نظــر

د ملا محمد عمر مجاهد وروستي پیغام کې دوه د توجه وړ ټکي

لیکوال: حنیف عبدالله /

د ملا محمد عمر مجاهد سږنی اختریز پیغام په رسنیو کې تر پخوا ډیر بدرګه شو، ځینو رسنیو او حتي سیاسي جهاتو خو د خپلو تبلیغاتي منافعو په خاطر په غلطه تعبیر هم کړ خو ددې پیغام په اصلي محتوا هیڅ رسنۍ یا شخص بې پرې نقادانه کتنه ونه کړه،او نه یې دا روښانه کړه چې په دې اوږده پیغام کې ملاصاحب څه ویلي؟ کوم موضوعات یي راسپړلي ؟او ددې پیغام په رڼا کې د طالبانو د پالیسۍ اصلي خطوط او مهم نکات څرنګه روښانه کیدلای شي .

دلته غواړم د ملامحمد عمر مجاهد د وروستي پیغام څخه په اخذ څو موارد یاد کړم چې د طالبانو د متوازنې او معیاري  شرعي پالیسۍ او تګلارې څخه نمایندګي کوي .

د ملاصاحب په پیغام کې یوه د توجه وړ نقطه او په حقیقت کې هغه څه چې دغه پیغام یې د نورو معاصرو جهادي ګروپونو له پیغامونو او اعلامیو څخه  جلاکاوو، د نوموړي مسؤلانه  او سنجول شوې څرګندونې دي چې د اسلامي جامعې له یوه رهبر سره همداسې څه ښاییږي .

که موږ وګورو د سیاست او مبارزو  په جریان کې د مشرانو لخوا دوه ډوله تصامیم او مواقف نیول کیږي،ځاني وضعیت او مسؤلیت ته په پام سره او یا هم اجتماعي حالت او مسؤلیت ته په پام سره .

یو رهبر کولای شي د یوشخص په توګه یوازې دخپل سراومال د مسؤل په حیث تر ټولو سخت ، خطرناک،جذباتي او په اصطلاح ماجراجویانه  مواقف ونیسي،دغسې مواقف نیول شایدد نوموړي  لپاره په عاطفي لحاظ موجه او پام جلبوونکي وي،مګر معیاري،شرعي او مسؤلانه موقف ورته نه شو ویلای ، ځکه د نوموړي د بي ضرورته غټ بازۍ له امله چې کوم زیان پیښیږي هغه زیان یوازې د همدې رهبر شخصي زیان نه وي بلکې ټولو ماتحتو او د نوموړي تر رهبرۍ لاندې صف ته رسیږي،خپلې ټولنې ته زیان راوړل او له ضعیف حالت څخه د قوي دښمنانو پارول شرعي موقف نه شي بلل کیدای، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته فرمایل چې هیڅکله له دښمن سره د جګړې خواست مه کوئ،اما که الله تعالی درپیښه کړه بیا استقامت کوئ.

په حدیث شریف کې چې خلیفه ډال بلل شوی چې د مسلمانانو ساتنه به کوي مطلب یي دادی چې د مسلمان رهبر وظیفه د خپل ملت ساتنه،دفاع او په امن کول دي، مسلمان رهبر چې کوم مواقف نیسي نو یوازې شخصي احساساتو او خودي اجتهاد ته په کتلو یي نه شي نیولی، بلکې د شریعت په رڼا کې به د ټولنې او خپل صف مصلحت او ګټه سنجوي ،له احساساتو به ځان لارې ساتې او یوازې به د مشروع مصلحت په رڼا کې د ټولنې د خیراو فلاح ضامن موقف اختیاروي .

که د اسلام تاریخ وګورو اسلامي زعماوو همیشه د شخصي مزاج پالنې په ځای د اجتماعي مصلحت فکر درلودلی،د صحابه کرامو په دور کې حضرت براء ابن مالک رضی الله عنه یو زړور او سرتیری  مجاهد صحابي و،نوموړي سره له دې چې په جګړو کې  یي ستر استعداد او مهارت درلود تردې چې د یمامې ستره فتحه دهمده دقهرمانۍ له امله د مجاهدینو په نصیب شوه، خو بیا هم حضرت عمرفاروق رضی الله عنه دده په اړه  یو عمومي فرمان صادر کړی و اوپه جهادي صفوفو کې ټولو صحابه کرامو ته یی ویلی و چې : لاتولوا  البراء جیشا من جیوش المسلمین مخافة ان یهلک جنده باقدامه .. براء بن مالک د کوم لښکر مشر مه ټاکئ ځکه کیدای شي چې د مسلمانانو لشکر د خپل زړور اقدام له امله  له هلاکت سره مخامخ کړي.

