افغانستان

ولسمشر د لوګر په پيښه خواشیني وښوده او د ترکیې چاودنه یې په کلکو ټکو وغندله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان ولسمشر اشرف غني، چې د واشنګټن پوسټ په باور د امریکايي ځواکونو په لاس د ملکي تلفاتو په اړه خاموشي غوره بولي، تیره ورځ د امریکايي ځواکونو په بمبار کې د ملي اردو د ۲۰ تنو مړو او زیات شمېر ټپيانو په اړه یوازې خواشیني څرګنده کړه او بهرنیو ځواکونو ته یې د «احتیاط» سپارښتنه وکړه.

خو بل خوا نوموړي په ترکیه کې د هغو بریدونو په «کلکه غندنه» کړې چې له امله یې د ترکیې په سرحدي ښار (سوروک) کې ۳۱ تنه مړه او شاوخوا ۱۰۰ تنه نور ټپیان شول.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپرې شوې اعلامیه کې د ترکیې د پيښې د مړو او ټپیانو شمېر لیکل شوی، په داسې حال کې چې د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د امریکایانو په بمبار کې د ملي اردو تر ۲۰ زیات منسوبین ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول، خو ارګ يې نه د مړو او نه هم د ټپیانو د شمېر یادونه وکړه، او نه یې هم دا ویلي چې د بره کي برک په کومه سیمه کې دا پيښه ر امنځته شوې.

باید وویل شي چې د واشنګټن پوسټ په وروستي راپور کې چې د اشرف غني – عبدالله او د حامد کرزي ترمنځ یې دواک پر سر د کشمکش په اړه خپور کړی، ویل شوي چې د حامد کرزي په خلاف اشرف غني کله هم د بهرنیو ځواکونو هغه بریدونه نه دي غندلي چې د ملکي تلفاتو سبب ګرځېدلي چې نږدې مثال یې د خوست ولایت هغه بمباري ده چې په کې تر ۳۰ زیات ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله ورسېده.

واشنګټن پوسټ زیاته کړې چې حامد کرزی تر اشرف غني قوي شخصیت لري، د یو ځیرک سیاستپوه په توګه يې له داسې پیښو څخه استفاده پورته کړې، او د امریکایانو په خلاف یې د افغانانو له احساساتو سره سم اواز اوچت کړی، او د هغوی کړنې یې په کلکه غندلي.

د یادونې وړ ده چې د حامد کرزی د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې نوموړي پر بهرنیو ځواکونو بندیز لګولی و چې له ملي اردو سره تر تفاهم مخکې به بمبار نه کوي، او نه به هم د افغانانو په کورونو شپني عملیات ترسره کوي، خو د ګډ حکومت د تشکیل په دوهمه ورځ له امریکایانو سره امنیتي تړون امضا او په لومړیو میاشتو کې د امریکايي رسنیو په قول بهرنیو ځواکونو ته یو ځل بیا د بمبار، شپنیو عملیاتو او بې پیلوټه الوتکو د بمباریو اجازه ورکړل شوه.

د لوګر په پيښه د ولسمشر اشرف غني سوړ او پڅ غبرګون د فیسبوک فعالان هم پارولي، کابل میشتي شناند او لیکوال نظر محمد مطمئن په دې اړه په خپل فیسبوک لیکلي: ټینګه یارانه همدې ته وايې، په لوګر کې چې ۱۰ د ملي اردو عسکر د امریکايې طیارې په واسطه ووژل شول او ۲ زخمیان شول، نه خوي يې تابوتونه چا ولیدل، نه يې پر تابوتو د افغانستان بیرغونه وتړل شول، نه يې مړې ارګ ته راوړل شول، او نه يې د ګډ حکومت مشران د پوستې لیدو ته ورغلل، شرم خو دادی چې دغه پېښه د ارګ څخه خپرې شوې اعلاميې کې غندل شوي هم نه ده، يواځی د دغسي تیروتنو څخه په راتلونکې کې د مخنیوي خبره شوې، رښتیا چې ولسمشر غني د افغانستان د سراعلی قومندان په صفت له خپلو عسکرو سره مېنه لري؟؟؟

عزیز مومند لیکي: د امریکا په تمویل او تجهیز جوړه شوې اردو ده. دوی به یې په کومو سترګو وغندي؟! امریکا (خپل) عسکر بمبار کړي، اشرف غني د دعوې حق نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x