افغانستان

د ميدان وردګو د سولې شورا غړی مولوي صالح محمد ووژل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګو ولايت د سولې شورا غړی مولوي صالح محمد ووژل شو.

د ميدان وردګو مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ميدان وردګو د سولې ولايتي شورا غړی مولوي صالح محمد تېره شپه د پغمان ولسوالۍ چهلتن سيمه کې د ناڅرګندو وسله والو له لوري ووژل شو.

خبرپاڼه زياتوي، چې مولوي صالح محمد د سولې ولايتي شورا د غړيتوب تر څنګ د پغمان چهلتن سيمه کې د يو جومات امام هم و او تېره شپه د ماخستن له لمانځه وروسته کور ته پر لار و، چې د ناڅرګندو وسله والو له لوري ووژل شو.

وژل شوی مولوي صالح د ميدان وردګ د نرخ ولسوالۍ توکرک سيمې اوسېدونکی و او له تېرو پنځو کالو راهيسې د ميدان وردګ د سولې ولايتي شورا غړی و.

د مولوي صالح محمد کورنۍ د نوموړي وژنه تاييد کړې او وايي، چې جنازه يې کورته رسول شوې ده.
د مولوي صالح د وژنې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نوری

زه خو سل په سله فکر کوم چه همدغه د محقق ډلې مولوی صاحب ئی وژلی بل څوک نه دی. یوه مهمه خبره دا ده چه اوس باید د وردک او میدان خلک په دی پوه شي چه دښمني ورته پیښه شوی نو خپل باید دخپل ځان او خصوصاً خپل مخور خلکو او مشرانو څارنه دی وکړي او په بی ځایه ګرځیدا دی بندیز ولږوي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x