
کابل: د ولسي جرګې دوهم مرستیال ساتونکو خبریال ډبولی
نن ټکی اسیا (زمري ۱، ۱۳۹۴ل): پلازمېنه کابل کې د ولسي جرګې دوهم مرستیال ساتونکو یو خبریال ډبولی دی.
د خورشید تلویزون د سیاسي خپرونو چلوونکی امین بابک پرون مازدیګر د ولسي جرګې د دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي د ساتونکو لخوا وهل ټکول شوی دی.
امین بابک کلید رادیو ته ویلي چې د ولسي جرګې د دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي یو شمېر وسلهوالو ساتونکو نوموړی پرون ډبولی او پزه يې پرې ماته کړې ده.
د هغه په وینا نوموړی له دفتره د کور پر لوري روان و، په لاره کې د نذیر احمدزي ساتونکو لاره بنده کړې وه او کله چې نوموړي د لارې د خلاصولو لپاره د موټر هارن ووهلو نو هغوی وډبولو او سپکې کنځلې يې ورته وکړې.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره «نی» د یاد خبریال ډبول په کلکو ټکو غندلي او د لویې څارنوالۍ په شمول يې له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتي چې دغه پېښه ژر تر ژره وڅېړي.
دوی له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتي چې د خبریالانو سره ددغه ډول پېښو د مخنیوی لپاره دې یو کمېسیون ایجاد کړي.
له بل لوري د ولسي جرګې دوهم مرستیال دغه پېښه غندلې او دا یې یو شخصي جرم ګڼلی دی.
امنیتي چارواکو د ولسي جرګې د ساتونکو د ناوړه چلند د دغو دواړو پېښو په تړاو تر دم ګړی څه نه دي ویلي.
یاده دې وي تر دې وړاندې هم ګڼ خبریالان د دولتي مسوولینو له لوري ګواښل شوي، وهل شوي او ځینې خو يې په مرموز ډول وژل شوي هم دي.