نړۍ

د اسرائیلو نوی قانون فلسطیني ډبري ویشتونکي په ۲۰ کاله بند محکوموي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): اسرائیلي پارلمان نوي قانون تصویب کړي چي له مخي به یی ټول هغه فلسطیني ځوانان چي داسرائیلي فوځیانو دمخامخ ډزو جواب په ډبرو ورکوي، ترهګر بولي او هرهغه ځوان چي اسرائیلي شوبلو، فوځي وسائطو اویا هم لاره تلونکو عسکرو ته د زیان رسولو په اراده ډبري ور غورځوي ترهګر بولي او تر شلو کلونو پوری به ورته دبند سزا ورکوي.

دغه قانون تیره ورځ د اسرائیلي پارلمان له لوري د ۱۷ منفي رایو په مقابل کي د ۶۹ مثبتو رایو په اکثریت سره تصویب شو او د اسرائیلو د عدليی وزارت د دي قانون په تصویب سره لاره وموندله چي فلسطیني ډبرو ویشتونکو ځوانانو ته سخته سزا ورکړي.

د اسرائیلو د کورنیو چارو د وزارت له لوره په یوه خپره شوي بیانیه کي ویل شوي چي نوریی د فلسطیني ډبرو ویشتونکي ځلمیانو په وړاندي زغم او صبر له لاسه ورکړي هر هغه ځوان چي د اسرائیلي فوځیانو لوري ته دزیان رسولو په نیت ډبره غورځوي په شل کاله بند به محکوم کیږي او همدارنګه که څوک ونیول شو چي داسرائیلو فوځی موټرو په لوري یی ډبري غورځولي او اسرائیلي عسکرو ته یی د بدني زیان اړولو اراده نه درلوده هغه کس به په ۱۰ کاله بند باندي محکوم کیږي.

له بله لوري د فلسطیني بندیانو دحقوقو لپاره مبارزه کونکي ډلي مشر قدورا فارس وایی چي د اسرائیلي حکومت له لوري دفلسطیني ډبري ویشتونکو ځوانانو په خلاف نوي قانون پرتعصب او بد بیني باندي مبني دي، نوموړي وایی دارنګه پریکړي او قوانین په سیمه کي نورو بدبینیو او دښمنیو ته لاره هواره وي.

دفلسطیني بندیانو دکلب په نامه سره دغه اداره وایی ددومره وړوکي جرم په مقابل کي دومره ستره سزا ډیره بی انصافي ده چي هیڅ انساني عقلی یی نشی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x