
امريکايي عسکرو پر ملي اردو بمبار کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر ولايت برکي برک ولسوالۍ کې امريکايي چورلکو د ملي اردو پر پوستو بمبار کړی دی.
د لوګر ولايت چارواکي د پېښې پخلی کوي، مګر د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
د ملي اردو د دوهمې لوا قوماندان جنرال عبدالرازق افغان اسلامي اژانس ته وويل، چې امريکايي عسکرو تېره شپه د برکي برک ولسوالۍ چلتن سيمه کې د ملي اردو پوستې بمبار کړي او مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.
د جنرال عبدالرازق په وينا د ملي اردو د تلفاتو دقيق شمېر نه دی معلوم.
کابل کې د ايساف مرکزي دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې امريکايي عسکرو د ملي اردو پر پوستو بمبار کړی او ايساف په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.
د پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ.