
چارواکي: طالبانو په بغلان او سرپل کې ګڼې سیمې نیولې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱، ۱۳۹۴ل): د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ بایسقال سیمه چې د ۷سمت پولیسو ماموریت په کې و، طالبانو لاسونو ته پرېوتی دی.
د بغلان امنیه قومندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي ویلي چې د بایسقال سیمې څخه ملي او محلي پولیس وتلي دي او سیمه طالبانو نیولې.
هغه دا نه مني چې سیمه دې ترې طالبانو د جګړې په زور نیولي وي. «موږ بایسقال سیمه د کوم فشار پرته تخلیه کړې، وروسته وسلهوال مخالفین هلته ځای پر ځای شول».
بایسقال سیمه کې ۱۵ کلي او تر زر پورته کورونه او د مرکزي بغلان په ۱۵ کیلومترۍ کې پرته ده.
خو د بغلان ولایتي شورا غړی شمس الحق بارکزي د بایسقال سیمې څخه د دولتي عسکرو وتل طالبانو ته یو امتیاز ورکولو په مانا بولي.
هغه وايي چې طالبان کولای شي له هغه ځایه په ازادانه توګه د بغلان چشمه شیر سیمې او بغلان او سمنګان ولایتونو ته تګ راتګ وکړي.
بارکزي وویل چې « که دولت وغواړي بایسقال بېرته ونیسي، له تلفاتو ورکولو پرته به هېڅ امکان ونه لري».
دا په داسې حال کې چې دوه اونۍ وړاندې د پلخمري ښار ته څېرمه د ډنډغوري سیمه هم طالبانو ونیوله.
د ډنډغوري سیمې وروستۍ برخه د پلخمري په یو کیلومترۍ کې پرته ده او په تېرې یوې میاشت کې طالبانو په دغه سیمه ۳ ځل راکټي بریدونه کړي دي.
بل لوري طالبانو د سرپل ولایت د سوزمه قلعې ولسوالۍ هغه ۱۴ کلي بېرته نیولي چې امنیتي ځواکونو یې لس ورځې وړاندې د نیولو ادعا کوله.
د سرپل امنیه قومندان منلې چې ددغو کلیو څخه یې شاتګ کړی خو ادعا یې کړې چې لا هم ټولې حاکمې نقطې یې په لاس کې دي.