنو ته دوام ورکړې. دا د غیر مسلمو له نظرونو تیر شی او منحث سند یې مه خپروی ځکه هغوی که هوښیار وای نو لا اقل د خپلې کامیابی لپاره به یې مستقیمه لاره غوره کړې وای او بله داچې په اسلامي ټولنه کې د غیر مسلمو نظریات خپرول ډیره تیروتنه ده ځکه اسلام کامل دین دی او د هر څه لپاره پکې ښکلې او ګټورې پریکړې ، نظریات ، وړاندیزونه ، نصیحتونه او وړاندوینې شته چې بیخي… نور لوستل »
احمد زی صیب ګرم نه دی زړه ېې ور دردولی دی ، په وروستۍ جمله کې چې د خپل اینجانب نظر ېې بیان کړی ډير څه روښانه شوي ، وايي ښځه د کور بلا وي خو خدای دې هیڅ کوم کور له دی بلا نه خالي کوي
لیکنه کی یوه نیمګړتیا وینم په خپل فکر هغه دا چه
که چیری د ښځی په اړه د غیری مسلمه اشخاصو په عوض دمسلمانانو نظریات را اخیستل شوی وای بهتره به وای لیکنه به د منفی طرف نه مثبت لوری ته تللی وای
بل دا چه غیری مسلمه وو خو هغه وخت هم په ځمکه ژوندی ښخولی خو بیا همدا اسلام وو چه دوی ته یی پناه ورکړه او و یی ژغورلی .
احمدزى صيب زه پیژنم خه مسلمان سری دی او دیرو نه په اسلام هم خه پوهیگی، او زه پدی باور لرم چی دا لیکنه یی صرف دخوش طبیتی لپاره کری، او بل هیس مقصد یی پکی تشته، داختر شپی او ورزی دی ، ویلی به یی وی چی ته رازه ددی مظلوم او په غم لرلی ولس لگ فکر بدل که، او بله دا چی احمدزی صیب صرف دخلکو اقوال را نقل کری چی دخزو په باره دوی کوم نظر لری، که مونگ وگورو اسلام هم ورته ناقص العقل والدین خطاب کری، نو دا نو دخزو په حق کی ظلم… نور لوستل »
احمد زی او حنیف صیب ستاسو له تبصرو نه داسی ښکاری چی کورنۍ ناکامه ازدواجي ستونزه لری ، دا یقینا غټ مشکل ده او بیا که ښځه بی صبره او بی خیا شی الامان الامان دلته خبره دانده چی څوک دا طمع لری چی ښځي باید وستایل شی ( الرجال قوامون علی النسا )کفایت کوی ښځه یقینا ناقص العقله او ضعیف قوم ده ، ولی که دی فکر کړی وی د جامعی نیمه برخه تشکیلوی ، د انبیا کرامو میندي ، کور وداني ، لوراني بلاخره امهات المؤ منین د علماو مشائخو ائمو مستورات زموږ او ستاسو میندی چی څومره… نور لوستل »
سلام احمدزۍ صاحب: مخکې لدې چه ستا په لیکنه تبصره وکړم غواړم لومړی زما څو پوښتنو ته ځواب راکړې اول داچه ایا ته حقیقی احمد زی یی؟ که یی نو لومړی داحمد په مانا ځان پوه کړه. دوهم ایا ته یو افغان یی؟ که یی نو لومړی دې افغانی خویندو تاریخ او افغانستان ته ددوی کارنامې په ژور ډول مطالعه کړه بیا نران هم ورسره مقایسه کړه چه زموږ باعزته خویندو په دومره محدود واک او ځواک څومره څه دې باعزته خاورې ته کړی اونرانو چه ټول خپلواکه او ازاد دی څومره څه کړیدی. دریم ایا ته یو حقیقی پښتون… نور لوستل »
زه سره د دی چه شملزی خور دریز په دی موضع کی تاییدوم ، مګر دا خبره چه ښځی ته ناقص العقله ، بوټ پاک او داسی نور القاب ورکوی زه ورسره ناخوښه او توافق نه لرم ، دا چه الله ج فرمایی چه نارینه وو ته می په ښځو فوقیت ورکړی ، دا معنی چه د یوی کورنی نظم پری جوړ شوی ، د ښځی دندی او د نارینه وو دندی ځانګړی دی هغه چه ښخی کولی شی نارینه یی نه شی کولی او هغه چه نارینه کولی شی ښخی یی نه شی کولی ، دا دهغو نقص او… نور لوستل »
وروره احمدزی نه ی وس خودهرچا قوم چی نه وی معلوم وای زه احمدزی یم؟ اودالیکنه دی غیری شرعی ده .
