څنګه پوهه شم چې روژې مې قبوله شوې؟

لیکوال: خالد روښان

مؤمن سره دعمل دومره غم نوي لکه څومره چې دهغې د قبليدو او ساتلو غم ورسره وي، او که فکر وکړو عمل ډېر اسانه دی، نو د عمل قبليدو سرکې دوه شرطونه لري:

اول: عمل بايد يواځې د الله تعالی رضا لپاره، يعنې اخلاص پکې وي.

دويم: بايد د رسول الله صلی الله عليه وسلم په طريقه، يعنې مسنون وي.

کله چې دا دوه شرطونه پوره شول، د عمل پر مهال بايد سړی ښه پوره مطمئنه اوسی چې انشاءالله عمل به قبول شي، او ښه اميد به ساتي، او د قبلولو دعاء به کوي.

عمل ساتل چې تر قبليدو يوڅه ګران دي، هغه د عمل پسې د هغې اثار ځان کې ځلول، چې دېته استقامت هم وائي، سړی بايد نېک عمل باندې تل پاتې، او بديو ته ميلان ونکړي، نيکيو کې لا زياتولی او بديو څخه لرېوالی د عمل ساتنې نښې دي. او کله چې – الله دې نکی –  د ستړي کونکی او دروند عمل څخه چې په اخلاص او مسنونې طريقه ترسره شي پر غيب، حرام خوری نورو مهلکاتو – لکه په توفان چې باغ – برباد شي.

کله چې بنده همداسې اعمال کوي الله تعالی ته نژدې کيږي، تردې چې بيا څه کار کوي، الله ورسره مرسته کوي، که دعاء کوي قبلوي ئي…

نو د روژې له مياشت وروسته:

ځانته وګوره چې اعمال دې څنګه دي، آيا مخکې روان ئي که شاتګ دې وکړ، که د قبليدو اثار درکې ښکاري نو؛

د الله تعالی شکر وباسه

د استقامت سوال ترې وکړه

اظهار عجز وکړه،

صدقه ورکړه؛ ځکه دا توفيق پر سترې بخښنې هم دلالت کوي.

او که نتائج برعکس وي، بياهم مه مايوسه کيږه، رحمان، ودود او کريم ذات ته رجوع وکړه، هغه ډېر خوشحاليږي، د هغې فضل او مهرباني ډېره پراخه او بي پايانه ده، ستا عاجزې، پښيمانتيا او استغفار ورته د ډېرو بي پروا عمل کونکو خوښ دی، او سر له ننه نيکۍ شروع کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د