نظــر

سیمه ایزه حکومتوالي د لیونیو لیوانو په منګولو کې

نن څخه تقریباء شپږ کال دمخه  دولسمشر په ځانګړي فرمان سره دکورنیو چارو وزارت څخه  دښې حکومتوالۍ دپیاوړتیا او په حکومک کې د ستونزو د مخنوي په موخه  دسیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره  رامنځته شوه او ددې ادارې په دمشر په توګه یې داسې څوک وګومارلو چې دحکومتوالۍ دښې تجربې څخه یې مسلکي پوهه درلوده او په کم موده کې یې دمرکز نه نیولې تر ولایتونو پورې  په ټیټه کچه تر ډيره بریده ښه اصلاحات رامنځته کړ خو ښاغلی پوپل هم دټلوالي دفرمایشونو څخه په تنګ راغی   دمارشال  دسپارښتنو له امله یې استفاء غوره کړه.  هغه دپښتو متل یې ثابت کړو چې دنر یا ترپ وي یایې خرپ.

نوموړې اداره   فراهي ته په برخه ورسیده چې نوموړي په کمه موده کې ګړندي اصلاحاتو په نوم یې ستر قدمونه پورته کړل او ددې ادارې پالیسۍ مرستیال ماموندزی او بیک راوستل چې ورسره  سم یې د والیانو، ښاروالانو او ولسوالانو دتولید په نوو تولیدوونکو فابریکو په هڅو کې شول او په لومړي ځل یې د(۵) ولایتونو لپاره والیانو وګومارل ددغو والیانو نرخونو کې هم عدالت په نظر کې نه وو نیول شوې نو ځکه دسیاسي چارو کارپوهان پرې سخته نیوکه کوي دبیلګي په توګه دفراه ولایت لپاره(۵) لکه ډالرو دلوګر لپاره(۳) لکه ډالر، دسرپل   لپاره(۴) ډالر او دارزوګان لپاره (۱۵۰) زره ډالر دهغه څه دي چې عدالت پکې په نظر کې نه دی نیول شوې
همدارنګه دښاروالانو دګومارنې شرایط هم دبې عدالتۍ څخه خالي ندي دبیلګې په توګه دهرات ښاروالۍ لپآره(۱۲) لکه ډالر،د هلمند ښاروالۍ یومیلیون ډالر،دلوګر ولایت (۳) لکه ډالر،زابل ولایت(۱۸۰) زره ډالر هغه څه دي چې ښاروالان یې دې ته اړ کړې دي چې په ښکار او په پټه  جیبونو ډک ترڅو دغه دازادۍ سیالۍ پروسه لا  ګړندۍ کړي.
کارپوهان  وایي که سیمه ایزو ارګانونو اداره دغه نرخونه کنټرول نه کړي نو لرې نده چې  د عادي مامور دګومارنې نرخونه داسمان تر شنو ورسیږي  چې په عام ولس به ناوړه اغیزې له ځان سره ولري.
یوه بله مهمه خبره چې د جیلاني پوپل  پروخت د(UNDP) سره د سیمه ایزو ارګانونو او ولایتي ادارو د وړتیا لوړولو په موخه  د وړتیا لروونکو سلاکارانو او کارپوهانو ګومارلو پروسه په لاره و اچول شوه چې نژدې دمرکز او ۳۴ ولایتونو کې یې ( ۱۷۲ ) کسان په دندو وګومارل
 او  ورسته  دولایتي ادارو دچارو دسمبالښت په موخه یې (LOA)   بودجه  هم رامنځته کړه  چې د دریو میاشتو کې دغه بودجه هر ولایت ته  نژدې (۹۰۰۰۰) ډالرو ته رسیږي  منظوره کړه خو د فراهي  دراتګ سره  نه یوازې داچې بودجه ولایتونو ته نده رسیدلې بلکې دغه بودجه چې نژدې (۱۱) میلیونه ډالرو ته رسیږي حیف او میل کړې ده چې ښه بیلګه یې همدغه ولایتي سلاکاران دي چې تر ۶ میاشتو یې معاشونه ندې اخیستې او نه ګورګانهای محلي ددغو پیسو حساب  یو ان ډی پي ته ورکړې  او نه یې ولایتونو ته بودجه لیږلې ده.
