افغانستان

دوهم تعقيب: د فارياب چاودنه کې شل تنه وژل شوي او دېرش ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د فارياب ولايت المار ولسوالۍ کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ولسي جرګه کې د فارياب ولايت د خلکو استازی نقيب الله فايق وايي، چې په نننۍ چاودنه کې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي او دېرش نور ټپيان دي.

د المار ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي، چې چاودنه د سرتيري بريد په واسطه شوې او د بريد قربانيان نظامي چارواکي او ولسي وګړي دي.

د ځايي چارواکو په وينا، د فارياب ولايت روغتون د ټپيانو د درملنې لپاره اړين وسايل او بستر نه لري او له همدې امله د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

فارياب يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې د طالبانو فعاليتونه او بريدونه په کې ډېر زيات دي او ګڼې سيمې يې هم د طالبانو په لاس کې دي.

د ګډ حکومت د مشر اشرف غني لومړی مرستيال او پخوانی جنسالار جنرال دوستم د طالبانو د ځپلو په نوم فارياب ته رسېدلی دی.

ځايي خلک وايي، چې د دوستم شخصي ملېشو د فارياب د پښتنو او نورو ولسي خلکو پر کورونو بريدونه پيل کړي، د هغوی مالونه لوټي او ناموسونو ته يې سپکاوی کوي او هېڅوک يې د لاسنيوي نه شته.

جنرال دوستم که څه هم په ظاهره وايي، چې د شخصي ملېشو دجوړېدو مخالف دی، مګر د ده شخصي وسله وال «ګلم جم» فارياب کې له څو ورځو راهيسې لګيا دي د ولسي خلکو پر ضد يې سخت تاوتریخوالی پيل کړی دی او وايي، چې تر هغو به له فاريابه راونه ګرځي، تر څو يې چې طالبان له فارياب نه وی شړلي دي.

د پېښو څارونکي وايي، دا به وروسته څرګنده شي، چې دوستم به په دې وتوانيږي، چې فارياب له طالبانو ونیسي کنه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x