خبرتیاوی او پیغامونه

«جامعه قاسمیه» کې د حدیثو لويه دوره پيلېږي

جامعه قاسمیه د خپل سږني تعليمي کال په پيلېدو سره غواړي د علم مينه والو ته د حديثو لويه دوره پیل کړي.

په دې دوره کې چې د تکړه استادانو له لوري پکې بخاري شریف، ترمذي شریف، مسلم شریف، شمائل الترمذي، ابو داود شریف، طحاوي تدرسېږي، پکې لاندې خصوصيات په نظر کې نیول شوي:

د حنفي مذهب دلایلو ته ځانګړې پاملرنه کول.
د ارض الحدیق په اړه د نړۍ له نقشې درس ورکول.
په نوي طرز د حدیثو فقهیانه تشریح او مفتي به قول په ګوته کول.
په ځانګړي انداز د حدیثو محدثانه تشریح چې د سند او راوي په اړه به پکې ځانګړي معلومات ورکول کېږي.
د صحاح او سنن د مؤلفينو رح تر څنګ د نورو نامتو محدثینو رح او په ځانګړي ډول د احنافو د نامتو محدثينو رح پېژنده.
د دوره حدیث له کتابونو پرته حدیثو د نورو کتابونو پېژندنه.

په دې مدرسه کې د لیليې بشپړ انتظام د مدرسې د ادارې پر غاړه دی.

ادرس: جامعه قاسمیه، اکوړه خټک، شيوه تالاب ضلع نوښار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x