
د ترکيې سويل کې چاودنې ۲۷تنه ووژل
نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د ترکيې کورنيو چارو وزارت وايي، چې د سوريې سرحدي سيمې ته څېرمه يو کلتوري مرکز کې چاودنې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل دي.
لومړني راپورونه وايي، چې چاودنه د سوريې کوباني ښار ته څېرمه د امارا په نوم يو کلتوري مرکز په تالار کې هغه مهال وشوه، چې د سوساليستي ځوانانو له خوا په دغه تالار کې د کوباني په اړه غونډه روانه وه.
ترکي چارواکو تر اوسه د چاودنې د نوعيت په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
تر اوسه د پېښې مسؤوليت چا نه دی منلی.