تازه خبر، نوې کابينه (طنز)
تازه خبر!
د فرانسې د بورګېس په ښار کې د ملي جبهې د غړو او د لويديځو هېوادونو د مشرانو تر منځ په ګډه غونډه کې د افغانستان د نظام په اړه پرېکړه وشوه او د بېړنۍ کابينې نوملړ اعلان شو. ويل کيږي چې دا تغيرات به ډېر زر عملي شي.
1. قيوم کرزی د خانداني ولشمرۍ او شاهي نظام د پايداره کېدو باني ولمشر
2. ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د تجزيه کولو د چارو لومړی وزير
3. محمد محقق د مړو د نڅا په چارو کې لومړی مرستيال
جنرال دوستم د پوچ مغزيو او چور په چارو کې دوهم مرستيال
4. ډاکټر سپنتا د افغانستان په چارو کې د امريکا خودمختار وزير
5. کريم خليلي په سر کې د ميخونو ټکوهلو لوی وزير
6. ګل آغا شېرزی د همجنسبازی په چارو کې لوی وزير
7. محمد يونس قانوني د کورنيو جګړو په چارو کې ستر سلاکار
8. الحاج محمد اسماعيل د فساد، بې کفايتۍ او اختطاف د چارو وزير
9. ډاکټر سيد مخدوم رهين د افغانستان په چارو کې د ايران مختار وزير
10. جنرال خدايداد په کابينه کې د ترکي د روح استازی
11. حضرت صبغت الله مجددي د خوبونو د تعبير او لقبونو د چارو وزير
12. محمد حنيف اتمر په کابينه کې د کارمل د روح استازی
13. بسم الله محمدي د تاجکيزم او شماليزم د رشد وزير
14. فاروق وردګ د فغانستان په چارو کې د پاکستان وزير
15. انوارالحق احدي د کچاليو او بادرنګو د واردولو د چارو وزير
16. محمود کرزی د نشه يي توکو د بانک لوی رييس
17. رحيم وردګ د افغانستان په چارو کې د پاکستان د توپونو ويشتلو وزير
18. امرالله صالح د افغانستان په چارو کې د روسېې د ملي امنيت لوی رييس
19. احمدضيا مسعود د افغانستان په چارو کې د فرانسې وزير
20. عبدالرب رسول سياف د جهاد له نوم او ږېرې نه د کار اخستلو او چاپلوسۍ چارو وزير
21. فضل احمد معنوي په شپه کې د رايو د صندوقونو د ډکولو د کميسيون رييس
22. عزيزالله لودين د فساد د ترويج د کميسيون مشر
23. صلاح الدين رباني د سولې په مخ کې د خنډونو جوړولو او ډالرو تر لاسه کولو د کميسيون مشر
24. وحيدالله شهراني د افغانستان د کانونو او زېرمو د مفت ليلام وزير
25. فاطمه ګيلاني د ځوانانو او پېغلو تر منځ د اړيکو د ترويج وزيره
26. عمر زاخېلوال د پیسو وېشلو او حساب نه کولو د چارو وزير
27. جماهير انوري د کډوالو د بېرته شړلو چارو وزير
28. عطا محمد نور د جهاد بدنامولو او تعصب د چارو والي
29. توريالي ويسا د درواغو او ښکنځلو د چارو والي
30. حليم فدايي د غلا، لوټمار او بې کفايتۍ د چارو والي
لمر پښتون