تکلیف دی بی زای ایستلی.
احمدزیو اسلام او وطن مو خراف کی د شزو په باره دی غلط نزریات دی دامی په امسی ولیکل زه خط ویلای شم لیکل یی نشمه حریی ته دی الله خیر او برکت ورکی سم یی شرمولی یاست زه دونه وایم لمونز کوم مجاهدینو ته دودی ورکوم دا لس کاله وشو د واره اختر لس روزی نشم ثواب یی طالبانو ته بخشم ستادی مور بوره شی ولی د شری دومره سفکی تللی زنی دی غوته شه د فاتا کمبلی دی هواری شه کولمی دی غوته شه په نری رنز اخته شی خور دی اربکی ته واده شه زه به هم… نور لوستل »
الله پاك دي چاره وكړه حالات دي ډير خراب راته وايسېدل احمدزی صيب
د سايټ محترمو چلوونکو، داسې شکاري چې تاسو د بيان له ازادۍ څخه بېخي ډېر متأثره ياست، لږ تر لږه دا شکنځل خو مه خپروئ
احمدزی صیب! ته یې هم لکه چې پسې اخیستې یې، مړه بس موږ به دعا درته کوو خپله خو دومره ترې ناراضه نه یو او ستا وضعه راته ډیره ګډه وډه ښکاري، داسې معلومیږي چې دا لیکنه دی همد شپې ناوخته مهال کړی ده، هسې نه تر جنګ جهاني وروسته دی کړي وي، ما چې د لیکنې عنوان وکوت نو تلوسه مې شوه خو چې و مې لوسته لیکنه ټوله ښځو ته شوی ده تا باید لیکلي وای چې سړي دي نه لولي……!!
د اکثرو خویندو او وروڼو په تبصرو کی ماته یو څه بی انصافی معلومیږي. دخپلی ټولنی له واقعیتونو باید سترګی پټی نه کړو. د احمدزی لیکنه د یوی مومنی ښځی په اړه نده لیکل شوی، بلکی زما په اند په دی لیکنه کی د هغو جاهلو ښځو صفات لیکل شوی، کومی چی خپل او د خپلو میړونو اسلامی حقوقو نه پیژني. خو په همدی ترتیب داسی میړونه هم شته چی د خپلو ښځو اسلامی حقونه نه پیژني او د غربی فرهنګ تر تاثیر لاندی تللی دي او د ښځو سره ښه چلند نکوي.
