نظــر

زه په دي شرمیږم چې امریکايي یم! امریکايي بندي (بوبرګدال)

دامریکايي پوځې  داسارت  دریمې کلیزې  دپوره کیدو په مناسبت .

زه  په دي شرمیږم چې امریکايي یم!

رولینګ ستون( Rolling Stone) امریکايي مجلې  دهغه امريکايي پوځې  Pte Bowe Bergdahl )په اړه کوم  چې  له تیرو دریوکلونو راهیسې  دطالبانو په اسارت  کې دی یو تفصیلي رپوټ خپورکړي  چې په  ترڅ کې یې دنوموړي دژوند بیلابیلې برخې څیړلې دي.

نوموړې مجلې خپل رپوټ  ډیر دهغو لیکونو په استناد ترتیب کړی کوم  دیاد پوځي  لخوا خپلې کورنۍ په تیره دهغه پلارته دده  تر اسارت له مخه لیږل شوي  اوهغه بیا دده کورنۍ لخوا درپوټ لیکونکي په واک کې ورکړل شوي.

امریکايي  اسیر پوځې  خپل لومړنی لیک په لادې جملو پیلوي :

زمونږ مستقبل ترهغه ډیر ښکلی اوډیر ارزښت ناک دی چې  مونږیې  دخپلو چارواکو  تر دروغجنو تبلیغاتو ځاروو.

اوزمونږ ژوند ترهغه ډیر لنډ دی چې مونږيي  دنورو ولسونو په له منځه وړلو  اویايي دخپلو بیعقله   مشرانو دغلطو افکارو په مرسته کې تیروو،ماته دهغوئ  غلط  افکار مالوم شول   له همدې امله زه په دې شرمیږم چې  زه امریکايي یم.

نوموړی  په یوبل لیک کې خپل پلارته  په امريکايي پوځ کې  دنالایقه پوځي افسرانو او دهغوئ دناپوهي په اړه لیکلي:

دغولو لویه بوجۍ یې دپوځيانو دپوځي قوماندې لپاره دهغوئ په سرګمارلې وي … همدغه نالایقه پوځي افسران   ستاشخصیت  په دې غرض ځپي چې ته یو مخلص پوځي یې  ،خوکه ته چیري دهغوئ په څیر له  ځانه دغولې بوجۍ جوړه کړي  بیانو تاته  دهر هغه کار اجازه درکوي  چې ستازړه يي غواړي  او تاته  به بیا دهماغو ناوړه کارونو دترسره کولو په مقابل کې پوځي ترفیع  هم  درکول کیږي ، همدغه زمونږ دخطاکاره نظام  تګلاره ده  … چې زه ورباندې  سخت دخجالت احساس کوم.

رولینګ ستون مجله  په خپل رپوټ کې   دبوبرګدال له خولې لیکې  چې دده ترټولو ښه ملګري غواړي  په امریکايي پوځ کې له خپلو دندوڅخه استعفاوکړي  نوموړی وايي چې  امریکايي پوځ  دنړۍ یوه داسې  اعجوبه ده  چې باید ټول خلګ ورباندې وخاندې ،ځکه هغه په ریښتیا د دروغجنو پوځ دی ،دهغه پوځیان داسې  څوک دی چې خپل ملګری دشالخوا په چاړه وهي ، هغوئ ټول بیعقلان دي ، هغوئ  دهیڅ کوم نړیوال قانون اصول نه مراعاتوي  ، په هغوئ کې  دلیاقت او پوهې څښتنان  خپلې دندې پریږدي  او له مونږ نه هم  غواړي چې دهغوئ لاره عملي کړو.

درپوټ لیکونکی  دبوبرګدال  له خولې یوه وروستۍ  جمله لیکې او وايي  چې دا خبره په حقیقت کې دهغه   دذهني  انتحار یویاداښت  دی برګډال  په دې  یاداښت  کې وايي :  زما لپاره هرڅه له تأسف نه ډک ،اودامریکانوم راته تر بل هرڅه  کرکجن دی.
درولینګ ستون مجلې په خپل رپوټ کې  دبرګدل دپلارهغوځوابي لیکونو ته هم ځای ورکړی کوم چې ده دخپل زوي  ددغو مایوسه کوونکو لیکونو په ځواب کې لیکلي.

دبیلګې په توګه  بوب  برګدال (داسیرپوځي پلار) خپل زوي ته  په یوه لیک کې داسې توصیه کوي :

زویه ! ته باید دخپل  مستقبل  لپاره  خپل ضمیردځان  لارښود وګرځوي اودهغه په رڼاکې خپل راتلونکی وټاکي ؛ځکه  دجګړې حالت  دمرګ اوژوند  حالت وي  او په دغسې یوه حالت کې  داښه ده  درته چې  دخپل ضمیر په لارښوونو عمل وکړي.
دمجلې رپوټ لیکونکي  دطالبانو په لاس  دبرګدال  اسارت  لامل هم داخبره بولي چې نوموړي  په افغانستان کې دامریکايي پوځیانو په بریالیتوب  بارو نه درلود  اوهغوئ ته يي دمورال بایللو عسکرو په سترګه کتل .

دبرګدال پلار وايي چې دبرګدال هغه پوځي ملګري  کوم چې ده هغوئ دبیعقلانو اونالایقو په نوم یادکړي ، نوموړي ته ډیر په غصه  اوحتی ځینوخويي داعدام غوښتنه کوله .

