نظــر

د سولی او امنیت په وړاندی بنسټیز خنډونه

اضافه تر لس کاله کیږی چی ټوله غرب د ننۍ نړۍ د اخرینی جګړه ایزه قوت په استعمال او اضافه تر یو تریلیون دالرو سرمایه ګذارۍ و نه توانید  په افغانستان او حتی په کابل کی سوله او ټیکاو را منځ ته کړی ایا نړۍ دومره کمزوری ده چی د اسیا په یوه کوچنی هیواد کی چی په وچه محاط دی او هیڅ نوع امکانات هم نلری امنیت تامین کړی؟ که داسی وی نو په کوم توان شمالی کوریا ،ایران او وینزیلا ته  سترګی برګی برګی کوی؟ او د ناټو شتون به څه مفهوم ولری؟ او که دوی کله دداسی هیواد سره مخ سی چی روسیه او یا چین یی شاته ناست وی بیا به څه کوی؟ او که داسی نه وی او ناټو هم نه ماتیدونکی قوت وی اما نه غواړی په افغانستان کی سوله راسی،

نو بیا باید د امریکا ستراتیژیک هدف په سیمه کی دقیق و څیړل سی او د امکان په صورت افغانی منافع ورسره هماهنګه سی ، مشهور متل دی وای چی سیل راغی بند مه وراچوه لاره ورکړه. په دی کی شک نسته چی داسی سیاست غوره کول چی افغانی ګټی د امریکا د ګټو سره په سیمه کی هم غاړی او همګامه سی کافی ظرفیت ته اړتیا لری هغه څه چی په اوسنی اداره کی شتون نلری ، مهم عامل یی دادی چی دولت د مختلفو کړیو او مختلفو ایډیولوژیو مرکب معجون دی   مشخص او واحد نظر او عمل نلری.دا هیواد پخوا هم د جنګی جنایتکارانو لخوا د اور په لمبو کی سوځیدۍ اوس هم سوځی او که امریکایان نه وی بیا به هم سوځی ، یوازنی لاره داده چی عدالت پلی سی او مفسیدین له واکه لری کړل سی.
 هغه څه چی افغان ولس د امریکا او متحدینو څخه طمع کوله دا وه چی نور انسان وژنه او ویرانی بس سی ، ملی حاکمیت رامنځ ته سی، د بشر حقوقو ته په درنه سترګه وکتل سی او عدالت تامین سی                 خو امریکا ونه توانید د ولس غوښتنی واوری ، د هغوی د راتګ وړاندی یوه هیواد د افغانستان په چارو کی لاس وهنه کوله او یا یی تسلط درلو اما د امریکا په راتګ اوس پاکستان،ایران، هندوستان ، ازبکستان ،ترکیه او نور هم پراخی لاس وهنی کوی او حتی په افغانی حاکمیت کی کافی نفوذ لری نو بیا د ناټو او امریکا راتګ څه لپاره او کومه ګټه؟ صرف د ښځو د حقوقو او ازادۍ لپاره راغلی دی، او که بل داسی عمده عوامل موجود دی چی د افغان او ناټو د عساکرو د وینو تویدو سره سره یی د امنیت مخه ډپ کړیده.
بلی! هم امریکا او ناټو د ډیرو سترو جګړو توان لری او هم غواړی چی د افغانستان جګړه په بریالیتوب پای ته ورسیږی. داچی ولی ندی توانیدلی زما په عقیده دوه مهم داسی عوامل شتون لری چی نه پریږدی سوله تامین سی او دا هیواد د ثبات او ټیکاو لوری ته ولاړ سی.  که دا دوه فکټه په دقیقه توګه و څیړل سی شاید دهغه مسولیت هم په نتیجه کی امریکا او دهغه متحدینو ته متوجه سی.
لمړنۍ عامل: په دی خبره کی شک نسته چی ناټو غړی هیوادونه پخپل منځ کی د افغانستان په هکله هم نظریاتی اختلاف لری او هم پراکتیکی . د مثال په توګه د برتانویانو او امریکایانو ترمنځ د تیرو لسو کلنو په دوران کی ډیر داسی شواهد لیدل سوی  او اوریدل سوی دی چی ددی سترو هیوادو ترمنځ اختلاف را برسیره کوی. له یوه طرفه انګلیس داسیا جنوب د افغانستان په ګډون   د تاریخ په اوږدو کی خپل د نفوذ ساحه بولی ، ځکه یی نسی زغملای چی امریکا د تروریزم سره د جګړی په نوم خپل تسلط پر افغانستان ټینګ کړی او پاکستان ته ګواښونه هم نه خوښوی . د ناټو د پوځونو د راتګ په لمړنی کلونو کی په هلمند ولایت کی د امریکا او برتانیا استخباراتی ټکر هغه وخت رسوا سو چی امریکایانو د کرزی په وسیله دوه انګلیسی جاسوسان چی د ملل متحد د کارمندانو په نوم یی کارکاوه له افغانستان څخه د طالبانو سره د اړیکو په تور و ایستل .  