پښتون لیکوال، شاعر، څېړونکی او نقاد پروفیسر ډاکټر راج ولي شاه خټک په حق ورسېد

پښتون لیکوال او څېړونکی، ډاکټر راج ولي شاه خټک وفات شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): پښتون لیکوال، شاعر، څېړونکی او نقاد پروفیسر ډاکټر راج ولي شاه خټک په حق ورسېد.

ډاکټر راج ولي شاه خټک له خپلې کورنۍ سره له سوات نه د پېښور پر لور پر لار و چې ملاکنډ سره پرې د زړه حمله راغله او ساه یې ورکړه.

ارواښاد خټک په پښتو ژبه کې ډېرې منظومې او منثورې لیکنې کړي دي. ډاکټر خټک په ۱۹۵۲م کال کې د کوزې پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ د سیمې په ډاک اسماعیل خېل نومي کلي کې زېږېدلی و. په قوم اسماعیل خېل خټک، بیا لشکرخېل او په لشکرخېلو کې عباس خېل و.

ارواښاد خټک له پېښور پوهنتون څخه دوکتورا لرله او (پوسټ ډاکټرېټ) یا له دکتورا نه ورتېرې زده کړې يې د امریکا په پنسلوانیا پوهنتون کې بشپړې کړې وې.

ډاکټر راج ولي شاه خټک په ۱۹۹۵م کال کې د پېښور پوهنتون کې د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه. په ۱۹۹۵م کال کې د پښتو اکاډمۍ رييس وټاکل شو چې تر ۲۰۰۴ یې دا دنده پر غاړه لرله. په ۲۰۰۸م کال کې د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې رييس وټاکل شو.

د ارواښاد ځینې چاپ اثار

  1. د پښتو ادبي تحريکونه
  2. زيست روزګار
  3. مناقب فقير
  4. د پښتو نوې املا، ليکلار
  5. پښتو ژبه
  6. پښتونولي
  7. د پښتنو کسبونه او هنرونه
  8. د روهي متلونو انګليسي ژباړه
  9. Walled City of Peshawar
  10. توري چې رڼا کوي
  11. د رحمان په شعر
  12. سنګزار
  13. An intangible heritage

د ارواښاد ناچاپ اثار:

  1. خوشحال بابا
  2. حمزه شينواري
  3. غني خان
  4. پښتني کلتور
  5. د نوي دور استادان شاعران
  6. د انګرېزي ليکنو ټولګه
  7. اردو مضمونونه
  8. د فکر لارې

انالله و انا الیه راجعون

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د