نظــر

عسکرجانه! د بمبار زور دې ولید؟

قاري حبیب 

د ملي اردو عسکر جانه !
خبر شوم چې نن سهار امریکایي الوتکو د لوګر په برکي برک کې ستاسو په پوستو بمبار وکړ، ستا دوولس تنه ملګري یي ووژل، ستا ګڼ همسنګران یي ټپیان کړل او ستاسو غبرګې پوستې یي له خاورو سره خاورې کړې .

کیدای شي د تیرې شپې د بمبار په مهال به په لومړي ځل پوهیدلی یې چې امریکایي بمبار یعني څه؟ ښایي په لومړي ځل به د الوتکو کڼوونکی غرزهار بد درلګیدلی وي، په لومړي ځل به د امریکایي بارودو بد بويي، د سپینو فاسفورسو لمبې، د فولادو پرخچې او بې رحمانه قتل عام ستا ضمیر او حواس لړزولي وي .

عسکر جانه! په دې پوه شه چې ستا په مټ او ملاتړ، ستا په ترصد او کواردیناتو، ستا په جاسوسۍ او ملګرتیا په افغان مظلوم اولس دا څوارلس کاله هم دا حال جوړ دی .

هوکې، د دې اولس ماشومان دا څوارلس کاله د همدې الوتکو تر غرزهار لاندې د ژوند ساه اخلي، د دې اولس تورسرې د همداسې وحشت له امله خپل د خيټې اولادونه زیانوي، د دې اولس ځلمکیان کټ مټ د همداسې بمبار په لمبو کې خپلې د ځوانۍ هیلې رژوي او د دې وطن ګوارا فضا دا څوارلس کاله د همدې مردارو بارودو او فاسفورسوپه ډډوزو او لمبو لړلې ده .

عسکرجانه! ته خو دې اولس ته د هغه امریکایي ټانګ له ښیښو ګورې چې یو څپک پرېړې دي او هرڅه په کې سپین او تور ښکاري، ته خو د امریکایي بیس بندیوان یې تا د دې خپل مظلوم اولس د درد او مظلومیت سپیره دنیاګۍ کله لیدلې ده .

دلته چې ستا تر څنګ ولاړو امریکایانو عزیزاباد له خاورو سره برابر کړ، دلته چې ستا په سر غوریدونکو الوتکو د دهراوت او سپین غر ناوکۍ د واده په جامو کې له ورا سره یوځای تورو خاورو ته ولیږلې، دلته چې ستا ملاتړي هوایي ځواک په بالابلوک کې یو نیم سل ماشومان په پنځو ثانیو کې په ایرو بدل کړل او دلته چې ستا په ملاتړ، ترصد او کواردیناتو مستو بهرنیانو د غازي اباد، کندز، دایچوپان، خوست، شاولیکوټ، زنګاوات او باغران د فاجعو غوندې د وینو سیلابونه روان کړل، تاته دا هر څه د جګړې معمولې پیښې بریښېدې، تا ته امریکایي بمبارونه او قتل عامونه لکه فلمي صحنې هسې ساعتیری ښکارېده، مګر اوس چې خپله د دغسې بمبار هدف شوې شاید پوهیدلی به یې چې دلته له ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې د یوه مظلوم اولس له بې دفاع خلکو سره کوم ډول وحشت روان دی .

د برکي برک له بمبار څخه متاثر شویه عسکرجانه !

د یوې شیبې لپاره خپل حواس راټول کړه، سترګې پټې کړه، ځان د افغانستان اولس فرض کړه او خپل تیر څوارلس کلن ژوند ته په هغه شېبه کې ضرب ورکړه چې د امریکایي الوتکو تر بمبار او کڼوونکي شور لاندې دې د ژوندي پاته کیدو په تمه ترپکې وهلې، د څنګ ملګري دې د فاسفورسو په لمبو کې سوځیدل د لمبو له منځه دې د هغوی سوې کریغې اوریدې خو دغو ردیدونکو بې رحمه الوتکو په وړاندې دې هیڅ نه شوای کولای او نه دې هم تر چا غږ رسېده ..

هوکې عسکرجانه! ستا اولس په همداسې وضعیت کې کلابند دی او ته د همدومره ستر وحشت او جنایت ملاتړی یې !

عسکر جانه په دې پوه شه چې الله تعالی په دنیايي لحاظ حتی کفر زغملی شي خو ظلم نشي زغملی، د افغانستان جګړه د بشریت په تاریخ کې د ظلم او جبر یوه کمساري پیښه ده، دلته درست کفر، ټولو طاغوتیانو او د نړۍ ټولو جابرو او استثمارګرو پوځونو د یوه مظلوم، بې څوکه، بې کسه او بې وسه اولس په وړاندې جګړې ته لستوڼي رابډوهلي، چې ته هم له بده مرغه د همدې کفري ظالمانه او جابرانه اشر اشرباڼی یې.

عسکرجانه! اوس چې د دې روان ظلم او وحشت حجم او ثقل درمعلوم شو، نو له الله نه وویریږه، دغه د نړیوالو ظالمانو له ملګرتیا لاس واخله، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، ظلم د قیامت د ورځې تیاره ده. نو د قیامت د ورځې رڼا پرځان مه حراموه او بله داچې د ظلم دنیاوي پاداش هم ډیر سخت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: من اعان ظالما سلطه الله علیه … څوک چې د ظالم ملاتړ وکړي الله تعالی به یې په ده باندې مسلط کړي.

د لوړ حدیث په رڼا کې زه د برکي برک بمبار د الهي قضا یو معموله پیښه بولم، له دې پیښې عبرت واخله، د الله دربار ته توبه ګار شه، مخکې له دې چې د ظالمانه اشغال د ملګرتیا په جرم د همدې ظالمانو د وحشت او بربریت ښکار شې چې بیا به دې د اخرت غوندې دنیا هم تباه او برباد وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت اللہ صمیم

الحمدللہ چی دا گوداگیان داسی شرمینده شول زکه دا په افغان مظلوم ولس او مجاهدینو چه ظلمونه کیژی دا دی دوی گوداگیانو ده لاسه انشاءاللہ اللہ دیر شه بدله ورکو نکی ده

قاری حسیب

سبحان الله ځه هر وخت دی ته حیران وم چی الله تعالی فرمایلی کفار خپل کورونه خپل په لاس او د مومنانو په لاس ورانوی (هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ ۚ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا ۖ وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا ۖ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ ۚ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَاأُولِي الْأَبْصَارِ) د دی مبارکو آیاتونو تفسیر اوس په خپله سترګو ګورو امریکا اوس هغه فوج باندی هم کله کله بمبار کوی چی ملیاردونو ډالر یی د هغی په جوړښت مصرف کړی بدی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx