ټولنیزه برخه

لښکرګاه څنګه کشف سوه؟ – درېیمه برخه

ژباړن : شریف الله دوست(سرواني)

په تېر پسې…

په لاره کې کله چي ښاغلي سردار محمد يونس خان په داسي حال کي چي راسته خواته (دشمال لويديز په لور کتل) دبُست څنډو او ليري پرتو کنډوالو ته اشاره وکړه او ويې ويل: چي دلته هم ډيري کنډوالې سته چي ځايې خلک يې معمولاً (لښکري بازار) بولي اودليدو وړځای دی، داچي زموږ موخه بست وه او ماښام بايد بيرته ګرشک ته راګرځيدلي وای نو پريکړه مو وکړه چي لومړی خپله اساسي دنده چي دبست دششک دبيا رغيدو څېړنه وه سرته ورسوو او مازديګر دبيرته را ګرځيدو په وخت ور وګرځو او دهيرمند (هلمند) سيند دتاويدو په امتداد ټولي خرابي اوګنډوالي وڅېړو.

په همدې ترتيب سره د بُست د (ششک) دخرابو او بالاحصار شاوخوا ليري او نژدي شننه مو وکړه عکسونه مو واخيسته او وروسته دڅو زړو درختو ترسيوري لاندي چي تراوسه دبست دکنډوالو په شاوخواکي پاته وي غرمنۍ وخوړه اود بيرته راګرځيدو ،يون او تکل مو وکړ.

دبست کنډوالي او لښکري بازار په زړه اصطلاح ديو فرسخ چي دنن ورځي له شاوخوا (۷) او و کيلو متروسره برابره ده، يوله بل څخه ليري دي او په دې منځ کي چي کومه سيمه ددې دووزړو کنډوالو په منځ کي پرته ده هم له زړو قبرو اوزيارتونوڅخه خالې نه ده .لښکري بازار او بست په حقيقت کی ديوه ښار دوې برخي دي چی يويې دخلکو داوسيدني ځای او بل يې د دولتي اونظامي اداراتو د نندارې ځای و.

بُست او لښکري بازار دواړه دهيرمند پرغاړه او دلوی دښت په اوږدوکي پراته دي.چي هغه ته يې په احتمالي توګه دښت لګان وايه چي نوري ليکني اونومونه هم په دي باره کي سته لکه (وچکان، اوچکان) او داسي نور…

هيرمند سيند دلښکري بازار څخه دبست تربالاحصار پوري څو کيلو متره يوه نيمه دايره غوندي جوړ وي چي ددې ځمکي په غيږاومنځ کي زړې کنډوالې اودښت لګان پراته دي. له دې سره چي بُست اولښکري بازار دواړه دهيرمند( )اوبو ته نژدي او ورسره مښتی دی خوداچي دې رودخاني دزرګونو کلونوپه اوږدوکي خپله مخه په دښت کي خوړلې او غوړولې ده ځکه يې په اواره ځمکه د بهيدو په وخت کي اوبه لوړږغ نه لري او ارامي بهيږي اوپه هغه لاره چي دبُست څخه د دښت لګان په لور تللو دسيند کوم اثرنه ښکاريده.دلمر تودوښه سره له دي چي د (۱۳۲۷هـ ) کال د وري د مياشتي (۲۶) تمه وه، احساسېده، مګر  هواډيره په زړه پوري وه.په هرحال دماپښين شاوخوا دري بجي دبُست دنړېدلو ديوالو له اړخه څخه چي دښار اخيري دورې يې په برکي نيولې او د ګوډ تيمور (1 ) له ورانيو څخه ؤ تير سوو.