له تیرو دریوکلونو راهیسې    دطالبانو په اسارت  کې  دبرګدال  پاتي کیدل  دامریکې لپاره لویه سرخوږې جوړه کړې .

ځکه  دامریکايي پوځ لپاره کوم چې  په نړیواله  کچه  ترټولو مجهز اوپرمختللی پوځ ګڼل کیږي داخبره  دشرمنده ګې وړ ده چې دطالبانو لخوا کوم چې  نه دامریکايي پوځ په څیر پوځي مهارتونه لري اونه هم  پوځي او پرمختللي تخنیکي وسایل ورسره شته  دهغوئ یوه مسلح پوځي  دپوځي اډې ترڅنګ  ژوندی ونیسي اوبیا دي  ددریوکلونو په موده کې ترخپل اسارت لاندې وساتي . دطالبانو لخوا دبرګدال دری کلنی اسارت کټ مټ  دده هغه  نظر تائیدوي چې وايي:

هغه پوځ کوم چې ټوله نړۍ یې په ترس اورعب کې اچولې  دافغانستان دمجاهدینو په مقابل کې په روحي لحاظ ماتې خوړلې اودهمدغې روحي ماتې له امله يي هالته په یولړ ډیرو پستو(لویدلو) کارونو لاس پوري کوی چې هغه دولسي وګړو وژل ، دهغوئ دکورونو دحریم سپکاوی کول ، دهغوئ په کلیو بمونه غورځول اوپه قصدي توګه  دهغوئ  داجتماعي چارو په مراسمو بریدونه کول داټول هغه څه دي چې دامريکايي پوځیانو دروحي اوذهني ناروغیو اولیونتوب نښې پکې ښکاري .

دبرګدال ددغو څرګندونو له مخې  په دې وروستیوکې  دبرګدال  پوځي ملګرو دهغه په اړه په فیس بوک ویب پاڼه کې  دهغه دمرګ غوښتنه کړي اودفوکس نیوز رسنۍ  په حواله يي  هغه يي یوتښدیدونکی پوځي بللی  .

پلار یې چې دخپل زوي  په ژوندویریدلی له هغو امریکايي رسنیوڅخه  هیله کړې چې دده دزوي دژوند ژغورلو له امله دي دنوموړي  دغه څرګندونې په  خپلو رسنیوکې نه نشروي.

همداراز دامریکې دفاع وزارت  اوسپینې ماڼې ددې لپاره چې دبرګدال په اړه حساسیتونه راونه پارول شي له نیویارک ټایمز او واشنګټن پوست ورځپاڼو څخه  غوښتې چې دبرګدال دخوندیتوب په غرض دي نوردهغه په اړه هیڅ هم نه  خپروي  او پنټاګون  هم هغې دلګۍ ته امرکړي چې برګدال پکې پوځي دنده ترسره کوله چې  دنوموړي په اړوند دهرډول خبرو  په اړه خاموشي غوره کړي . دبرګدال کورنۍ ویریږي چې امریکایان به دطالبانو له اسارت څخه دژغورنې  په پلمه ښايي دهغه دوژلو هڅه وکړي له همدي امله  دبرګدال خور په خپلې اړوندې  ټويټرپاڼې کې  داسې نشرکړي :

زه په دې ویریږم چې دلته په واشنګټن  ډي سي  کې زمونږ حکومت  زما دورو له ژوند څخه  له لاس مینځلو پرته بله اراده نه لري . دبرګدال  دخور اندیښنه په ځای ده  ځکه  چې  امریکا نه غواړي  چې  برګدال دي بیرته ژوندي امریکاته ولاړشي ،له دې امله چې ده ترخپل اسارت  له مخه هغه وخت چې ډیره محدوده موده يي په افغانستان کې  په امریکايي پوځ کې تیره کړې  دخپل پوځ دومره نیمګړتیاوي او فضیحتونه امریکایانوته افشاء کړل .

اوس چې هغه پوره دری کاله دطالبانو په اسارت کې  تیرکړل  او امریکایان  له خپل ټول پوځي  برلاسي توب سره په دې ونه توانیدل چې هغه یاله پوځي اویاهم له سیاسي لاري دطالبانو له اسارته خلاص کړي  نو داخو لا هم  دبرګدال  دهغو څرګندونوژوندي اثبات دی چې  امريکايي پوځ په روحي لحاظ په بشپړه توګه دافغانانو په مقابل کې  ماتې خوړلې .

همدا لامل دی  چې امریکایان  دطالبانو له اسارت څخه  دبریګدا ل  خلاصونې ته ډیره لیوالتیا نه ښیې ،. اودغه حقیقت طالبانو هم درک  کړی ځکه يي نن دهغوئ ویاند ذبیح الله (مجاهد)اسلامي اژانس ته د برګدال دسارت ددریمې کلیزې دپوره کیدو له امله  په مرکه کې وویل:  که  امریکایانوته  دبریګدال ژوند کوم اهمیت لرلای نو هغوئ به هغه فرصتونه  له لاسه نه ورکول کوم چې دده   دخلاصولو په لاره کې ورته  په لاس ورغلي ول.

شاهد غزنیوال .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x