نظــر

زموږ راتلونکي ځای ناستي، جګړه زده کوي / آغامحمد قریشي

آغامحمد قریشي

اونۍ وړاندي مې د کندهار په عینو مینه کې شپه شوه. دې ښارګوټې کې رنګینې ودانۍ، ښکلې پارکونه او یوه ښارګوټي لپاره چې کومو اسانتیاوو او معیارونو اړتیا وي، شتون لري.  دلته تر ډيره هغه کورنۍ اوسې چې، د ژوند معیار یې له نورو څه لوړ دی. مسجد ته د تګ پر وخت کوڅه کې ماشومانو راته سلام ووایه. له لمانځه وروسته را وګرځېدم، بله کوڅه باندي راغلم، نورو ماشومانو هم راته سلام ووایه. دا هغه څه و چې، د کندهار ښار د نورو سیمو په  کوڅو کې مې له ماشومانو نه وو کتلي. د ښارونو تشو کاریکاتورونو ته ښکارونه نشو ویلای، تر څو پکې د مدنیت، ښاريتوب او فکري غښتلتیا احساس ونه شي.

په بشري ټولنه کې ځينې ستونزې د ځینو نورو هغو عوامل جوړوي، او د بشر پر وړاندي له ښکېلاک او ستونزو ډک حالات زیږوي. زموږ هیواد کې اوږدې جګړې هر څه زیانمن کړي. تر ټولو لوی زیان چې یې زموږ ولس ته اړولی هغه فکري کړکېچنوالی او فکری زیان دی. د ملتونو په منځ کې ماشومان د سبا د مشرانو په توګه منل شوي، هر وېښ ملت په خپلو ماشومانو پانګونه کوي چې، ښه ثمر ترې واخلي. ژوند یې سوکاله، هیواد ته ژمن، ملي ارزښتونو باندي پوه او د خپلو پلرونو ځواکمن ځای ناستي اوسي. وېښو ملتونو ښوونځي رغولي او خپل ماشومان یې پکې روزلي، خو زموږ په په څير ویدو ملتونو، تل د قلم څوکه ماته کړې، او د ښوونځی ور یې د خپلو بچو پر وړاندي د پردو په لمسون او خپلې ناپوهیه تړلی.

زموږ ماشومان په جګړو کې وژل کېږي، د جنسي تیریو ښکار کېږي، تښتول کېږي، شکنجه کېږي، د غربت له کبله ورته یو ګیلاس پاکې اوبه هم نه رسي. تر ټولو بده لا دا چې، لږ تر لږه د پوهنې له حقه هم بې برخي دي. په عامه او ځاني فکري اډانه کې هم ماشومانو ته درناوی نه کېږي. موږ عصريتوب کوو، د شپې له خوا ډوډۍ ناوخته خورو، دا نو هغه مهال وې چې، ماشومان ټول ویده شوي وي. ماشومان زیږوو، خو د پالنې یې یا چل نه راځې او یا خو د ماشومانو پالنه اصلاُ ارزښت راته نه لري. په دې ډول حالاتو کې بیا څنګه د ماشوم له ځوانېدو سره له هغه هیله کوو چې په ارزښتونو پوه شي، او پر خپلې کورنۍ سربیره دې هیواد او خلکو ته درناوی او خدمت وکړي؟

د اختر په درو ورځو کې یواځې کابل کې له ۱۱۶ ډېر ماشومان پلاستیکي ټوپکونو باندي ژوبل شوي. دا هغه ټوپکونه دې چې، له ګاونډي هیوادونو پاکستانه او چین څخه  یې زموږ سوداګر په پراخه پیمانه راوړي، او دولت یې هم د مخنیوي لپاره کومه ځانګړې پالیسي او تدابیر نه لري. په کوڅو کې زموږ د ماشومان په لاسونو کې د پلاستیکې ټوپکونو او مصنوعي چاودیدونکو توکو شتون د ماشومانو د روزنې او پر هغوی باندي د نه څار دلالت کوي. کورنۍ هم، د ماوشانو له دې ناوړه توکو کارولو مخنیوی نه کوي. ددې کار د اقتصادي زیان برسیره، ډير نور زیانونه لري. په دې کار سره ماشومان ژوبلېږي، د هغوی د فکر او ذهن وده له ټوپک او چاودیدونکو توکو سره یو ځای پرمختګ کوي.

د ماشومانو د پلاستیکې ټوپکونو او معنوعي چاودېدونکو توکو کارول هغوی ته په فکري لحاظه لوی زیان اړوي. په دې سره، ماشوم له همدې ځایه د ټوپک، جګړې، جګړیزې سیالۍ او دې ته ورته ناوړه کړو چل زده کوي. تمه ده چې، کورنۍ پر خپلو ماشومانو پانګونه وکړي، د هغوی د سالمې روزنې په اړه فکر وکړي، د فولاد المداد سریال پر ځای ورته د ماشومانو تعلیمي پروګرامونو وښيې. د پلاستیکې ټوپکونو او مصنوعي چاودیدونکو توکو د کارونې پر ځای دې ورته د لوبو داسي څېزونه واخلي چې پیغام ورکونکي وي. که له ماشوم سره د لوبو د څېز په توګه سپينه کوتره وي، نو به د سولي پیغام ورکونکې وي. که الوتکه وي، نو له تخنیک سره اشنا کوي. دې ته ورته هره برخه کې د ماشومانو روزنې ته پاملرنه په کار ده. دولت عمومي مسئولیت لري، خو فردي او کورنی مسئولیت په فرد او کورنۍ اړه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x