افغانستان

فارياب کې چاودنې درنه مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): شېبه مخکې د فارياب ولايت المار ولسوالۍ کې چاودنې لږ تر لږه لس تنه ووژل او لسګونو نور يې ټپيان کړل.

راپورونه وايي، چې چاودنه نن له غرمې وړاندې پاوکم دوولس بجې د المار ولسوالۍ بازار کې وشوه.

د المار ولسوالۍ امنيتي مسؤولين وايي، چې چاودنه د سرتيري بريد په واسطه شوې، چې له امله يې تر اوسه لس تنه وژل شوي او شاوخوا پنځه څلوېښت تنه ټپيان دي.

د المار ولسوال محمد صالح صالح وايي، چې چاودنه د نظامي مسؤولينو په منځ کې شوې، مګر د پېښې قربانيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د چاودنې دقيق هدف تر اوسه نه دی معلوم شوی.

د چاودنې مسؤولسيت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x