د نن سرلیکنه

امریکا په افغانستان کې د بل پوځي ایتلاف په لټه کې!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د امریکا له لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له کابل چارواکو سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې په اصطلاح له تروریزم سره د مقابلې لپاره د یوه بل پوځي ایتلاف د جوړولو خبر ورکړ.

جنرال مارتین دیمپسي په داسې حال کې په افغانستان کې د یوه بل پوځي ایتلاف جوړولو خبر ورکوي چې په اصطلاح له تروریزم سره د مبارزې په پلمه د دوی د مخکیني پوځي ایتلاف ځواکونه لا هم په افغانستان کې شتون لري او په یوه تازه فعالیت کې یې دوه ورځې وړاندې د لوګر په ولایت کې ۱۲ تنه افغان پوځیان ووژل.

که څه هم چې کابل میشتو خبري رسنیو د جنرال مارتین دیمپسي او اشرف غني ترمنځ د وروستۍ ناستې او کابل ته د نوموړی جنرال د ناڅاپي سفر ټول جزئیات نه دي څرګند کړي خو امریکايي مطبوعاتو دا خبر څرګنده کړې چې واشنګټن غواړي په افغانستان کې له په اصطلاح ترهګري (په خاص ډول داعش) سره د مقابل لپاره دلته بل پوځي ایتلاف تشکیل کړي.

امریکا تیرکال په عراق کې له داعش سره د مقابلې په پلمه د یوشمیر اسلامي هيوادونو په شمول پوځي ایتلاف تشکیل کړ او په عراق او سوریه کې یې د داعش د ځپلو په پلمه د دغو هیوادونو هوايي حریم اشغال کړ.

اوس چې د هماغه ایتلاف له جوړیدو څه کم یوکال تیریږي د دې په ځای چې داعش په عراق کې له منځه یوسي خپله همدا امریکایان په افغانستان کې د هغوی د ځواکمن کیدو او مسلط کیدو ډنډورې غږوي او غواړی دلته هم د هغوی د ځپلو په پلمه بل پوځي ایتلاف جوړ کړي او ۱۴ کاله نور تر همدې پلمې لاندې افغانستان اشغال او د افغان ولس وژلوته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د نوی امریکايي جنګي ایتلاف خبرونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې د هغوی بوزیات شمیر ځواکونه د امنیتي تړون د موافقې پر اساس باید د راتلونکو لسو کلونو لپاره په افغانستان کې شتون ولري ، که خبره په ریښتیاهم له په اصطلاح تروریزم سره د مقابلې وي نو د هغو امریکايي ځواکونو چې د دوی د امنیتي تړون په اساس په افغانستان کې پاتي کیږي اصلي مکلفیت او دنده څه ده؟

امریکایان غواړي د همدې ډول ناموجهو پلمو له لارې په افغانستان او د هغه په ګاونډ کې د خپلو استراتیژیکو اهدافو او مصالحو د تحقق لپاره خپل پوځي او استخباراتي موجودیت ته زمینه سازي وکړي.

په افغانستان کې د هغوی د ۱۴ کلن پوځي شتون (اشغال) ناوړه پایلې هم خپله افغانانو او هم ټولو نړیوالو ولیدلې چې په افغانستان سر بیره یې د هغه ګاونډ او ټوله سیمه له بي ثباتي او نا امني سره مخ کړه.

اوس که نور هم تر هرې پلمې لاندې دلته د هغوی شتون ته مبررات لټول کیږي پایله به یې د لوګر د وروستۍ پیښې په څیر د افغانانو وژل او تباه کول وي او د دې بشري جنایاتو په ارتکاب کې به ټول هغه کسان ورسره شریک وي چې د د دوی د نامشروع شتون لپاره زمینه سازي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x