له روژې وروسته (2)

حامد افغان

څلورمه: مومن باید له روژې وروسته هم د عباداتو لړۍ روانه ولري، څوک چې په حقه توګه له الله نه ويریږي هغه به هر وخت د الله عبادت ته دوام ورکوي، الله جل جلاله چې په قران کې د مومنانو صفتونه بیان کړي دي هغه په ځانګړيو وختونو پوري نه دي تړلي، قرانکریم وایي: قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ هُمْ فِى صَلَاتِهِمْ خٰشِعُونَ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكٰوةِ فٰعِلُونَ وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حٰفِظُونَ[سُوۡرَةُ المؤمنون]، یعني په باوري ډول مؤمنانو برى موندلى دى: هغه (کسان) چي په خپل لمانځونو کښي عاجزي غوره كوي؛ او هغه (کسان) چي له عبثو او ناکاره کړنو څخه مخ اړوونكي وي؛ او هغه (کسان) چي د زكات په کړنچاري عمل كوي؛ او هغه (کسان) چي د خپلو شرم ځايونو ساتنه كوي.

او له دې څو ایتونه وروسته وایي: وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُونَ وَالَّذِينَ هُمْ عَلٰى صَلَوٰتِهِمْ يُحَافِظُونَ [سُوۡرَةُ المؤمنون] یعني او هغه (کسان) چي د خپلو امانتونو، ژمنو او تړونونو لحاظ ساتي. او هغه (کسان) چي د خپلو لمونځونو ساتنه كوي. داراز قرانکریم بل ځای وایي: وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيٰمًا [سُوۡرَةُ الفُرقان : 64] یعني هغه كسان چي د خپل پروردګار په وړاندي په سجدو او قيام شپې تېروي؛ مومن به په دې صفاتو تل ځان ښایسته لري، تل به په لمانځه کې خشوع کوي، له بې ګټي خبرو به مخ اړوي، زکاتونه به پرې کوي.

دا ځکه چې الله جل جلاله بندګانو ته امر کړی دی چې ترمرګه به عبادت کوي، قرانکریم وایي: وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ[سُوۡرَةُ الحِجر : 99]، او تر هغه وروستي ساعت (مرګ) پوري چي د هغه راتګ يقيني دى، د خپل رب بندګي كوه.”. او قرانکریم بل ځای وایي: رَّبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبٰدَتِهِۦ ۚ [سُوۡرَةُ مَریَم : 65]. هغه د اسمانونو او ځمکي او ټولو هغو شيانو رب دى چي د اسمان او ځمکي تر منځ دي، نو ته د هغه بندګي وکړه او د همغه په بندګۍ باندي كلك اوسه.

پنځمه: مومن باید په عبادتونو مغرور نه شي، ځیني خلک چې په روژه کې عبادتونه وکړي، لکه روژه ونیسي، نفلونه او تهجدونه وکړي، خیراتونه او صدقې ورکړي او.. نو فکر کوي چې دومره زیات عبادت یې د نجات له پاره بس ده، هغه ته شیطان وسوسې پیل کړي چې همدا عبادت درته بس ده، د ښوعملونو صحيفې دي ډکي شوې نور ته اړتیا نشته، او دلته هغه مغرور او دوکه شي. قرانکریم وایي: وَلَا تَمْنُن تَسْتَكْثِرُ. [سُوۡرَةُ المدَّثِّر : 6] یعني په ډېر عمل سره په الله احسان مه کوه.

او په یوه حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: که یو سړی د الله د رضا له پاره آن له پیدایښته د سپینږیرتوب لامله مرګه پوري په مخ څکیږي نو د اخرت په ورځ (کله چې د الله لوی نعمتونه وویني) به سپک ورته ښکاره شي. عن عتبة بن عبد الله ـ رضي الله عنه ـ قال: قال رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم : ” لو أنَّ رجلاً يُجرُّ على وجهه من يوم وُلد إلى يوم يموت هرمًا في مرضاة الله ، لحقره يوم القيامة. رواه أحمد في مسنده، والبخاري في التاريخ، والطبراني في الكبير.

شپږمه: دا هم مناسب نه بریښي چې ووایو باید ټول کال د روژې په څیر عبادت وکړو، انساني نفس سروکال دومره سختي نه شي کولی او نه یې له وسه کیږي، له روژې وروسته عبادت ته دوام ورکولو نه مو مطلب دا ده چې باید عبادتونه بونه پرېنښودل شي، بلکي عبادت باید جاري ولرل شي که څه هم کم وي، کله کله باید روژه ونیول شي، کم اندازه باید د شپې عبادت وکړل شي تلاوت باید یوه اندازه جاري ولرلاي شي، دا ځکه چې په دې توګه له الله سره زړه تړلی وي او مومن له غفلته خوندي پاته وي.

دا راز که یوڅوک همداسي عبادت جاري لري نو که د کوم عارض لامله لکه ناروغي، سفر او.. عبادت ورنه پاته شي بیا هم الله د هماغه عبادت ثواب ورکوي، لکه په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: كله چې بنده ناروغ شي الله عزتمنو ملایکو ته ووایي: زما بنده ته د هغه د عمل د وخت په څیر ثواب ولیکئ ترڅو یې زه روح قبض او یا یې روغ کړم. “إذا مرض العبد قال الله للكرام الكاتبين اكتبوا لعبدي مثل الذي كان يعمل حتى اقبضه أو أعافيه”.