افغانستانخبرونه

ټیلیګراف: د برتانوي پوځیانو په وینو نیول شوي کلي د طالبانو په ولکه کې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولایت هغه کلي او ولسوالۍ چې یو وخت برتانوي او امریکايي عسکرو د خپلو سرونو په بیه د طالبانو له ولکې ازاد کړي وه، اوس یو ځل بیا د طالبانو په کنټرول کې دي او یا هم د هغوی تر تهدید لاندي دي.
د برتانیې څخه خپرېدونکې ورځپاڼې، ټیلیګراف په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، د څه لپاره چې برتانوي عسکرو په هلمند ولایت کې قربانۍ ورکولې، هغه قرباني نوره په اوبو لاهو کیږي، نور هغه سیمي چې برتانوي عسکرو د خپل وینو او سرونو په زور نیولې وې، د طالبانو په لاس کې لوېدونکي دي.
ورځپاڼه لیکي: «د هلمند په موسی کلا کې داسي څه نه څرګندیږي چې دلته دي برتانوي عسکرو خپل سرونه قرباني کړي وي، دلته چې شل برتانوي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی، اوس هم د ژوند چاري هغه سي په کي پر مخ وړل کیږي لکه کلونه مخکې چې وه، دلته هیڅ بدلون نه لیدل کیږي، ښه پریمانه تاریاک کرل کیږي او خلک د افیومو کاروبار کوي».

د چا پر خلاف چې برتانویان جنګېدلي وه، هغوی بیرته را ګرځېدونکي دي، طالبان یو ځل بیا د موسی کلا د نیولو لپاره تیاری نیسي.

تیره میاشت د شپې په تیاره کې طالبانو له شاوخوا غرو څخه د موسی کلا د پولیسو په مرکز برید وکړ او په دغه برید کې ۱۷ عسکر ووژل.

ټیلیګراف زیاتوي چې دوی یوازي د جګړو له لاري پرمختګ نه دی کړی، دوی سره په سیاسي ډګر کې هم اوس خبري کیږي او د امتیازاتو ورکولو لپاره خبري اتري ورسره کیږي.

په ټول افغانستان کې هغه سیمي چې د زرګونو برتانوي، امریکايي او د ناټو د نورو غړو هیوادونو د عسکرو د ژوند او غړو په بیه له طالبانو څخه نیول شوي، اوس یو ځل بیا د طالبانو په ولکه کې لوېدونکي دي.

ټیلیګراف وړاندې وايي، د کال ۲۰۰۷ ډسمبر کې برتانویانو، امریکایانو او افغان پوځیانو د ۴۰۰۰ عسکرو په شمول د یوې لويي جګړې په ترڅ کې د موسی کلا ولسوالۍ له طالبانو څخه نیولې وه او د برتانیې د هغه وخت لومړی وزیر، ګورډن براون دا یو لویه لاسته راوړنه بللې وه.

نوموړي زیاته کړې وه، که مونږ په موسی کلا کې کامیابه شوو، نو مونږ به د هیواد نورو سیمو ته د سولي د پرمختګ لپاره ولاړ شو.

خو اووه کاله وروسته موسی کلا د طالبانو لپاره یو ځل بیا اسانه هدف ګرځېدلی.

په هلمند کې طالبانو شمالي ولسوالۍ بغران نېولې او د کجکي او سنګین پر پوله ولاړ دي، کجکي او سنګین هغه ولسوالۍ دي چي برتانوي عسکرو یې په دفاع کې خپل غاښونه مات کړي او د ګوتو نوکان یې خوړلي.
طالبانو یوازي د هیواد د جنوب په هغو سیمو کې پرمخ نه دي روان، بلکي د هیواد په شمال کې هم ورځ په ورځ پر مخ روان دي، د کندز په ولایت کې يې دوه ولسوالۍ تر خپلي ولکې لاندي کړي او نوري هم د هغوی تر تهدید لاندي دي.

د موسی کلا یو قومي مشر حاجي میرا جان چې د بهرنیو ځواکونو شتون ته په ارمان دی، وايي: «داسې ښکاري چې موسی کلا به ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولویږي».

نوموړی زیاتوي: «د ژوند هره ورځ دلته د خوف او خطر سره ده، د دولتي چارواکو ګوتي پر ماشې وي، که څه هم دوی د خپلو کورونو او کلیو دننه ګرځي، دلته تر پنځوسو زیات طالبان نشته، خو مشکل دا دی چې افغاني ځواکونه په رښتیا نه غواړي چې له ولسوالۍ څخه دفاع وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې په دغه ولسوالۍ کې برتانوي ځواکونو له جګړو څخه نیولې تر مدني فعالیته هر څه وکړل، حتی د طالبانو په خلاف یې یوه راډیو هم جوړه کړه، چې تمامه ورځ به یې هندي سندري چلولې او په منځ کې به یې د طالبانو په خلاف پيغامونه خپرول او د موسی کلا د ځايي خلګو د زړونو د ګټلو لپاره یې خپل ټول ممکنه وسایل په کار واچول، مکتبونه یې جوړ کړل، مسجدونه یې ترمیم کړل، څاګانې یې وکیندلې او د اوبو د نظام د فعاله کولو لپاره یې هلي ځلي وکړې او له خلګو سره یې د ښه تعامل تظاهر کاوه او په تیرو ۱۴ کلونو کې افغاني ځواکونو ته روزنه ورکړه او بیا یې د دغو سیمو امنیت دوی ته پرېښود.

خو داسي ښکاري چې دوی اوس هم تیار نه دي.

دوی نه یوازي په هوايي ځواک کمزوري دي، بلکي اصلاً د دوی مورال ډیر ټیټ دی، فساد په کي ډیر دی، په نشو اخته دي، دوی ته تمویل پر وخت نه رسیږي، خواړه کم ورکول کیږي، وسلې کمي ورکول کیږي او معاش کم ورکول کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي چې په موسی کلا کې چې هر څه پيښيږي، دا به د هیواد د راتلونکي لپاره یو مثال وي او هغه غربي کورنۍ چې ددغو  سیمو د نیولو په خاطر یې خپل اولادونه قرباني کړي، د خپل زړه د تسکین لپاره هیڅ هم نه لري او طالبان به یو ځل بیا د دغو سیمو لوی قوم وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
yousuf

الله دی تل بریالي لري!
طاغوتیان به شل تنه مردار شوي وي، دغو طاغوتیانو خو هلته انسانان پریږده چې هلته یې له لویو کورني حیواناتو رانیولې تر چرګو او پشګانو یې د کیمیاوي اسلحو له تیغه تیر کړل، د وطن ساتونکې هم ورسره مل وو الله به ورسره حساب وکړي ان شاء الله!

الحاج استاذ بیانزی

دا خو لمړی ځل نه دی چه افغانان د خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی په ساتلو کی د نړی د قدرتونو دهدیری لقب تر لاسه کړی انګریزان کولی شی له پرونو روسانو پوښتنه وکړی او یا دی د خپلو نیکونو ( میکناټی او برایدن قبرونو ته ولاړ شی او د افغاانو د مړانی او شهامت پوشتنه دی تری وکړی . افغانان د دوستانو سره شه دوستی خو د دشمنانو به چاره هم پوهیږی . هغوی کږی خولی ډیری سمی کړی دی دا چه طالبان څه کو ی دا دهغو وطن او دا دهغو خلک دی افغانانو ته د یو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x