د امريکايي عسکرو په بمبار کې ۱۲ افغان عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل):د لوګر ولايت برکي برک ولسوالۍ کې د امريکايي عسکرو په هوايي بريد کې لږ تر لږ دوولس افغان عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د برکي برک ولسوال انجينر رحيم امين رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نن سهار شاوخوا اووه بجې دوو امريکايي چورلکو د برکي برک چلتن سيمه کې د ملي اردو پر يوه پوسته بمبار وکړ، چې له امله دوولس عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په خپل ټويټر پيغام کې د پېښې پخلی کوي او زياتوي، چې د پښې څېړنې لپاره يې کميسيون ټاکلی دی.

کابل کې د ايساف رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د پېښې پخلی شوی، مګر د پېښې شوې مرګ ژوبلې په يې څه نه دي ويلي.

د سيمې خلک وايي، چې له بمبار وروسته د ملي اردو او امريکايي عسکرو تر منځ وسله واله نښته هم شوې او د سيمې خلکو د سپکو او درنو ډزو اوازونه اورېدلي دي، مګر چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې بهرني عسکر پر ولسي وګړو او افغان امنيتي ځواکونو بريدونه او بمبارۍ کوي، بلکې له دې وړاندې هم بهرنيو عسکرو څو څو ځل پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي دي، مګر تر اوسه هم د هېڅ ولسي وګړي او امنيتي ځواکونو وژونکی نه دی محاکمه شوی.

افغانستان کې اوس مهال شاوخوا دوولس زره امريکايي او ناټو عسکر پراته دي او په ظاهره د دغو عسکرو دنده د افغان امنيتي ځواکونو روزنه ده، مګر ډېر وخت په مخامخ جګړو، شپنيزو عملياتو او بمباريو کې هم برخه اخلي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
yousuf
میلمه
yousuf

شیطان چې څوك له ځان سره مل کړي کوښښ کوي د خپلی ملګرتیا په مهال یې د مرګ اسباب رامنځته کړي تر څو د بیا مسلمانې او توبې مهلت يې له لاسه واخلي، ډېر به ووژني بیا به وایې شهیدان شول…
یا الله نه پوهیږم څه روان دی، الله له هلاکته مو ته په امن کړي!!!!!!!!!!!!!!

علی
میلمه
علی

زما په نظر استاد سیاف به وایی امریکای دوستانو غزا کری ده .

Noman Ahadi
میلمه

دا بی غیرته یی داسی روزلی چی کفار ددوی پہ سر خیجی لیکن دوی کرار ناست دی ہی بے غیرتو

حقپال
میلمه
حقپال

اوس تازه راپور الجزیری خپور کړل وایی چی تعداد شلو ته ورسیده هیله ده نن ټکی اسیا راپور سم کړي الجزیره داسی لیکی: قالت الحكومة الأفغانية إنها كلفت لجنة بتقصي المعلومات بشأن الغارة الأميركية التي أودت بحياة نحو عشرين جندياً من الجيش الأفغاني وإلى جرح خمسة آخرين في ولاية لوغار (جنوبي العاصمة كابل). وكانت مروحيات أميركية قد قصفت “عن طريق الخطأ” حاجزاً للتفتيش في منطقة بركي براك بولاية لوغار أمس الاثنين في واحدة من سلسلة الحوادث الأكثر دموية من نوعها في أفغانستان في السنوات الأخيرة. اوس باید پوښتنه دهغو خلکو نه وشي چي ددغو شین سترګو راتلو ډولونه وهل او ګډیدل… نور لوستل »