نظــر

د نيم ارګ ولسمشر

لیکوال: اسد الله رزین

لکه چې مالومه ده غلامي د کومي سیاسي مجبوري او یا د کوم بی لاس او پښو حالت نوم نه ده. بلکې  دا یو نفسیاتي کیفیت دی په کوم کې چې د بادار هر څه او هر چلند غلام ته تر خپل دود، لوی کلتور او قانون ډیر لوړ او په حقه ښکاریږي، په اړه یی د استدلال اړتیا نه محسوسه وي. او د همدغه زبون حال په ژبه نیز او کړه نیز بیان او ښوونه کې تر ټولو پولو ګام اړوي.

تر دی کچې پورې چې کله کله حر یا آزاد انسان هم ورته ایښ بیښ پا ته وي او له مهالي اندیښنو سره یی مخامخ کوي.

غلام د حیا او غیرت ټولې پردې څیرلې وي. ځان ورته پرمخ تللی، روڼ آندی، او د مهال زوی ښکاریږي.

نه پری شرمیږي ځکه نه پوهیږي چې حق کله هم د مهال په ولکه کې نه سې راتلای، پری ویاړي، له ځا نه سیوا نور هرڅوک پړه بولي او  سری سترګې ګرزي.

ورچنیز ګواښونه او ګوت نیوني ورته چورلټ ناسم او د ناپوهی بد ډولونه ښکاریږي. په همدغه ویرلي حال یی د افسوس سر ښوروي او تری د ایستو په منډو کې یی ځان ستړی او بی خوبه ښئ.

دی غواړي ورچنیز دده په ګومان شرمیدلی حال څومره چې زروسې بدل ، او لکه ورته په نښه سوی هغسې اوښتون په کې راولي، دده له تعبیره سره برابر مزیت چې ذلت ده ته یی ورسوي. اود پرمختګ په نشه کې یی لکه دی داسې نشه سې چې هرڅه ورته اپوټه وایسې. دداسي څیزونو په منلویی قا نع کړی وي چې که دی په حال کې وای، نو بیا به یی زندۍ په وارو تر هغه ښه او غوره بللای. اوتری د وتو لپاره به یی د مرګ تر بریده هم مخ ته تللای وای.

په ښکیلا کي نشه کې غرق انسان هره ګناه ثواب اوهرثواب عذاب بولي، چې دی یی کوي هغه سم وي، په ذهن کې یی له ورپه نښه سوي ښووني پرته د بلې هرې سمي ښووني اوروزني دروازه تړلي وي. سترګې یی هم لکه د نوروانسانا نو داسې کارنه کوي، دعقل هستي یی په خوسا ډ نډ کې پرته وي. د تمیزلید یی ړوند وي. په هغه نشه کې خمار وي او دورپیښ خمارپه حکم پریکړې کوي. خلک ډری پری وهي، لیونی یی بولي اوټول لاس وندونه یی تزویري ګني.

خلک نه وي ملامت ځکه چې دده یوه خبره ، یوګام اویوه کړنه هم دده له ادعایی اسنادو سره نه وي برابره. د ټیکا وکوریی په توفا نو تباه وي، دوفا همت بیخې لري هم نه . له کړنویی ښکاري چې له ګډوډي اوویراني سره په غیږ روغبړکوي، له فطرت سره په جنګ اخته وي. په ټول ژوند یی یو غیري مرئی حکم او ناروغه مصنوعیت حکم چلوي. په هکله یی هر څوک هک پک پاته وي چې دضمیر په کمي او که یی په نیستي اخته و بولي.

تسپې هم لري اوبیخې یی له ځا نه نه لري کوي، خوچې کله د بیان په کرسی کینې بیا په خپل له مخي ایښي میز دډول اوبا جې پیرې هم کوي. ده تګ په وخت کې نا ببره تربغل ګوري او دلیوني په خندا خاندي.

د چارلې چاپلین دغو په خوله کږولو، کشولو او ځان یو ډول بل ډول جوړولو هم باک نه ورځي.

دا په ښکیلا کي مردار ډنډ کې غرق او د جنون تر بریده رسیدلی غلام په ځان نه پوهیږي دواک تصور اونشه یی په مغزو کې ورپیچکاري کړې وي.

د ښکیلاک اوصلیب بدغونی او کوږ غاړی زوم د پکې پیدا سوي ولس د عظمت او وقار کچې او څرنګوالي ته نه ورګوري، ویاړلی تاریخ یی شاته غورزولی او په ویاړنو ښایسته حال یی سترګې سوځي چې د ګران هیواد د اسلامي عظمت اووقار دساتني په دره ناوي کې تر هر څه تیر دي.