السلام عليکم
وروره. داسې ليکنه کول درته پکار نۂ وو ځکه که چيرې يوې ښځې د سړيو پۂ اړه داسې ليکنه کړي وی نو له ډېرو بدو غبرګونونو سره به مخ شوي وی ښځه خو د کور ډېوه ده او د يو بريالي سړي تر شه د يوې هوښيارې ښځې لاس وي ښځه دې له ګوناهونو ژغوږري
بلكل زرولي خان صاحب دا نوم دي د زرو ده او ولي خو هسي هم ولي وي الله جل وعلا په قرآن كريم كي ويلي چی @ازواجالتسكنوا إليها @ الله دي راضي شي ڈیر خلق دی چی شزو ته پہ کم نظر گوری او همدا شزي به دحورو سرداراني وي نو دا ڈیر غٹ صفت ده
احمدالله صاحب له نوم څخه مسلمان ښکاری که چیری د اسلام له نظره دی ښځو په اړه معلومات لیکلی وی ښه به وه. زه تنګ نظری انسان نه یم خو په دی لیکنه ډیره غوصه راغله. په دی نظرونو کی جهالت شکاری. د ښځو حوصلی صبر او زغم باید وستایل شی چی د ماشومانو تر څنګ په کور کی بلا زیات کارونه لری
ښځه ده الله ستر نعمت ده ځکه خو رسول الله فرمائلى دى چيءکله نړۍ ته سترګى را رڼي کړى په هغه کور درحمت دروازى را پرا نستل شى چى کله فيغله شي ده سړى ايمان پرى کاميل کيږى کله چې مور سي تر پښ لاندى جنت وثرا ځئ چې داخپل وخت او پوهه علم تجربه ده الله په لاره کي مصرف کړو نه پداسى…
یوه ورځ چا دموتر په شا لیکلی وه چی په مار اعتبار وکړی خو په ښڅه یی مه کوی.
په حدیث کی راغلی دی چی ښځه ناقص العقل ده.
زما په نظر خاوند باید له ښځی سره په چل او دروغ ژوند تیر کړی. ښځی ته که د رشتیا وویل نوځان ته دی غم وکاته.
د یوسف په مستعار نوم چه کوم یو تبصره لیکلی چه حدیث شریف کی راغلی ښخه ناقض لعقله ده . لمړی مهربانی وکړی د هغه اصلی حدیث پورنه متن ولیکی ، د حدیث یوه برخه به راخستل شوی لکه د شرابو د منع کولو د پاره دوهم منسوح ایت کی الله ج فرمایلی وو چه تاسی لمونځ مه کوی کله چه نیشه یاست ، ښکاره معنی یی دا هم کیدی شی چه له لمانځه غیره شراب چښل حرام نه دی . دغه ایتو نازلیدل او منسوح کیدل د دی د باره وو چه د هغه وخت خلک د شرابو چښلو… نور لوستل »
The collections of Hadith started after Mohammad(S) left this world and keep in mind there are strong and weak hadithes.
احمدالله احمدزی صاحب تاسو نه مو دا هیله نه وه!! په هر صورت بهتره وه چې داسې عنوان د ورکړي وه: جاهله او یا کافره ښځه د کافرو فلاسفو له نظره. بیا به سمه وه، اما د یوې مسلمانې افغانې او پښتنې په اړه داسې یو اړخیزه له انصافه ډیره لرې ده. د پورتنیو تبصرو او تاسو ته د ځینو صحیحو او معقولو جوابونو په تایئد. اول دا چې تاسو هم ډیر کمی لرۍ. هغه دا چې تاسو د بې دینه فلیسوفانو! او ادیبانو! خبرې منلی دی. د پی ایچ ډی د یو محصل په توګه چې شاید په نیږدی… نور لوستل »
احمد الله احمدزيه ډېر لوى #### راته ښکارې، حتمى دې د نالوستو تنظيميانو يا نالوستو کمونيستانو سره شپې سبا کړي يا دې هاغه څه بيان کړي چې ستا په #### تېر شوي، خو اصلآ دا ستا ليکنه نه يوازې چې اخلاقي اړخ نلري بلکې د ښځو سره بې انصافي ده ځکه چې ګڼشمېر تورونه دې ټول جمع کړي چې حواله نلري او ټولې ښځې دې په يووار تورنې کړي، دغه عمل د ### لوړ صفت دى. ته په اسلامي ټولنه کې د پوښتنې لاندې راتلاى شې او که دې ټوکه هم کړې وي په اسلام کې ملنډې وهل حرام دي.… نور لوستل »