
نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د ملي اردو ځواکونو پر پوستې بمونه وغورځول چې په پایله کې د ملي اردو ۱۲ تنه سرتېري ووژل شول.
امریکایانو داسې مهال د ملي اردو پوسته بمبار کړې ده چې د ګډ حکومت مشر له امریکايي قومندان څخه د جګړې په میدان کې د «مرستو» غوښتنه کړې ده.
اشرف غني پرون د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره د امریکایانو پر بمبار «خواشیني» څرګنده کړه. ولسمشر غني د امریکایانو له خوا پر ملکي افغانانو د بمباریو په تړاو تر اوسه چوپه خوله و.
دا لومړی ځل دی چې د ګډ حکومت مشر د امریکایانو له خوا د افغانانو پر وژنو غبرګون ښيي، خو په دې ویناپاڼه کې دغه برید د پخواني ولسمشر د د دريځونو پر خلاف نه دی غندل شوی. حامد کرزي تل د بهرنیانو له لورې د افغانانو د وژنو په تړاو توند دریځ نیوه.
د ګډ حکومت له تشکیل وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان، کمبل د غني حکومت د کرزي په پرتله له بهرنیانو سره ډېر «همکار» بللی و.
د ارګ له خوا خپره شوې ویناپاڼه لیکي: «جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت د بره کي برک په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې پوستې د نړیوالو ځواکونو د هوایي برید له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه».
ولسمشر په دې ویناپاڼه کې له بهرنیو ځواکونو څخه د «احتیاط» غوښتنه کړې ده.
د ارګ د ویناپاڼې په پای کې د وژل شوو پوځیانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده شوې او ټپیانو ته یې دعا کړې.
لمړی : هغه ولسمشر نه جان کیری مشر او هغه هم نیم مشر دی او تر هغی مشر دی چه ناتو او امریکایان یی ملاتړ کوی ، له ډیرو یی ساتی که یو څو ورله مړه کړی غنی به ولی څه ورته وایی . د غنی د پاره ملت ِغنی دی ، د غنی ساتنه د ملت ساتنه ده یعنی که غنی ژوندی ساتل کیدلو اولس ژوندی ساتلی شوی دی . دوهم : غنی ورته د خپل ریاست په اوله ورځ قضایی مصونت لاسلیک کړی ، یعنی اشغلګر دهر څه کولو پوره خپلواکی لری ، نو د لاسلیک کولو وروسته… نور لوستل »
داڅوالس کاله دملکی افغانانو دوژلو غچ هیچا وانخستی ترڅوبه مړوته جنت او دوستانو ته تسلیت غوښتل کیږی