نظــر

چې مظلوميار ظالم شي، محور به خود كوږ وي

د روان ١٣٩١ هـ ش کال د ١٢ نيټه وه، په له كابله خپريدونكې محور ورځپاڼه کې مې يو عنوان تر سترګو شو چې د غزني د روان بحران په اړه و، عنوان راته په زړه پورې ښکاره شو چې داسې و (د غزني پاڅون؛ ولس ريښتيا وايي، كه طالب وياند) د مضون د ليكوال نوم (مظلوميار) هم په سترو تورو په ښه ډيزاين ورباندې ليكل شوى و.
د جغرافيايي مجاورت له مخې د غزني په اړه هر خبر ماته په زړه پورې و، ځكه زه د همدې ولايت او بيا د هماغې سيمې اوسيدونكى يم چې اوسنى بحران پكې روان دى، په ډېر دقت او بېړه مې د مضمون په لوستلو پيل وكړ، تر غټ عنوان لاندې يې متن داسې پيل شوى و: (د اندړو ۱۳ تنه هغه تنكي زده كوونكي،

چې د ښوونځيو د بنديدا له امله يې د ښار د وكيل محمد جان كوچي په ليسه كې په دې هيله درسونه ويل چې سبا ته به د ولس په ټپونو مرحم ږدي، خو له دې ناخبره ول، چې تر ټولو سپك او ذليل دښمن ورته په كمين كې دى او د جمعې په رخصتي خپلو كورونو ته راغلي ول، خو آيا تاسو تر خپل ناولي تيغ تېر نكړل؟ د دې ځوانانو له ډلې مو د غولې د كلي ځوانكى محمد صميم، چې د پلار يواځينى زوى و، د خپلې موركي تر مخ شهيد نكړ؟….)
ډېر حيران شوم، ځكه د غولې كلي صميم زه له ډېر نږدې پېژنم، په دې فكر كې شوم چې نوموړى څه وخت او چا شهيد كړى دى چې ليكوال د مخاطب له مخكنۍ يادونې پرته د (تاسې) كليمه ورته كاروي!  او د دا تاسې به څوك ښيي؟
د مضمون لوستلو ته مې نوره هم بېړه شوه، پر ادامه يې په دويم مخ كې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد وروستۍ اعلاميه چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د بحران په اړه يې خپره كړې وه، په سختو ټكو تر غندنې وروسته د ليكوال وجدان را ويښ شوى او داسې يې دوام وركړى و: (زه د غزني د حالاتو يو نږدې څارونكى او شاهد يم او غواړم د خپل هغه ايماني او وجداني مسوليت په اساس چې د خداى دين او ولس پر وړاندې يې لرم د طالب وياندانو  له لورې د خپرې شوې اعلامې محتوا په لاندې څو كره او واقعي پيښو رد كړم او په هكله يې قضاوت ملت ته پرېږدم).
د دويم پراګراف په لوستو پوه شوم چې د (تاسې) خطاب يې طالبانو ته و، د متن په منځ كې يې په سيمه كې د ډېرو نورو ريښتيا او درغو پېښو تر ذكر كولو وروسته له يوې بلې هيښوونكي جملې سره مخ شوم، چې ليكوال ليكلي و: (…تاسې د غولې د كلي حاجي محمد او د شير كلا حضرت شهيدان كړل او بيا مو خلك د هغوى جنازو ته پرېنښودل او حتى دا چې كورنۍ او د كور ښځو يې په خپلو حويليو كې قبرورته كينده نو تاسې هغوى له قبر او په قبر كې له لحد جوړولو څخه منعه كول، ….).
د شير كلا حضرت خو زه نه پېژنم خو د غولې حاجې محمد له نږدې پېژنم نو سمدستي په دې فكر كې شوم چې د غولې كلي صميم او حاجې محمد خو تر دا وروستيو پورې دواړه ژوندي ول، كه څه هم څو كاله مخكې له صميم سره د طالبانو كومه ستونزه رامنځته شوې وه خو وروسته بيا هغه ستونزه هم لرې شوه، صميم كوټې ته ولاړ او اوس هم همالته دى او د ياد كلي حاجي محمد هم خپله دهقاني او خپل نور كورني كارونه كوي.
خو بيا هم په شك كې وم ما ويل هسې نه اوس يې وژلې وي، نو د غولې كلي ته مې يوه ملګري ته زنګ وواهه، نوموړي وويل صميم په كوټه كې دى او حاجې محمد په خپل كلي كې كار كوي.
د ليكوال د ويښ وجدان ليكنې چې ځان د يادې سمې څارونكى او عيني شاهد ګڼي، د هيواد د تكړه طنز ليكوال، عبد النافع همت هغه طنز يې را ياد كړ چې عنوان يې دى: (د خدای پر پار زه ژوندی يم!)
همت صيب د خپل طنز پيل داسې كړى دى: (په کور کي ناست وم، د راډيو له لاري مي يوه سندره اورېده چي سندره په نيمايي کي بنده سوه، د راډيو وياند وويل: اوس ستاسي پام يوه عاجل خبر ته رااړوو. د ( …) ولايت د پوهني په رياست کي د يوې بمي چاودني له امله د پوهني رئيس ووژل سو….. دغه راز د پوهني وزارت وياند جانداد نا اګاه هم پېښه ومنله او دا کار يې يو ناځوانمردانه عمل وباله.
که رښتيا ووايم نو له ډاره مي د وجود وېښتان جګ جګ ودرېدل، ما ويل عجيبه ده زه په جګ سر ژوندی يم خو رسنۍ مي مړ بولي. په رېږدېدلو لاسو مي د نوموړي راډيو خبريال ته م زنګ وواهه:
