افغانستان

د کونړ والي د ولسمشر له اجازې پرته دوبۍ ته تللی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د کونړ والي «حاجي وحیدالله کلیمزی» تېره ورځ د ولسمشر له اجازې پرته د متحده عربي اماراتو «دوبۍ» ښار ته تللی.

نن ټکی اسیا له یوې باوري سرچینې څخه راپور ترلاسه کړی چې ښاغلي کلیمزي په دوبۍ کې د استوګنې جواز (اقامه) اخیستې او اوس یې د اقامې وخت پوره شوی و. نوموړي د اقامې د نوي کولو لپاره له ولسمشر څخه دوبۍ ته د تګ اجازه غوښتې وه خو هغه اجازه نه وه ورکړې.

سرچینه زیاتوي چې بالاخره ښاغلی کلیمزی د ولسمشر له اجازې پرته تېره ورځ په پټه د کابل هوايي ډګر څخه د دوبۍ پر لور روان شو.

ګډحکومت او د کونړ ولایت مقام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي چې د افغان حکومت ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي او دیپلوماتان د خپلې باربسترې په تیارولو بوخت دي ترڅو د اړتیا په صورت کې کوم بهرني هیواد ته ځان ورسوي.

د ۲۰۱۳ په جولای میاشت کې د جرمني شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی و چې له هغو ۱۰۵ افغان دیپلوماتانو څخه چې په بهرنیو هیوادونو کې يې کاري موده پای ته رسېدلې، یوازې پنځه تنه خپل هیواد ته ستانه شوي او پاتې ۱۰۰ تنو په بهرنیو هیوادونو کې سیاسي پناه غوښتې.

هماغه مهال د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي هم بهرنیو هیوادونو ته د افغان دیپلوماتانو د تېښې موضوع تایید کړې وه او دا یې یوه «ستونزه» بللې وه.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو پوځي او سیاسي پرمختګونه په حکومتي چارواکو کې د وارخطایۍ لامل ګرځیدلي او ډیری یې اوس په دې لټه کې دي چې څرنګه د خپل راتلونکي ژوند لپاره خوندي پناه ځای پیدا کړي.

د راپورونو له مخې یوازې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په «جمیرا» سیمه کې، چې د دغه ښار تر ټولو ګران بیه سیمه ده، د افغان چارواکو بیروبار جوړ دی او هر یو کوښښ کوي چې د ځان لپاره کور وپیري. سربېره پردې، ډیری نورو افغان چارواکو بیا په لویدیځو او اروپايي هیوادونو کې مخکې له مخکې د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

د ګډحکومت د لوړپوړو چارواکو په اړه ویل کیږي چې د اوسني حکومت په دوام او بقاء باور نه لري نو ځکه خو د ګڼو چارواکو کورنۍ له هیواده بهر میشتې دي او دوی پخپله یوازې د دندې د ترسره کولو لپاره تکي تنها په افغانستان کې شپې سبا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ناصرشاه سرحدی

ستاسو دا ویب پاڼه می ډیره خوښه شوه لیکوالانو او ژورنالستانوته د لابریالیتوب په هیله.
له ملی راډیو تلویزیون څخه ناصرشاه سرحدی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x