د یمامې په ورځ چې کله د مسیلمة الکذاب لښکر د جګړې په میدان شکست وخوړ، د حدیقه الموت په نوم محکمې کلا ته ننوت ،دروازې یې په ځان پسې وتړلې او بیا براء ابن مالک رضی الله عنه په بي ساري قهرمانۍ ځان مرګ ته ورکړ او د کلا د دروازې د خلاصولو لپاره یي په یوازې سردکلامنځ ته ورټوپ وهل،څرنګه چې دغه خطرناک تصمیم د نوموړي یو شخصي تصمیم و او احتمالا یي مرګونی خطر هم یوازې ده ته متوجه و، نو هیچا ورڅخه منع نه کړ، اما دا چې له اجتماعي موقفه باید داسې خطرناک فوق العاده تصامیم ونه نیول شي او د مسلمانانو یو ټولی له دغسې خطر سره مواجه نه کړای شي حضرت عمر فاروق رضی الله عنه نوموړی  د مجاهدینو له مشرۍ څخه منع کړی و.

دا ټول څه په دې دلالت کوي چې د زعامت مسند یو ډیر حساس او مهم مسند دی او له  عادي فردي حالت سره په هر لحاظ ډیر فرق لري،دا چې مشر ته  مسؤل ویل کیږي باید چې ټول حرکات او سکنات ، خبرې او دریځ نیول یي مسؤلانه  وي.

د ملامحمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې د طالبانو تحریک یو مسلح خوځښت دی،معمولا مسلح خوځښتونه په خپلو رسمي اظهاراتو کې یوازې د وژلو،تباه کولو او دغسې نورو  موضوعاتو څخه غږیږي، اما ما چې د ملاصاحب پیغام ولوست په کې مې د یوې نورمالې،مدبرانه او مسؤلانه پالیسۍ څرکونه ولیدل،ملاصاحب ویلي چې زموږ هدف اسلامي نظام او د امریکایي اشغال دفع کول دي،خو ددې هدف لپاره یوازې په جګړه ټینګار ضرور نه بولو،زموږ لپاره جګړه هدف نه بلکې وسیله ده،که زموږ هدف په سولییزه طریقه او دخبرو له لارې لاس ته راځي موږ ترې انکار نه کوو.

شریعت او دیني منهج ته التزام  د ملاصاحب د پیغام یو بل اهم بخش و، نوموړي د خپلې پالیسۍ د ذکر شویو مواردو د استناد لپاره دیني نصوص ذکر کړي او دایي ثابته کړې چې ددوی پالیسي شخصي عندیو ته په پام سره نه بلکې د شریعت مطهره په رڼا کې ټاکل شوي ده .

د امریکا په خلاف د مسلح جهاد پیل او جاري ساتل،د مسلح جهاد تر څنګ له دښمن سره د خبرو لاره پرانیستي ساتل،د عصري علومو او نویو مشروعو پرمختګونو څخه ملاتړ، په افغانستان کې د جهادی صف د متحدساتلو ضرورت  او دغسې نور موارد هغه څه دي چې په دې پیغام کې یاد شوي او  د استناد لپاره یي شرعي دلائل هم ذکر شوي دي.

لوړه یادونه وشوه چې د دې پیغام له عمومي فحوی څخه د طالبانو  مصلحت اندیشي معلومیږي،خو دا چې په پیغام کې شرعي نصوص بیا بیا یاد شوي له دې څخه معلومیږي چې د طالبانو مصلحت اندیشي  نګه یا خالصه له انساني فکر څخه رازیږیدلې مصلحت اندیشي نه ده ،بلکې هغه مشروع او جایزه مصلحت اندیشي چې له شریعت څخه سرچینه اخلي.

مصلحت  بې له شکه په شریعت کې یو ستر باب دی،خو د اسلام له نظره مصلحت د شریعت په قید مقید دی،یعني د مسلمان لپاره مصلحت یوازې هغه څه دی چې د مسلمانانو ګټه په کي وي او له شریعت سره ټکر ونه لري.

شریعت ته بشپړ تعهد او التزام په دې وروستۍ او له فتنو ډکه زمانه کې مسلمانانو ته  دا ډاډ ورکوي چې لله الحمد لا هم داسې صفوف لرو چې شریعت تر ټولو علیا مرجع بولي، د اعلاء کلمة الله شعار یی یوازې د نورو لپاره نه دی  بلکې په خپله یي هم دا کلمه په ځان لوړه کړې اود کلمې تر سیورې لاندې د کلمې طیبې د مقتضیاتو سره سم د مسلمانانو د رهبرۍ چارې پرمخ وړي .

د اسلام په پخواني او اوسني تاریخ کې که وګوروزیاتره  اسلامي ډلې له دې امله له زوال سره مخ شوي چې د اسلام له ثابتو قوانینو څخه یي عدول کړی دی، یایي دنیوي وضعي قوانینو زړونه وړي او شرعي قوانین ورته  تر وخت تیر ښکاره شوي دي ، که د طالبانو اسلامي تحریک خپله بقاء غواړي باید شریعت ته همداسې متعهد پاته شي، او د رخصت او مصلحت  له شرعي مواردو پرته  په هیڅ برخه کې هم تنزل ونه کړي، ځکه هیڅ اسلامي ارزښت ددې وړ نه دی چې سترګې پرې پټې شي یا ترې تیریدل وشي، د اسلام هر ارزښت  محترم او معظم دی چې باید ساتنه یي وشي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وحید اغا

د داعش روزل او تربیه کول د چا په زریعه کیژی ؟

الهام

انشاءالله كه دالله ج رضاوو نور به دوستم په خپله سزا ورسیژی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x