نظــر

په ګوړې د روګدو کسانو شمېرمخ په زیاتېدو دی

په تېرو ورځو د روهي برېښناپاڼې له لارې مې د سجاد صاحب ليکنه ولوسته خورا له خونده ډکه لیکنه وه، د ده له خبرو سره ماته هم همداسې یو کړنه راته یاده شوه، غوښتل مې د سرحدونو قومونو او قبایلوچارو په وزارت باندې یو څېړنیز راپور وليکم چې په تېرو کلونو کې څه لاسته راوړنې لري او په اینده کې څه پلانونه لري، وزارت ته ولاړم غوښتل مې له ویاند او یا هم د نشراتو له رئیس سره وغږېږم، د ویاند پوښتنه مې وکوله د رڼا نورستانۍ په نامه باندې کومه جلۍ په دې دنده باندې ګمارل شوې ده، ورغلم د خونې دروازه یې بنده وه، ما غوښتل ورته تم شم خو چا راته وویل چې کله وزير وي نو هغه راځي او کله چې نه وي نو نه راځي، له دې نه مې تمه وشلېده ولاړم د نشراتو رئیس ته،

هغه هم یو ښځه هغې ویل چې زه به سباته تصمیم ونیسم او بیا به له تاسره خبرې وکړم، زه چې له ډېرې مودې راهسې په دې راپور پسې ګرځېدم نو نه مې غوښتل چې راتلل مې هسې عبس لاړ شي نو لاړم رئیس د دفتر ته هلته د هغه پیاده راته ویل چې سکرتره یې ورسره ده، که چېرې ته یو شل دقيقې وروسته راشې نو له سکرترې سره به وغږېږې، او هغه به اجازه درته واخلي د ژونالېستانو خو همداسې ورځ وي هلته ورته انتظار شوم بلااخره دور واز شو یو چاغه ښځه ترېنه راووته، پیاده یې راته وویل چې دايې سکرتره ده ورشه ستونزه به دې حل کړي، هغې ویل چې اوسه د رئیس ويده ده  کولی شې سباته راشې، نو د دې رمز د معلومولو لپاره مې له سکرترې سره قيصه شروع کړه، هغې وروسته له ډېره خبرو نه وویل چې کله له کار ستړی شي نو د دمې لپاره په دفتر کې ویدېږي… د سجاد خبره دیګه خودت مفهمېد.

دلته په دې وزارت کې یو کاروکونکی هم زما نژدې دوست ده زه چې ډېر ستړی وم د هغه دفتر ته لاړم، هغه چې د نوم له اخیستلو څخه یې تېرېږم زما له قيصې وروسته راته وویل چې زه به د وزارت د کارونو په هکله مالومات درکړم هغه ویل چې، هغه داسې چې له وزیر نه نيولې د دروازې تر پوليسانو پورې ټول د ګوړې په خوراک روږدي شوي دي، چې تا یې خپله د رئیس حالت ليدلی ده هغه  د يوه جنرال له ښځې سره اړیکه نيولې او ځانته یې سکرتره مقرره کړې ده، وزیر د بارکزي په کوړه ځانته ساتلې او کله ناکله یې له چایو سره خوري، او داسې نور هم شته چې کوم بل وخت به یې شرحه راولم.

په دې وزارت کې جندر ډېر ښه مراعت شوی وو ځکه امر نر وو او سکرترې ښځې وې تر څو د دفتر له کارونو ورسره ويده شي.

په هر صورت زه د يوه ژونالېست په توګه وزیر او د ده د فتر رئیس ته وایم چې بختور یې په بل وینې کمبخت په ځان له نړۍ ته نه ګورئ په نزدې وخت کې د کبير رنجبر کيسه خو به مو له یاده نه وي وتلي، د ګوړې له خوراک نه پرهېز وکړئ، که نه نو ژر ده چې د شکرې په ناروغۍ به اخته شئ.

بهیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x