له دی ټولو سپکو سپورو سره سره یی غلام ګی دیوه لړۍ تزویري ، مصنوعي او له مکره ډکو ټاکنیزو او درواغجنو ژمنو په پا یله کې دواک یو نوي ډول ته ورساؤ چې په ټاکنو پوري یی هیڅ تړاوو نه لاره. د واک دغه بڼه رښتیا هم بیخې نوې او په واک کې د چاک حیثیت لري. او د دی پیاوړي ولس په مخالفت کې د یوې وژونکې دسیسې په توګه وکا رول سو.

د صلیب زوم د میړني ولس ټولی قرباني با بیزه وبللې او د صلیبیانو په پښو کې ور ورغښت او د واک هغه بڼه یی په دی مؤمن ولس وتپله چې د واکوالي قاموس یی نه پیژني او د سیاست نړۍ ته هم نا آشنا ده.

بدنام واک کال پوره کیدو ته ګام وراخلي ، خو د لعنتې دموکراسي پیرزویني اولوریدني ، دولس حق واک د ولس په ورکه اودربدري کې کا روي لکه استراتیژیک انسان دښمن تړون یا ښکیلاکي بله تلکه، د مسلمان هیواد په سپیڅلي ارګ کې د کلیسا جوړول، د هر څه روا بللو طرز فکر، د انساني کرامت ترمال  جارولو خبیث احساس ، د مسیحیت اوعزت لوټوني د ترویج بی شمیره مرکزونه او دغوته ورته په سل ها ؤ غیر افغاني او غیر اسلامي ها ندونه.

الحمد لله ولس هم کرار نه کیناست ډیر ژر یی خپلو تیروتنو ته ورپام سو او د ټګانو او سپیره څټو خوب یی ورحرام کړ، د ځمکې مخ یی ورته سور تبخی  وګرزاؤ، چې دوی یی فکر نه کاؤ هلته یی هم ښه په وینو ولړل. او د هر لوري مرګ په ذهني کړکیچ یی اخته کړل. او دی بی بیلګي ولسي فشار یی د ډیر کمزوري یووالي کږې ستني چې د بادار د ناز او چپلاخو په مټه ورته حاصل ؤ نوري هم ورکږې او ان شاء الله د بیخې نړیدو هوایی په لګیدو ده.
د اتل ولس فشار یی د واک کور ته هم ورننوت او له هغه ځایه هم اوس د ګور خاکې راوزې. هغه اوس د واک او واکدارانو کور نه بلکې د بدنامو ملیشو، لوټ تالا اشرباڼو، د ا فسانه یی مرګ ډلو او مفتخورو مرکزونه دي. چې هره شیبه د کابل شریف ښاریان په لوټ ، مرګ اوعزت ګواښي.

یا دي ګناهکاري ډلي هلته راغلي نه بلکې را تښتیدلې دي ځکه چې په اطرافو کې نه د اوسیدو مخ لري او نه شونتیا . بلکل د مسیلمة الکذاب دمرګ باغچې ته یی پناه راوړې ده.

د ولس د مستوولولو په پایله کې هر ګړۍ نوي نوي توپاني بدلونونه سر راښکاره کوي او د ځواک اغیز یی د غلامانو په مغزو کې ور سپوروي.

د دوه سري واک سیمه ډیره په تلواره کوچنۍ کیږي. او د واک په واک کې ځواکونه یا خپله تباهي ویني او یا یی د شمله ورو او ښایسته ځوانانو د سرښندني بی سارې ولولې په احساس کې بدلون را ولي او په ډلو ډلو د هیواد د اصیلو زامنو د قرباني په لیکو کې دغلامانو او بادارانو په مخالفت کې مورچلي نیسي.

د واک په اصطلاحي اداره کې ما مورین هم د پردي پالو زوال بیخې نیژدی ویني او په یو ډول دخپل ولس خپلي غیږي ته هوسیږي.

د واک په ګدۍ پورې تړلي په ډیر بد حال کې دي ، د بادار د باور غوږ ته یی هم لاس وروړی ده .

د هیواد ، سیمې او نړۍ په سطحه بد نام وا ک وا لوته لوی ویرورپیښ ده یواځې په هوا او یوه څه په ارګ کې لا د اوسیدو شونتیا ورپا ته ده . په دی مانا چې ارګ هم ویشلی ور پاته ده.

هر یو له خپلو بی با وره ملیشو او بی باوره ساتونکو سره  د (نیم ارګ د ولسمشري) او اجرائیه ریاست په کلا بنده سیمه کې د ویرې ستونزمنې شیبې اوشپې او روځي شواخون ته په انتظار کې تیروي.

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x