ټولنیزه برخه

د ملګري مينه او بې وفايي/احمدالله احمدزی

احمدالله احمدزی

ډېر ناروغ و، په سر يې درد و، د معدې تکليف يې هم و او د خپل ملګري بې کچې مينې او اخلاص ته يې فکر و او نه يې غوښتل، چې د ده له ناروغۍ خبر شي.
ټيليفون يې ورته راوکړ، چې بېګا ته يې مېلمه دی، ده ورته ښه وکړل، غرمه مهال په ډېر تکليف د دفتر تر دروازې ورغی، ملګري سره يې په ډېره مينه او ورين تندي خبرې وکړې، خپله ناروغي يې پټه کړه، د ملګري رواني حالت يې چې کوت، پوه شو، که سپينه خبره ورته وکړي، نو خوابدی کيږي، بس ورته يې وويل، چې راځم او نن ستا مېلمه يم.
ناروغ لاړ او کوربه ملګری يې په تمه دی او دغه مهال دغه ناروغ فکر کوي، چې ملګري ته څه ځواب ووايي. له خپلې ناروغۍ يې خبر کړي او که ځان ورته بې پروا او بې وفا وښيي.
پرېکړه يې وکړه، چې د ملګري د پرېشانه کولو پر ځای به ورته خپل ځان بې وفا او بې پروا وښيي او څنګه چې خپل تمځای ته ورسېد، له ډېر درد او تکليفه ويده شو، د ملګري شمېرې ته يې هم سم ځواب نه شو ويلی، له ډېرو زنګو وروسته مينه ناک ملګری نهيلی شو او فيسبوک يې پوسټ وکړ، چې «ملګري ته ډېره مينه مه ورکوئ، چې بيا دې پر سر در خيژي» ناروغ ملګري ته يې هم په ډېره نهيلۍ مسج وکړ: «کاشکې دې زه درک کولای شوم» ناروغ چې له روژه ماتي وروسته فيسبوک خلاص کړ، نو هک حيران شو، چې اوس به څه کوي، ملګری خو يې زړه ماتی شو، ګيله او خپګان يې هم پر ځای دی، بس دومره يې ورته وويل، چې که خبروي يې يو غم دی او که يې نه خبروي بل غم دی.
دې وخت کې ملګري ورته زنګ وواهه، خپلې ګيلې شکوې او د ناروغ په بې پروايي يې رڼا واچوله.
ناروغ ورته وويل، چې زه پلاني ځای کې يم راشه، چې ما وګورې له هغې وروسته خپلې پرېکړه وکړه، چې څه وايې ستا خوښه.
شېبه وروسته مينه ناک ملګری راورسېد او مخکې له دې، چې حالات پوره وڅاري د خپلې بې کچې مينېه له امله يې بې وفا ملګري ته څو ګيله منې خبرې ور ډالۍ کړې، ناروغ هم نور خپل ځان نه شو ټينګولای او ملګري ته يې وويل، چې دی خپله تېروتنه مني، په سر سترګو يې مني او دا غلطي هم ده، مګر دا غلطي يوه توجيه او مثبت اړخ هم لري، که پام ورته وشي، نو د کمزورۍ او بې وفايي تر څنګ د خالصې مينې يوه نښه په کې شته!
ناروغ ورته د خپل تکليف په حالت کې وايي، چې زما د بې پروايي ټول لامل ستاسې بې اندازې مينه او اخلاص دی، زه پوهېږم، چې ته ما سره څومره مينه لرې، ته چې هر څه وايې، د زړه له درده يې وايي، خو زه به درته همدا يوه خبره وکړم، چې ما نه غوښتل، د خپلې ناروغۍ له امله تا اندېښمن کړم، نو پرېکړه مې وکړه، چې ځان درته بې وفا او بې پروا وښيم.
د ناروغ په فکر دې کې يوه ګټه دا هم ده، چې انسان سره بايد دومره مينه ونه شي، چې ستا د ځورونې لامل شي او سبا دې زړه دومره مات وي، چې بيا د وړې تېروتنې زغم هم نه لرې.
ناروغ ورته په ډېره عاجزۍ وايي، چې ستا په فکر زه غلط او بې پروا يم، مګر زما فکر همدا و، تا اندېښمن نه کړم او خير دی، که بې وفا هم درته ښکاره شم.
ملګري چې د ناروغ خبرې واورېدې زړه يې يو ځل بيا له مينې ډک شو، په خپلو خبرو يې پښېماني وښوده او ځان سره يې وويل، چې ملګري تل بې وفا نه وي، کله کله ځان د دې لپاره بې پروا ښيي، چې تا اندېښمن نه کړي، نو موږ تاسې کولای شو، چې د سمدستي بدګومانۍ پر ځای د ملګري مثبت اړخ په اړه هم فکر وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x