fbpx

سي آی اې د امريکا خونړۍ جاسوسي اداره

سرچينه: الجزيرة.نټ

ژباړه: نن ټکی اسیا

د امريکا د مرکزي استخباراتو اداره «سي ای اې» د نړۍ تر ټولو قوي او مجهزه استخباراتي شبکه بلل کيږي، چې په امريکا او بهر د استخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره شپه ورځ سرګردانه ده، بشري مامورين يې له ۲۵۰زرو زيات دي او کلنۍ بودجه يې ۶۸ مليارده امريکايي ډالر اټکل شوې ده.
دغه استخباراتي شبکه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سياسي او نظامي عمليات کوي او د امريکا د ګټو د «ژغورنې» لپاره په هېڅ ګام سرپه نه کوي.
بنسټ
د مرکزي استخباراتو «سي ای اې» اداره ۱۹۴۷ز کال کې د امريکايي ولسمشر هاري ايس ټرومان په لاسليک رامنځته شوه او دې سره د پخواني ولسمشر فرانکلين روزويلټ له لوري جوړه شوې «د ستراتيژيکو خدمتونو اداره» له منځه ولاړه.
د سي ای اې په رامنځته کولو کې تر ټولو مهم رول د نظامي او فدرالي استخباراتو و.
د همدې هڅو په پايله کې د سي ای اې د مرکزي مدير څوکۍ او د ولسمشر د استخباراتي چارو د سلاکار څوکۍ هم رامنځته شوه.
ځای او دفتر
د سي ای اې مرکزي دفتر د واشنګټن په ۱۵ کيلومېټرۍ «لانګلي» سيمه کې پروت دی. دغه استخباراتي مرکز په سختو امنيتي تدابيرو کې ساتل کيږي، جاسوي کامرې او څارونکي تلويزونونه شپه ورځ د دې مرکز شاوخوا سيمې ټولې څاري.
د سي ای اې د مرکزي دفتر مساحت ۱۲۵زره مربع متره دی او ۱۹۶۶ز کال کې پرې ۴۶ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلی دی. دېوالونه يې څلور متر لوړ دي او د ديوال له پاسه بيا برقي اغزن تارونه لګېدلي، چې هېڅوک نه شي کولای له دغو دېوالونو واوړي.
سي ای د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په بېلابېلو مستعارو نومونو خپل دفترونه او فعاليتونه لري.
دندې او فعاليتونه
د سي ای اې غړي د بشري او نورو اړوندو وسايلو له لارې خپل معلومات راټولوي. همدا رنګه د سي ای اې غړي د امريکا د ملي امنيت او ترتيب لپاره هم کارونه کوي او بيا په مناسب وخت کې ځينې مناسب معلومات رسنيو ته هم لېږي.
سي ای اې داسې پټ او سري «دسيسې او نظامي»عمليات هم ترسره کوي او ټوله موخه يې د امريکا د سياسي او ملي ګټو ساتنه ده.
د سي ای اې غړي د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره له نوو او عصري ټيکنالوجۍ کار اخلي او د خپلو کارونو لپاره د تحليل او څېړونو ځانګړي مرکزونه لري.
سي ای اې د خپلو کارونو لپاره د امريکا له نورو استخباراتي او امنيتي ادارو سره په ګڼو موضوعاتو کې په ګډه کار کوي. د ساري په توګه د جاسوسۍ مخنيوي اداره، د نړيوالو جرمونو اداره، د نشه يي توکو د مخنيوي اداره او د وسلو د مخنيوي اداره.
د کار او فعاليتونو کړنلاره
سي ای اې د خپلو معلوماتو د راټولولو لپاره له ګڼو جاسوسي وسايلو کار اخلي، د ساري په توګه جاسوسي الوتکې، چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د جاسوسي الوتکو په واسطه استخباراتي معلومات راټولوي.
سي ای اې د خپلو جاسوسي الوتکو په واسطه ۱۹۶۲ز کال کې کيوبا کې د روسي توغنديو مرکز کشف کړ او سي ای اې همدا رنګه د خپلو استخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره سمندري بېړۍ هم کاروي.
