افغانستانخبرونه

د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۳۱ مه، ۱۳۹۴ل) : په بغلان ولايت کې د دهنه غوري ولسوالۍ ګڼي سيمي د طالبانو لخوا نيول شوې چې له امله يې د ولسوالۍ مرکز د سقوط په حال کې دی.

د بغلان ولايتي شورا غړي وايي له ۲۰ ورځو را په دېخوا د دهنه غوري ولسوالۍ مرکز ته تللي لاري د طالبانو له لوري تړل شوي دي، دوی وايي د ولسوالۍ په ودانۍ او دفاعي پوستو کې ميشتو پوليسو او د اردو عسکرو ته د اکمالاتو رسد خورا ستونزمن شوی.

طالبانو څو ورځي وړاندي په خپله ويب پاڼه خبرونه نشر کړل چې د دهنه غوري ولسوالۍ ډيري سيمي يې تر خپل کنټرول لاندي راوستلې خو دولت هغه مهال په دې اړه څه ونه ويل.

د ولايتي شورا منشي بسم الله عطاش رسنيو ته ويلي چې طالبانو د يادې ولسوالۍ ګڼ کلي له دولتي ځواکونو نيولي او د ولسوالۍ مرکز ته نژدې رسېدلي دي، نوموړی وايي که د ولسوالۍ مرکز مو له لاسه ووځي نو د ولايت مرکز پلخمري به هم د سقوط له خطر سره مخ شي.

د دهنه غوري ولسوال خانزاده مظلوم يار د عطاش خبرې تائيد کړې او زياته يې کړه چې د ولسوالۍ مامورين او پوليس په سختو مشکلاتو کي ګير دي.

طالبانو څه موده وړاندي د يادې ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د دولتي عسکرو په پوستو پراخ بريدونه وکړل او ګڼ مرکزونه او سيمي يې ترې ونيولې.

د هيواد په ګڼو ولسواليو کې له مرکزونو پرته بشپړ واک د طالبانو په لاس کې دی او دولتي ځواکونه تر مرکزونو محدود دي، په دې وروستيو کې د زياتو ولسواليو ولسوالانو دولت ته ياده کړې چې که ولسوالۍ ته يې توجه زياته نکړي ډير زر به يې له لاسه ووځي.

په نژدې ورځو کې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په فارياب ولايت کې د طالبانو د نفوذ د مخنيوي په موخه دې ولايت ته تللی، نوموړي اراده کړې چې له فارياب نه به د طالبانو لاس لنډ کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x