ددی دوو سترو متحدو هیوادونو تر منځ اختلاف هغه وخت نور هم پراخ او بربنډ سو چی د امریکا د پرلپسی ګواښونو و پاکستان ته د برتانیا د صبر کاسه ډکه کړل  او سفیر یی په کابل کی د ځانګړی مرکی په ترڅ کی له طلوع تلویزیون سره وویل که امریکا پر پاکستان د برید ټکل وکړی انګلستان به د امریکا ترڅنګ ولاړه نه وی  که څه هم دا خبره ډیره نرمه دیپلوماتیکه یادونه بریښیده خو په معنی کی ډیر شدت د عمل پکښی نغښتی ؤ. امریکا هم پوه سول چی ځنی سره خطونه شتون لری چی باید مراعات کړل سی. همدا ډول د پاکستان دا هغه غوښتنه چی وای د امریکا دولت دی د پاکستانی عسکرو د وژلو په تړاو بخښنه وغواړی ، ډیره لوړه غوښتنه ده  داسی غوښتنه چی د امریکا ټولی غوښتنی یی تر سیوری لاندی راوستلی ، اما ایا کوچنی ،پوره وړی او پر نورو متکی هیواد دومره لویه غوښتنه په یوازی توګه کولای سی؟ زما په آند د برتانیی ملاتړ ورسره سته. که د پاکستان او برتانیی سوابق وکتل سی ددی دوو هیوادونو نه شلیدونکی اړیکی په ډاګه کیږی.خلاصه د امریکا او متحدینو  د ګټو تضاد یو عامل د امنیت د نه تامینیدو دی.
دوهم عامل : هغه کړۍ او افراد چی د بُن اول کنفرانس پر افغان ولس د برچی په زور و تپل ، له لویه سره ولس ته د منلو وړ نه وه ،د هغوی لاسونه د ولس د بچیانو په وینو سره دی ،ددوی زغم د بشری حقوقو سپکاوی دی، دوی کابل ویران کړ عامه وژنه یی تر سره کړه ، د انسانانو په سرونو کی یی میخونه ټکوهل،  په مرکزی کابل کی یی د مړو د نڅا محفلونه جوړ کړه، افغانستان څه چی کابل یی هم پر ټوټو او پارچو وویشۍ ، دولتی او شخصی شتمنۍ یی لوټ کړی ، جنسی تجاوزونه یی وکړل ،د انسانانو څخه یی د ژوند کولو په بدل کی باج اخیستۍ ،په ټولو ولایتونو کی یی یادګاری ډله ایزه قبرونه جوړ کړه  افغان ولس د هغوی عادلانه محاکمه غوښتل خو غرب د بی ۵۲ ډوله الوتکو په مټ پر ولس حاکمان مقرر کړه . په اول دریو کلونو کی ولس  داسی فکر کاوه چی دا عمل به یو اضطراری ضرورت ؤ چی د منتخب حکومت په راتلوبه د عدالت او قانون د پلی کولو لاره همواره سی او د ولس پر زخمونو د پټی ایښودلو په ډول به جنګی جنایتکاران د محاکمی میز ته راکش کړی ، غاصبان به ورک سی ،جنایتکاران او مفسدین به له واکه و شړل سی او د قانون منګولو ته به وسپارل سی طبعی خبره ده چی په هغه صورت کی به د ولس باور پر حکومت راغلی وای او په دی ډول د ولس او حکومت تر منځ واټن د منځه تللی وای. څنګه فکر کیدای سی چی ولس دی خپل د اولادونو او کورنیو قاتلان پیژنی او وینی چی امریکایانو د ناز او نعمت ژوند ورته مهیا کړیدی.پس له یوی لسیزی جمهور ریس د دروګونو قواو په ګډه غونډه کی اعتراف وکړ چی قوماندان سالاری اوس هم شتون لری، بی مسولیته توپکیان د ولس د ازار او اذیت سبب ګرځیدلی دی.  بیا څنګه طمع کیدای سی چی امنیت دی تامین سی او خلګ دی د دولت سره همکارسی. نړیوالو بشری ټولنو کله کله هغه دسته جمعی قتلونو ته اشاره کړیده چی د مزار شریف د لیلی په دښتو کی څاګان په ډک دی او یا په تخار او نورو ولایتونو کی کانتینر بسته انسانان ضربه سوی دی اما مسولین او قاتلان یی اوس هم د واک پر ګډی ناست دی ایا دا مهم او لوی عامل د ناامنی نسی ګڼل کیدای؟ تاسو ته بهتره معلومه ده چی په دی هیواد کی هرڅه په جرګو د حل لاره پیدا کولای سی خو د قتل روغه او د حل لاره قصاص دی ، همدا بی عدالتۍ د ولس خواخوږی د مخالفینو سره زیاته کړیده او په تدریج و ولسی پاڅون ته لاره همواریږی حتی دا مجرمین د ځنی همسایه هیوادو سره په پټو سترګو داسی دښمنی یا دوستی کوی چی ددوی شتون پر واک د همسایګانو سره مفاهمه او سوله ناشونی کړی ده.په حقیقت کی د ټولو فسادونو مرکزی عامل د پیژندل سوو مجرمینو نه محاکمه کول دی، د انتقالی عدالت نه پلی کول او د غاصبانو ،مفسیدینو او جنګسالارانو حمایت د ولس مخالفت را پارولی دی او د نا امنیو اصلی عامل دی .نو ځکه داسی فکر کیدای سی چی د پورتنی دوو عواملو په رفع کولو سره یعنی د ناټو هیوادونو ترمنځ مشترکه واحده ستراتیژی درلودل ،او د ولس د باور د لاسته راوړلو لپاره د جنګی جنایتکارانو محاکمه کول ، د غاصبانو او مفسیدینو له منځه وړل ،او د عدالت تامینول ،او د بشری حقوقو مراعاتول ، د سولی او امنیت یوازنۍ لنډه لاره ده.په هغه صورت کی به ولس د دولت همکار سی او پاکستان به هیڅ کله دا چانس پیدا نکړی چی د خلګو د نارضایتی څخه ګټه پورته کړی .

مُقبل کاروان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x