اې وروره! درواغ هم يو حد لري، زه په جګ سر ژوندی يم او تاسي مي مړ بولئ
– په دې کي زما څه ګناه ده؟ ما چي تاسي ته زنګ وواهه، ستاسي ټيليفون بند و، ما داسي فکر وکړ چي تاسي وژل سوي ياست.
– څه شی! چاودنه چېري وه؟
– ولي نيم ساعت مخکي ستاسي په دفتر کي چاودنه و نه سوه؟
– زه خو دا څو ورځي کېږي چي رخصت يم، دفتر ته بيخي تللی نه يم.
خبريال لږ خړ سو او په ارامه يې راغبرګه کړه: ډېره بخښنه غواړم.
همت صيب په دوام ليكي، د راډيو خبريال راته وويل: ته خو په ژورناليزم نه پوهېږې، په ژورناليزم کي د خبر سرعت يو مهم اصل دی، نو ددې لپاره چي بل اژانس دغه خبر خپور نه کړي ما وار د مخه کړ او خپله راډيو مي په دې پېښه خبره کړه.
تر دې وروسته مي نوموړي راډيو ته زنګ وواهه چي د خدای پر پار زه ژوندی يم، د راډيو ايډېټر راته وويل چي موږ دا خبر له ټولو ژورناليستيکو معيارونو سره سم خپور کړی دی، د دولت مخالفينو هم ددې پېښي مسئوليت پر غاړه اخيستی دی، د پوهني وزارت هم د خپل رئيس وژنه منلې ده. کله چي ما پر خپله خبره ټينګار وکړ چي زه ژوندی يم، نو هغه وويل: موږ هيڅ وخت غلط خبر نه دی خپور کړی، يوازي موږ نه يو، ټولي رسنۍ وايي چي رئيس وژل سوی دی. ايا تا په دې دېرشو کالو کي اورېدلي چي د مړيني خبر دي درواغ سوی وي؟….
مظلوميار صيب هم د ژورناليستيكو اصولو او معيارونو په رڼا كې ژوندي كسان په مړو كې حساب كړې دي، ځكه نوموړي ځان د سيمې او اوضاع نږدې څارونكى او شاهد معرفي كړى دى او د وجدان د ويښتيا او د خپل ديني او اسلامي مسوليت په رڼا كې يې خپل مضمون چې په سلګونو املايي تېروتنې هم پكې شته، بشپړ كړى دى.
د نوموړي دغه قلمي احساس د سپين غر ويبپاڼې يوه بله طنزي ليكنه را ياده كړه، په ياده ويبپاڼه كې يو وخت چا ليكلي و چې په ننګرهار ولايت كې خياطان هم ژورناليستان شوي دي، ليكوال ليكلي و: دغه خياطان په دې وروستيو كې د رسنيو توود بازار دې ته هڅولې دي چې دوى هم ژورناليزم او خبريالي ته مخه كړي، دوى فكر كوي چې د خبر جوړول او ليكل لكه د پرتوګ ګنډل داسې دي، له همدې امله ده چې يو شمېر خياطانو خپل مسلك پرې ايښى او د ژورناليزم ډګر ته يې را دانګلي دي.
ښايي مظلوم يار صيب هم اوريدلې وي چې ليكنه د يوه كس د خپل ذهن زيږنده كلمات دي چې د كاغذ پر سپين مخ ليكل كېږي، او د ژورناليزم په كوم كتاب كې به يې دا هم لوستي وي چې سرعت هم په ژورنالېزم كې يو شرط دى، له همدې امله يې فكر كړى چې راځه دا كسان مړه وليكه څوك به يې سپينوي چې نه دې مړه، او كه سپينه يې هم كړي په سيمه كې بحران روان دى ښايي ژر مړه شي.
د نومړي د معلوماتو د منبع په اړه زه هم پوه نشوم چې ده دا خبر له كومه اوريدلى و، فيسبوك پر پاڼه چې په دې وروستيو كې د اندړو ولسوالۍ د بحران په اړه ډېر بې مسوليته كسان ګمراه كوونكي تبلغات كوي، هلته خوه هم په دې اړه څه نه و چې ورباندې استناد به يې كړى وي.
مظلوميار صيب ته به ورپه زړه كړو چې با احساسه ليكوال دومره هم ويده نه دي چې ستا د چټياتو ځواب به ونه ويلى شي، كه نوموړى په ريښتيا هم ويښ وجدان ولري لكه په ليكنه كې يې چې ادعا كړي، نور به په ټول عمر داسې دروغو ته مخه نه كړي.
خو كه بيا هم مظلوميار صيب پر دغو دروغو بسنه نه كوي او نور هم ليكي و يې دې ليكي خپل حق يې دى، ښايي دى تر دې هم دروغجن وي ښايي په ټول عمر كې يې ريښتيا خبره نه وي كړي، خو يوه ورځپاڼه څنګه داسې چټيات خپروي، چې له يوې خوا سل سلنه دروغ او له بله پلوه ښكنځل ليك ته ورته وي؟!
آيا دغه ورځپانه مدير مسول، ايډيټر او داسې نور با مسووليته كسان نه لري؟! آيا د دغې ورځپانې اصلي پاليسي څه ده؟ يواځې په افواهاتو او د بې مسووليته كسانو د چټياتو خپرول او كه خلك له ريښتينو حقايقو خبرول؟!
دغو پوښتنو ته بايد د محور ورځپاڼې چلونكې ځوابونه وايي، او له خپل وجدان سره دې دا قضاوت هم وكړي چې زموږ ټولنه نن څه ته اړتيا لري، او په داسې حساسو شيبو كې د رسنيو رسالت څه دى چې پر هيواد مو د اور او وينو توپان را الوتى دى؟

په درنښت: څار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x