افغانستانخبرونه

طالبانو یو ځل بیا له سیاسي دفتر پرته نور ادرسونه رد کړي دي

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر تېره مۍ میاشت د ناروې په اسلو کې په یوه نړیوال کانفرانس کې ګډون وکړ. دا لومړی ځل و چې طالبان له سقوط وروسته په دغه کچه یوې نړیوالې ناستې کې ګډون کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۴ل): طالبانو پر خپلې رسمي «الامارة» وېب پاڼې د خپل مشر، ملا محمد عمر مجاهد پر اختریز پيغام د اوونیزې تبصرې په ترڅ کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په قطر کې يې سیاسي دفتر د خبرو اترو لپاره یوازنی باوري ادرس دی.

په دې تبصره کې پر وسله والې مبارزې د ملا محمد عمر ټینګار ستایل شوی چې وايي: «د همغې فتوا په اساس لکه څنګه چې د یرغل په ابتدا کې موږ جهادي فریضه په ځای کوله نن هم په همغه ډول جهاد فرض عین دی ځکه زموږ اسلامي هېواد افغانستان اشغال دی او یرغلګر یې په مځکه او هوا مسلط دي».

د «الامارة» په دې اوونیزه تبصره کې پر مسلحانه مبارزې سربېره خبرې اترې او دیپلوماتیکې هڅې هم له شرعې سره سمې بلل شوې دي. دا تبصره هم د ملا محمد عمر د اختریز پيغام هغې برخې ته اشاره کوي چې له بېلابېلو هېوادونو او افغانو شخصیتونو سره طالبانو په دې وروستیو کې ځینې تماسونه نیولي وو: «نو بناً موږ سیاسي فعالیتونه او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او خپلو افغانانو سره تماسونه او لیده کاته د دې لپاره کوو چې د هېواد اشغال پای ته ورسي او یو خپلواک او اسلامي نظام مو په هېواد کې حاکم شي او دا زموږ شرعي حق دی چې له ټولو مشروعو لارو استفاده وکړو».

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر تېره مۍ میاشت د ناروې په اسلو کې په یوه نړیوال کانفرانس کې ګډون وکړ. دا لومړی ځل و چې طالبان له سقوط وروسته په دغه کچه یوې نړیوالې ناستې کې ګډون کوي.

طالبانو په دې تبصره کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د سیاسي فعالیتونو لپاره یې د قطر سیاسي دفتر یوازنی سیاسی ادرس دی. تبصره لیکي: «… ځکه یې د سیاسي خوځښت د لا اغېزمنتوب لپاره سیاسي دفتر تاسیس کړی دی چې د نوموړي [ملا محمد عمر] د مستقیمو لارښوونو او اوامرو په رڼا کې خپلې چارې پر مخ بیايي».

تبصره زیاتوي: «د اسلامي امارت د سیاسي فعالیتونو په هکله ځیني کړۍ هڅې کوي چې زموږ کړېدلی ولس په تشویش کې واچوي او د خپلو پوچو تبیلغاتو په مټ د حقیقي سولې په وړاندې خنډونه جوړ کړي». طالبان داسې مهال دا سپيناوی کوي چې په دې وروستیو کې ځینو رسنیو راپورونه ورکړل چې طالبانو له قطر دفتر پرته نورې سیاسي هڅې هم پیل کړې دي.

په دې تبصره کې د ملا محمد عمر مجاهد دې خبرې ته چې «د سیاسي فعالیتونو لپاره مو سیاسي دفتر جوړ کړی چې د هر ډول سیاسي چارو پر مخ بېولو مسوولیت ور په غاړه دی» ته په اشارې سره وايي: «محترم زیرک مشر د پورتنۍ جملې په ذریعه له یو طرفه پر ټولو هغو پټو او ښکاره دسایسو د بطلان کرښه راکش کړې او له منځه یې وړې دي چې د تلپاتې سولې مخه نیسي او له بلې خوا یې د سولې لپاره یوازې یوه باوري او مشخصه دروازه چې سیاسي دفتر دی، پرانیستې پرېښې دي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x