داچي په دښت کي هرډول موټر تګ کولای سو موږ هم له يوې خرابې څخه تر بلي کنډوالې پوري وړاندي تلو اوپه همدې ترتيب په دوو، درو ځايو کښې په نښه سوي ځايونه اومزارونه چي دسرلڅو قبرونو (شهزاده ګانو) او (شهزاده حسين) ته ودريدو او دلوحو په ويلو او دعکسو په اخيستلو بوخت سوو، داچي دهغه يادونه په زړه پوري اودتاريخ له اړخه ګټوره ده خوداچي له دې ليکني سره مستقيمه اړيکه نلري تر تيريږو.لنډه داچي له دې ځايونو څخه به کله پلي او کله دموټر په واسطه تېريدو په اخرکي له ليري څخه دلوړو او جګوديوالونو يوه مجموعه را ښکاره سوه ښه مخ ته ولاړو اودهغه لښتي په څنډه کي مو موټر ودرواه چي دنهر سراج له ښاخ څخه را جلا سوی و.دلته يوازي دڅومترو په اوږدوکي له موږ څخه هغه جګ اوزاړه ديوالونه ليري پراته وه.داچي لمر هوانوره هم ګرمه کړې وه او وروسته د ورځي له ډيرو ګرځيدو موږ هم ستومانه سوي وو او دکنډوالو واقعي ماهيت هم نه ؤ راته څرګند يو اودوه تنه زموږ له ملګرو څخه لکه فرانسوي (موسيو کوريل) او ډنمارکي(مسټر کريستن سن)د وګړ پيژندني دهيئت رئيس په موټرکي پاته سول زه او (موسيو شلوم برژ) دښاغلي نايب الحکومة او ښاغلي خليل الله خان(خليلي) اوم مهندس هيئت (موسيولوبر)پلي سو او له لښتيو څخه تر تيريدو وروسته دکنډوالو په لور نژدي سوو ښاغلی سردار محمد يونس خان دکندهار مخکنی نايب الحکومة چي له وړاندي يې لا داځايونه يو په بل پسې ليدلي وه غوښتل يې چي له هغه نقطې څخه چي نوموړي د لومړي ځل لپاره ورننوتی و دلښکري بازار کنډوالي موږ ته هم راوښيې، مګرداچي د زړو کنډوالو لمن دزاړه بازار له پاتيشنو څخه نيولې تر مختلفو ودانيو پوري يو يو کيلو متر اوږدوالی درلود نو اصلاً ددښت له هري برخي څخه سړي کولای سوه چي ور ننوځي په اخرکي دکنډوالو منځنۍ برخي ته نژدي سو.
ښاغلی (خليلي ) چې زموږ په څېر يې تازه دلښکري بازار نوم اوريدلی او ليدلي يې نه و ، دا چي هغه تړاو چي دغزنويانو له تاريخ سره يې ډيرورته په زړه پوري ښکاريده او داچي تاريخ بيهقي چي هم له ځان سره راوړي او بُست ته راغلی و د دښت خستګي او دلمر ګرمي يې هيره سوه اوله ډېرو هيلو سره يې په چټکي قدم مخ ته اخيستی او په ډيري بې خبرۍ سره په کومو موقعوکي چي به نوی ځايونه تر سترګو کيدل هغه موليدل اوپه دې ترځ کي دزړو ديوالو نو تر يو اوږدې لړۍ پوري ورسيدو، دديوالونو په منځنۍ برخه کي له يولوي صوف څخه تيرسو، چي دواړو خوا و ته يې برجونه، خونې دلويو  او پنډو ديوالو څخه جوړي سوي ودانۍ تر سترګوکېدي چي سمدستي يو ي مستطلې احاطي ته ننوتو چي دڅلورو خواوو ديوالونه يې روغ او په منځ کي يې يوه صوفه تر اوسه هم پرځای پاته وه، دلوی شان اوشوکت سره هغه احاطې  دلويو اونړېدلو ديوالو سره چي دخرابۍ نښې پکښې له ورايه څرګنديدې زموږ ذهنونه يو دم دځان په لور را واړول.

نوربیا…

—————

پایليک :
ــ که څه هم اوس هلمند ياهيرمند دټول ولايت اودې پراخي سيمي ته ويل کيږی نوپه دې کتاب کي د ارواښاد استاد ايشاره دهيرمند(هلمند) سيند ته ده.(ژباړن)

اوبل داچی دنيروز او سيستان خلک او ايرانيان اوس هم داسيند دهيرمند په نامه يادوي مګر دهلمند ځايې او سېدونکي يې د (هلمند ) رود بولي .(ژباړن).

ــ ګوډ تيمور په يوه پېښه کي په همدې هلمند او بُست کي په جنګ کي ګوډ سو تيمور دعلامه حبيبي په وينا په زړه اصطلاح (تمر) چي داکبر زمينداوري په شعرکي هم (تمر)يادکړی د (اوسپني) په مانا دی نوموړی مشهور په ګرګان يعني (زوم) او د(ترافای برلاس) زوی د چنګيو کهاله ته منسوب دقرا جار نوين له کوله د ماوراء النهر د (کش) په ښارکي د (۷۳۶هـ) کال دبرات پر(۲۷) اود (۱۳۵۹م) داپريل پر(۱۱) سره برابره زيږيدلی دی نوموړی دنړي دډيرو لويو خونړيو پاچاهانو څخه و.

دګوډ تيمور يرغل پر(بُست) او سيستان چي ديوه هلمند ترسينې لاندي دی په کال( ۷۸۵) هـ شاوخوا کي يې زره اوسيستان چور اوچپاو کړ او اوسېدنکي يې ټول ووژل په دغه سفرکي يې بست او کندهار هم لوټي لوټي کړ دسرونو څخه منارونه جوړ کړه ټولي ودانی يې ونړولط بندونه يې خراب هلمند يې له خاورو او ايرو سره سم کړ، په هلمند کي يې د ژوند کولو امکانات  په ټپه ودرول چي ترننه هلمند بيا هغه خپل ښېرازي ته نه دی رسېدلی اودتاريخي دښمنانو له خوا تاريخي ورانۍ ور اوړي.(ژباړن).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x