
ولسمشر پکتيا ته لاړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني په يو نا اعلان شوي سفر پکتيا ولايت ته رسېدلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند سيد حفيظ هاشمي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې وړاندې پکتيا ولايت ته رسېدلی دی.
سيد حفيظ د اشرف غني د سفر په اړه رسنيو ډېر معلومات ور نه کړل، مګر دومره يې ويلي، چې ولسمشر به د پکتيا امنيتي، اقتصادي او ګڼو نورو چارو په اړه له حالاتو ځان خبر کړي.
پکتيا ته د ولسمشر د سفر په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ
الله دی یو نر ورته وسیله کړي چې بیا راونه ګرځي…