نظــر

په سرپل کې نجونې چا او ولې مسمومې کړې وې؟

دابیان  راته  نن دسرپل ولایت یوه تن اوسیدونکي وکړ، چې خدای تعالی شاهد نیسم او ټکي په ټکي یې ستاسومخ ته ږدم .

څو ورځې وړاندې به له رسنیو خبر شوي یاستئ چې دسرپل ولایت په مرکز کې  دری ورځې پله پسې دښوونځیو زده کوونکې نجونې مسمومې شوې ، دجوزا په دریمه دامام یحیی دلیسې ، دجوزا په څلورمه دمرکز اړوند دسرخک دلیسې  او دجوزا په پنځمه دولایت مقام ته بیخې نږدې د درحمت اباد دسیمې دمکتب نجونې مسمومې شوې  ، چې په ځینو پیښو کې ددوی ښوونکې هم مسمومې شوې وې .

  ددې پله پسې پیښو په اړه غبرګونونه خورا بیلابیل وو ، دکرزي ویاندانو یې پړه  ( دمعارف په دښمنانو) واچوله او ماشیني ژورنالیستانو یې په شرح کې وویل ، چې معمولا دا ډول القاب دکرزي حکومت دطالبانو لپاره کاروي ، طالبانو له وړاندې په یوه تفصیلي اعلامیه کې دا ډول پیښې مردودې بللې وې نو ځکه یې څه پرې اضافه نه کړل ، خودحکومت امنیتي او استخباراتي چارواکو ویل چې دې ته دورته پیښو څو عاملین یې نیولي دي ، او ددوی پلټنې ښيي چې بې له شکه دا ډول کارونه ( طالبان ) کوي .

نن مې دسرپل یو تن اوسیدونکي ولید ، چې ددې پیښې له ماهیت څخه یې ډیر ښه معلومات درلودل ، نوموړي دپیښې علت او ماهیت  داسې راپه ګوته کړل .

په سرپل کې طالبان سږ کال دپخوا په نسبت ډیر قوي شوي دي ، که پخوا دوی یوازې دصیاد په ولسوالي کې وو اوس یې سیداباد ، سوزمه قلعه ، سنګ چارک او حتی دسرپل مرکز ته هم شتون پراخ کړی دی ، دمرکز په ختیځ کې دوه  کلیدي مسکوني سیمې ( شیرم او نیمدان ) اوس دطالبانو سیمې بلل کیږي ، دښار په شاوخوا کې ښار ته بیخي نږدې کلي لکه بغاوي ، لتي ، آدرنګ ، بلغلي او نور و ته هم اوس طالبانو ځانونه رسولي دي ، څو ورځې وړاندې طالبانو دسرپل په محبس برید وکړ ، او څو بندیان یې ازاد کړل ، په دې کې شک نشته چې دسرپل په مرکز کې دطالبانو دنفوذ په پراختیا کې دخلکو همکاري دخیله ده ، خلک چې له حکومتي چارواکو زړه تورې شوي دي ، کرار کراراوس طالبانو ته ځانونه نږدي کوي  .

په سرپل کې الماني ځواکونه دي ، چې دخپلو اصولو له مخې یوازې دځان ددفاع لپاره دډزو اجازه ورکړل شوې نوځکه دطالبانو په ضد عملیات نه کوي ، امریکایان کله ناکله له باګرام څخه  په طالبانو عملیات کوي ، خو دوی هم نه شي توانیدای چې یوازې په هوایي عملیاتو دطالبانو دپرمختیا مخه ډب کړي ، دحکومت پولیس او اربکیان  چې زیاتره پخوانۍ ملیشې  دي ، دخوا اړولو خواره زوړ تاریخ لري ، ددوی ډیری داسې دي ، چې له حکومته مفت کارتوس اخلي او په طالبانو یې په نیمه بیه خرڅوي .

