افغانستانخبرونه

د ټاکنیزو اصلاحاتو ناندریز کمېسیون کار پیل کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د دوو اړخونو ترمنځ له څه باندې لسو میاشتو ناندریو وروسته هغه کمېسیون خپل کار پیل کړ چې تمه کېږي د ټاکنو روان بهیر کې به اصلاحات راولي.

ولسمشر او اجراییه رييس د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري په حضور کې په هغه هوکړه لیک کې چې ګډ حکومت یې په پایله کې تشکیل شو، ژمنه کړې وه چې د کابینې له تشکیل وروسته به ژر د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون تشکیلوي. خو ګډ حکومت ونه توانېد چې په لسو میاشتو کې بشپړه کابینه ولري.

پرون اجراییه رييس، عبدالله عبدالله د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون کار رسماً پرانیست.

څو ورځې وړاندې، شاه سلطان عاکفي د ولسمشر له خوا د دغه کمېسیون د مشر په توګه وټاکل شو. تر ده مخکې ولسمشر د ولسي جرګې غړې، شکریه بارکزۍ د دې کمېسیون مشره نومولې وه چې د اجراییه رييس له مخالفت وروسته ګوښه کړای شوه.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون موده درې میاشتې په پام کې نیول شوې ده. عاکفي ژمنه کړې چې په همدې موده کې به هڅه وکړي چې خپل کار بشپړ کړي.

اجراییه رييس هم ژمنه وکړه چې د ټاکنو د اصلاح لپاره ژمن دی او د کمېسیون کار به «ننداره ییز» نه وي.

د ټاکنو د بهیر اصلاح لا هم د ولسمشر او اجراییه رييس ترمنځ ناندریز ټکی دی. ولسمشر نه غواړي د ټاکنو کمېسیون افراد لرې شي، خو اجراییه رييس بیا د غړو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x