fbpx

خرابه لوبه او غلطه پریکړه ملي لوبډله له ماتې سره مخ کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۰مه ۱۳۹۴ل): نن د غوراوی جام لومړۍ منځلوبه د هانګ کانګ او ملي لوبډلې تر منځ وه چې دغې لوبې کې ملي لوبډلې په پنځو ویکټو ماتې وخوړه.

نننۍ لوبې کې د ملي لوبډلې لوبغاړي له توپ وهنې پرته د لوبې په هرې برخې کې ډیره خرابه لوبه وکړه. خرابه توپ اچونه، ډګر ساتنه او په ځانګړی ډول د لوبې په وروستی اوور کې د لوبډل مشر تر ټولو غلطه پریکړه دغه لوبه د هانګ کانګ په بریا پای ته ورسوله.

د ملي لوبډلې لوبډل مشر اصغر ستانکزی د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د ملي لوبډلې توپ وهنه یو ځل بیا د محمد شهزاد له چټکې توپ وهنې سره پیل شوه خو دا ځل شهزاد د ملي لوبډلې لپاره له ۲۰ منډو جوړولو وروسته وسوځید خو نوروز منګل نننۍ لوبې کې د شهزاد تشه ډکه کړه.

ملي لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې د نوروز منګل غوره توپ وهنې په مرسته ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.

نننۍ لوبې کې نوروز منګل د ملي لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. نوروز منګل په ۳۶ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۳ منډې جوړې کړې.

اصغر ستانکزی دغې لوبې کې په ۳۰ توپونو ۲۹، سمیع الله شینواري په ۱۸ توپونو ۲۱ او محمد شهزاد په ۱۳ توپونو ۲۰ منډې جوړولو سره ښه وځلیدل.

دغې لوبې کې ملي لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې کوم ځانګړی ستونزه نه لرله او باید په اسانۍ سره له دغې هدف څخه دفاع کړی و خو خرابې توپ اچونې او ډګر ساتنې له امله ملي لوبډله ونتوانیدله له دغې هدف څخه دفاع وکړي.

د هانګ کانګ لوبډلې لپاره حسیب امجد تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه. حسیب امجد خپل څلورو اورونو کې ۲۸ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

هانګ کانګ ټاکل شوی هدف پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په وروستی اوور او وروستی بال د ملي لوبډلې لوبډل مشر غلطې پریکړې له امله پوره کړه. د دې لوبې له ګټلو سره هانګ کانګ د راتلوونکی شل اوریز جام او د غوراوی جام بل پړاو ته لار وموند.

د ملي لوبډلې پیاوړي توپ اچوونکي نننۍ لوبې کې د هانګ کانګ لوبډلې په وړاندې پاتې راغلل او ونتوانیدل په مهم وخت کې ویکټې ترلاسه کړي.

د ملي لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې شاپور ځدران دوه، میرویس اشرف او محمد نبي یوه یوه ویکټه واخیسته. میرویس اشرف نننۍ لوبې کې یو ځل بیا د منډو ورکولو له نظره تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. میرویس اشرف خپل څلورو اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او یوه ویکټه واخیسته.

شرف الدین دغې لوبې کې یو ځل بیا د ویکټې په اخیستو بریالی نه شو او خپل څلورو اورونو کې يي ۲۸ منډې ورکړې.

محمد نبي د ملي لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی ثابت شو نوموړی یوازې خپل وروستی اوور کې ۱۷ منډې ورکړې او خپل څلورو اورونو کې يي ۴۲ منډو ورکولو سره یوازې یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په ورستی اوور کې سلو توپ اچوونکی یعنی محمد نبي ته د توپ اچونې موقع ورکول د اصغر ستانکزی یو له غلطو پریکړو څخه وه کوم چې د کرکټ کمینټېټران هم ډیر زیات حیران کړل او د اصغر ستانکزی دغه پریکړه يي یوه غلطه پریکړه په ګوته کړه.

نننۍ لوبې کې د توپ اچونې او غلطې پریکړې سربیره ملي لوبډله د ډګر ساتنې په برخه کې هم ډیرې تیروتنې لرلې. لوبغاړو د سیالې لوبډلې دوه کیچونه له لاسه ورکړل او د توپ نیونې په برخه کې هم کمزوري ول.

د ملي لوبډلې لپاره یوازینی او تر ټولو وروستی چانس د پاپوا نیو ګیني لوبډلې خلاف لوبه ده کوم چې به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي. که چیرې ملي لوبډله د نیو ګیني لوبډلې ته ماتې ورکړي بیا هم کولی شي د راتلوونکی شل اوریز نړیوال جام ته لار پیدا کړي خو د غوراوی جام وروستی پړاو ته لار نشي موندلی.

هیره دې نه وي چې په غوراوی جام کې ګډون کوونکو لوبډلو کې یوازې د افغانستان دوه لوبې د باران له امله ترسره نه شول او له هغو لوبو څخه يي یوه یوه پواینټ ترلاسه کړ او بس.

په لومړی پړاو کې د افغانستان وروستۍ لوبه له کاناډا سره وه کوم چې په ګډون کوونکو لوبډلو کې تر ټولو کمزوری لوبډله وه او خپل ټولې لوبې يي بایللې وې او افغانستان کولی شو په اسانۍ سره کاناډا ته ماتې ورکړي او دوه پواینټه ترلاسه کړي. خو د لوبې نه ترسره کیدلو له امله نه یوازې دا چې افغانستان یو پواینټ له لاسه ورکړ بلکه رن ریټ يي هم کم شو.

افغانستان، هالینډ او سکاټلینډ ټول اته اته پواینټه لري خو د کاناډا په خلاف لوبې نه ترسره کیدو له امله د افغانستان رن ریټ کم او درییم مقام ته ښکته شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د