په داسې حال کې دادځایي چارواکو اړتیا ده ، چې دطالبانو دمحلي نفوذ دمخنیوي لپاره له پوځي لارو پرته په نورو لارو غور وکړي ، ددې لپاره چې طالبان په سیمه کې بدنام کړي ، او دخلکو زړونه ترې  په بله کړي ، حکومت له وخته په یوه دسیسه غور کاوه ، پخوا به په ځینو سیمو کې له طالبانو دخلکو دمتنفر کولو لپاره ځایي چارواکو دهلکانو ښوونځي سوزول ، خو اوس چې طالبانو دټول افغانستان غوندې په ټول سرپل کې هم دښوونځيو داحیاء کار پیل کړی ، او حتی دکوهستان غوندې دغرنۍ ولسوالۍ په لرې پرتو او خودمختاره سیمو لکه  چراس ، پوګان او کچن دره کې یې ابتدایي ښوونځي جوړ کړي او خلکو یې تعلیمي کارونه په سترګو لیدلي نو ځکه په سرپل کې دیاد هدف لپاره دښوونځیو سوزول  مؤثر نه تمامیدل ، بلکې حکومت په کې بیخي لغړېده ، نوځکه حکومت دنجونو ښوونځیو ته پام واړاوه ، او په دې اړوند یې یو داسې پروګرام طرحه کړ ، چې مصرف او مالي زیان یې لږ خو مطبوعاتي انګازه یې زوروره وي ، نو ځکه یې دنور افغانستان غوندې دښوونځیو دنجونو دمسمومولو کار پیل کړ .

داچې دسرپل په مرکز کې داجنایت ځایي حکومتي چارواکو سرته رسولی وو ، څرګند دلائل وجود لري ، لومړی دا چې ددې ښوونځیو له جملې یو یې بیخي دولایت ودانۍ ته نږدې دی ، که طالبان یوځل تردې ځایه ځان راورسوي ، نو بیا به ددوی لپاره عملیاتي او لویت داوي چې دولایت په ودانۍ راکټي برید وکړي ، ځکه دنجونو ښوونځي خو په اطرافي سیمو کې خورا ډیر دي ، بله داچې دابهیرخوا سیستماتیک او پله پسې وه ، یعني دجوزا په دریمه ، څلورمه او پنځمه ، آیا داسې حساس جنایت دومره منظم او په داسې بیغمۍ له ځایي چارواکو پرته بل څوک کولای شي .

دپیښې ترټولو تریخ او لړزوونکی اړخ دادی ، چې دځایي  حکومت امنیتي  چارواکو نه یوازې نجونې مسمومې کړې وې، بلکې په ځینو نجونو یې دبي هوښۍ په حالت کې جنسي تیری هم کړی وو، دسرپل ولایت دا اوسیدونکی وایي ، چې یو پلار چې لور یې مسمومه شوې وه او بیا یې نوموړی دپوښتنې لپاره شفاخانې ته تللی وو ، راته وویل چې شفاخانې ته  دوړلو او بستر په حالت کې په ځینو بې هوښه نجونو جنسي تیری  شوی وو ، ځکه دځینو نجونو قریبانو ددوی په کالیو ( پرتوګونو) دوینو علامې لیدلې وې ، دغه راز دنوموړي تن په وینا په خپلو سترګو یې  دنجونو هغه ژړاند پلارونه لیدلي ، چې پولیسو ته یې ویل چې ( داچې تاسو وایئ چې سم پاشي طالبانو کړې ، دایې دهغو کار ، دغه جنسي تیری چا پرې وکړ؟)

دپیښې له دې وروستي ناعلان شوي او بوږنونکي اړخ څخه معلومیږي ، چې ځایي حکومتي لنډغر دنجونو په بي هوښه کولو سره دخپلو هوسونو داشباع  لپاره دفرصتونو دمیسر کولو هڅه هم کوي ، سره له دې چې له دې جنایت څخه یې لوی هدف  دطالبانو په اړوند دخلکو بدګومانه کول دي .

 خو دسرپل ولایت ددې اوسیدونکي په ونیا داچې په دې جنایت کې دځایي حکومتي چارواکو د دخالت څرګند شواهد موجود وو ، نوځکه ځایي چارواکو له خپل دې جنایت څخه مطلوب نتائج هم نه دي ترلاسه کړي ، بلکې ځایي خلک نور هم دحکومت او بداخلاقه پولیسو په خلاف پاریدلي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x