ټولنیزه برخه

د سیکولر لیکوالانو د دوه مخي یوه بیلګه

حامد افغان

رفیق العظم (پيدا: 1867م) د سوریي د دمشق مشهور ادیب او مسلمان مؤرخ دی، یو وخت د ښځو د ازادي پلوي مشهور مصري ادیب او لیکوال قاسم محمد امين ( 1863م – 1908م) کره ورغی، دروازه یې وروټکوله هغه راووت، له روغبړ وروسته رفیق العظم ورته وویل: دا ځل زه راغلی یم چې ستاسو له ميرمني سره ووينم او په ځيني ټولنیزو موضوعاتو بحث ورسره وکړم! . قاسم امین ورته غوسه شو او انکار یې وکړ، ده ورته وویل: عجيبه ده ته څنګه مسلمانان هغه شي ته رابولې چې خپل ځان ته یې نه خوښوې؟!! قاسم ورته وویل: زما میرمن خپل مور او پلار داسي تربیه کړې ده چې هغه زما خبره نه راسره مني، رفیق العظم ورته وویل: موږ ټول همداسي یو او په دې کې خیر دی، له سړیو سره د ښځو په ګډون او اختلاط هیڅکله ښځه مهذبه نه ګرځي، زه د دې له پاره درته راغلم چې ستا د مبارزې په خلاف دلیل درته وړاندي کړم، ستا د مبارزې ستا د کور ميرمن هم مخالفه ده.

قاسم امین په مصر او عربي نړۍ کې د ښځو د ازادي، استغراب او په عامه توګه د دیموکراسي ستر او وتلی داعي بلل کيږي، او په دې اړه د هغه کتابونو او لیکنو نړیوال شهرت موندلی و، او د ده کتابونه لکه: تحریر المرأة او المرأة الجدیده مختلفو ژبو ته ژباړل شوي وو، خو عجيبه یې دا ده چې د ده ښځه سُعدا یواځي محجبه نه بلکي نقاب به یې هم پر مخ ځړاوه.

اصلاً په اسلامي نړۍ کې لویدیځ ته ډېری خدمت کوونکي او سیکولر لیکوالان له خپلو داعیو او خپروونکو افکارو سره هیڅکله مخلص نه وو، او نه دي، ځکه د دوی کار اجرتي شکل لري، یعني دوی په قلم باندي مزدوري کوي، او دوی په خپلو قلمونو نورو ته چوپړ وهي، دا ډول منافقت له خپلو خلکو، خپل فکر او خپلو ټولنیزو ګروهو سره ظلم او تیری دی، زموږ په ټولنه کې هم سیکولر لیکوالان خلک استغراب او غربیتوب ته رابولي، د ښځو د حقوقو په پوچو دعوو مسلمانان غولوي، باید خلک دا ډول مزدور او پره دي پال لیکوالان وپیژني. د قاسم امین په اړه ما مخکي یوه لیکنه کې آن پخپلو افکارو د ده د پښیماني خبره کړې وه د هغې لیکني یوه برخه:

عجیبه خو دا ده چې قاسم امین له خپل مرګ دوه کاله مخکي (کال 1906م) کې د ښځو په اړه په خپل فکر او نظر پښېمانه شو او په دې کال کې یې د مصر د ” الطاهر ” په نوم یوې مجلې دا پښېماني او اعترافات خوندي کړي دي، قاسم امین وایي: ما خلک د ښځو د ازادي په باره کې د فرنګیانو تقلید ته رابلل، آن د حجاب څیرلو دعوت مې هم خلکو ته ورکړ او دا چې ښځه باید له سړیو سره په هر کار کې برخه واله وګرځي، خو متاسفانه ما چې د دې فکر پساتونه ولیدل زه اوس د دې دعوت په خطر او تاوان پوه شوم، هر ځای له همدې امله میرمنې د سپکو او بېلاري خلکو له لاسه زوریږي او بې عفته کیږي، الحمد لله چې زه یې د خپل فکر او نظر په سر سپک کړم او زما په مقابل کې خلک راپورته شول. [عودة الحجاب].

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حامد افغان صاحب السلام علیکم ! تر ټولو لمړی دی د روغتیا هیله لرم الله ج دی وکړی هغه ناروغی دی اوس ښه شوی وی چه تاسی به یی وخت ناوخت یادونه کوله ، دوهمه خبره دا چه له صوفیت څخه د سیاست ډګر ته راووتلی مبارکی درته وایم ، ما همداسی ګڼله چه تاسی قصدا ځان صوفی کړی که نه سیاست خزانه درسره ده ، خو ښی بدی ته دی ساتلی ده ، خدای وکړه چه ښه بده کی یی وکاروی . لیکنه دی ښکلی وه ، ستاسی تولی لیکنی شکلی دی زه یی لولم ، دا چه سیاسی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x