دلته اساسي ستونزه د ګورګانهای محلي او (UNDP) ترمنځ ده چې ښاغلی فراهي غواړي خپل کسانو ته د۵۰۰۰ ډالرو پورته معاشونه وټاکي خو  (UNDP) یې ورسره نه مني نو فراهي په لوې لاس دغه پروسه  چې خپلې موخو ته پکې نه رسیږي ټکنۍ کوي.
اوس (UNDP) اداره پدې فکر ده چې  خپلې اړیکې نیغ په نیغه د ولایتونو سره ونیسي  خو بیاهم یې فراهی مزاحمت کوي دلته هم د زورورو اوبه  غره خیژي.
یوبل عجیبه کار کوی دتفتیش ادارې ته وایي چې په والیان، ښاروالانو او ولسوالانو فشار راوړي، مستندکوي یې مه  ترهغې چې غاړه کېږدي.
همدارنګه داهم کوي چې دځینو مشاورینو له لارې والیان، ځینو وکیلانو او ښاروالانو ته تلیفونونه کوي  چې اوازې خپرې کړي چې  والي بدلیږي  ترڅو پدې توګه هغه رشوت ورکولو ته مجبور شي چې ښه بیلګه یې دپکتیکا والي صیب وو چې  میاشتې میاشتې  یې په کابل کې ددغه ستونزې دحل په موخه  بستره اچولې وه
دغه کار به با احساسه والیان  دې ته مجبور کړي چې خپله دنده پریږدي او پدغې کار سره به دای اسی ای هغه موخې پلې شي چې فراهي یې په زندان کې دهمدغو موخو دترسره کولو په خاطر له ځان سره ساتلې وو ترڅو افغان حکومت  په داخل  کمزوری کړي  او دپاکستان ګټې خوندي شي
خورا  په زړه پورې لوبغاړې راته فراهي ښکاري هغه داچې په ولایتونو کې د والیانو، درباري قومي مشرانو  او سياسي مخالفینو ترمنځ یې داسې دنفاق تخم  وشیندلو چې دیو او بل  پروړاندې ښکاره  مخالفتونو دمظاهرو او غونډو له لارې ټول ولس ته په ډاګه کړي چې ښه بیلګه یې هلمند ولایت دی داکار والیان دی  ته مجبوروي چې  یابه  دنده پریږدي او یابه  دبوجۍ خوله ورسره نیسي.
د معلوماتو له مخې په سیه ایزو ارګانونو کې چې ډيرمسلکي کسان په خوارۍ پيدا شوې وو نژدې ۵۰ تنو یې خپلو دندو پریښودلو ته اړ شوې  او دندې یې پریښې دي او همدارنګه په ولایتونو کې هم نژدې ۲۰  ولایتي سلاکارانو خپلې دندې دمعاش دنشتوالي له امله پریښې دي.
همدارنګه په قطارونو کې ولاړ والیان چې د ولایتونو په تمه دي شمېر یې تر سلو اوړي پداسې حال کې چې موږ ۳۴ ولایتونه لرو. هغه پدې مانا چې دغو والیانو څخه هم وار دمخه  دپنځوسو زرو ډالرو څخه نیولې تر یولک ډالرو پورې پيسې اخیستل شوې او د ولایتونو خوبونه ګوري.
زما په اند که ګورګان های محل په داسې یوه طرحه کار وکړي او دملي شورا او کابینې څخه یې منظورې ترلاسه کړي ترڅو د۳۴ ولایتونو شمېر لږ ترلږه(۱۶۰) ته ورسوي نو پدې صورت کې به هم د دوۍ ګټې خوندي شي او بله ګټه به یې داوي چې را تلوونکو لسو کلونو کې به  داسې څوک به پاتې نشي چې دولایت  دچوکۍ مزه ونه ګوري.
که ولسمشر غواړي چې خپله وعده چې په ملي شورا کې وکړه ترسره کړي نو
لومړی دی اصلاحات دسیمه ایزو ارګانونو دخپلواکې ادارې څخه پیل کړي ځکه داهم  لیوني دي او هم لیوان.

صالحي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x