د دې تر څنګ سي ای اې د خپلو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له بشري منابعو کار اخلي او په دې لړ کې د دوی رسمي مامورين د ډيپلومانو او غير ډيپلوماتانو په توګه کار کوي. د سي ای اې مامورين له دې لارې د پټو اسنادو او سري غونډو راپورونه خپل مرکزي دفتر ته لېږي.
کلنۍ بودجه
د سي ای اې کلنۍ بودجه د څو مخ پر ودې هېوادونو له کلنۍ بودجې زياته ده او د کارګرانو شمېر يې له ۲۵۰زرو زيات دی. د سي ای اې هر مامور او جاسوس هره ورځ خپل جاسوسي معلومات خپل مرکزي دفتر ته لېږي او د امريکا ولسمشر هر وخت په خپله د سي ای اې کارونه او فعاليتونه څاري.
د امريکايي رسنيو له قوله د سي ای اې کلنۍ بودجه شاوخوا ۶۸ ميليارده ډالره ده.
کړنلاره: د سي ای اې لومړی او بنسټګر «الن دلاس » و، مګر نوموړي ځينې داسې غلطۍ وکړې، چې ولسمشر ټرومان له دندې ګوښه کړ او پر ځای يې جنرال والټر سمېت وټاکه. بيا چې ايزنهاور د امريکا ولسمشر شو، نو الن دلاس يې يو ځل بيا د سي ای اې مشر وټاکه او بيا ۱۹۶۳ز کال کې جان ايف کينېډي الن دلاس له خپلې دندې ګوښه کړ او پر ځای يې جون ماکون وټاکه.
سي ای اې د خپلو فعاليتونو په تاريخ کې د نړۍ په لر و بر کې ګڼ داسې سياسي او نظامي عمليات ترسره کړي، چې له امله يې په ګڼو هېوادونو کې روان نظامونه ړنګ شوي او ګڼ سياسي او نظامي شخصيتونه هم د سي ای اې له لوري وژل شوي دي.
سي ای اې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کلتوري او معلوماتي مرکزونو له لارې خپل فعاليتونه ترسره کوي.
سي ای اې د نړۍ په لر و بر کې د هغو کتابونو د چاپ لګښت او ليکوال مالي ملاتړ مني، چې د امريکا د سياست ملاتړ کوي او تر څنګ يې د هغو ليکوالانو او ژورنالېستانو ملاتړ او شهرت ته لار برابروي، چې د امريکا د ګټو لپاره په رسنيو او تلویزوني بحثونو کې کار کوي.
د ۲۰۱۴ز کال په پای کې د امريکا مشرانو جرګې د سي ای اې د وحشي کړنو په اړه يو راپور خپور کړ، چې د سي ای اې غړي د ۲۰۰۱ز کال سپټمبر له پېښو وروسته مسلمانان د ترهګرۍ په تور نيولي او له اندازې زيات وحشي چلند يې ورسره کړی دی.
راپور زياتوي، چې سي ای اې د عامه افکارو د غولونې لپاره شپه ورځ کار پیل کړی او هڅه کوي، چې خپل وحشتونه د رسنيو له لارې پټ کړي. د امريکا ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې، چې د سي ای اې او نورو امريکايي زندانونو کې به له بنديانو سره وحشي کړنې نه تکراريږي.
بارک اوباما سي ان ان سره په خپله تازه مرکه مرکه پر سي ای اې تور لګولی، چې د مرکزي استخباراتو ادارې د خپلو کړنو له امله د امريکا ملي ګټو ته زيان اړولی دی.
وروستي راپورونه وايي، چې د سي ای اې د وحشي کړنو او نورو فعاليتونو له امله د سپينې ماڼۍ او سي ای اې تر منځ سخت اختلافات پیدا شوي دي.
سي ای اې وروسته له هغې سختو نيوکو سره مخ شوه، د يو شمېر سياسي شخصيتونو او ايپل شرکت جاسوسي يې پيل کړه.
راپورونه وايي، چې سي ای اې له زيرکو ټيليفونونو شخصي معلومات غلا کړي دي او ايپل شرکت پرې خپل غبرګون ښودلی دی.
د ايران اټومي پروګرام په هوکړه کې هم تر ټولو زيات رول د سي ای اې و. د ساري په توګه د سي ای اې مشر جون برينين د جون له مياشتې راهيسې څو ځله اسراييلو ته سفر وکړ او اسراييلي چارواکو ته يې د ايران او ۵+۱ هېوادونو تر منځ د روانو خبرو اترو په اړه ټول معلومات ورکړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د