شعـــــرونهپښــــتو ادب

انقلاب دى/الهام

سيد احسان الله الهام

له پيړيو د وامداره انقلاب دى
تاند زلمي وړي له كتاره انقلاب دى

وحشتګرې تروږمۍ دي آسمان تور دى
لويږي ستوري له مداره انقلاب دى

دلته ورځي تر ماښامه انقلاب وړي
دلته شپې نه تر سهار انقلاب دى

وران دى كلى دى كه ښار دى په مر ميو
تر سينو خېږي خارداره انقلاب دى

له مالياره د بڼ لاره ترۍ تم ده
له خزانه تر بهاره انقلاب دى

لا وڅه ته انتظار كوې ښاغليه!
آس دي زين كړه خداى دپاره انقلاب دى

تر ابده مو په ژبه حق اقرار دى
درنه ډار نه لرو داره انقلاب دى

ستاپه پلو ځو لا دمه مو كړې نده
لا دعوة كړو لا سرداره انقلاب دى

كه هر څو تير شي په وير مو اخترونه
نه پريږدوسپېڅلې لاره انقلاب دى

آزادۍ كي به دي ټول نازونه وړمه
اوس دعا كړه ” الهام“ ياره انقلاب دى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابراهیم عِلَم یار

السلام علیکم

ابراهیم عِلَم یار

څه ولیکم قبلوی می

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx