نیویارک ټایمز د عبدالهادي خالد له خولې چې یو متقاعد جنرال دی لیکلي چې افغان عسکر په دفاعي حالت کې دي او په خبره يې هغه توان نه لري چې د دښمن په تعقیب پسې لستوڼي را بډوهي.

نیويارک ټايمز: شپږو مياشتو کې ۴۱۰۰ افغان عسکر وژل شوي او ۷۸۰۰ نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱، ۱۳۹۴ل): د روان ميلادي کال لومړنۍ شپږ میاشتې د افغان عسکرو لپاره خورا خونړۍ بلل شوې دي، چې د راپورونو له مخې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په مرګ ـ ژوبله کې پنځوس سلنه ډېرښت راغلی دی.

نیويارک ټایمز پخپل تازه راپور کې ويلي چې د ۲۰۱۵ ميلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملي اردو او ملي پولیسو ۴۱۰۰ تنه وژل شوي او ۷۸۰۰ نور مرګوني ټپیان شوي دي، چې د پخوا په پرتله پوره پنځوس سلنه خونړۍ میاشتې بلل شوې دي.

يادې سرچينې د یو متقاعد جنرال له خولې د افغان عسکرو د مرګ ـ ژوبلې د ډېرښت علت دا لیکلی چې په يادو ځواکونو کې د جګړې شيمه پاتې نه ده.

نیویارک ټایمز د عبدالهادي خالد له خولې چې یو متقاعد جنرال دی لیکلي چې افغان عسکر په دفاعي حالت کې دي او په خبره يې هغه توان نه لري چې د دښمن په تعقیب پسې لستوڼي را بډوهي.

پر دې سربېره د جګړې له کرښو تېښتې هم د افغان ځواکونو دمه ویستلې ده، چې نیویارک ټایمز د تېښتې اندېښنه د امریکايي مقاماتو له خولې را اخیستې ده او دا يې د مرګ ـ ژوبلې د ډېرښت یو بل دلیل ګڼلی دی.

ورسره په څنګ کې په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار ادارې د زرګونو تنو د تېښتې خبر ورکړ، دې ادارې د مارچ میاشت کې په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۱۴ز کال کې د اردو له لیکو ۱۵،۶۰۰ عسکر تښتیدلي دي.

راپور زیاته کړې وه چې د اردو د عسکرو شمېر ۱۶۹،۰۰۰ دی چې په تېرو ۳ کلونو کې تر ټولو ټيټه شمېره ده.

تر دې وړاندې د دفاع وزارت مسوولینو د افغان ملي اردو په لیکو کې د مرګ ـ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه ښودلې وه، چې علت يې د دې ځواکونو ناسم مجهزوالی په ګوته کړی و.

د روان لمریز کال د غبرګولې په دېرشمه د دفاع وزارت د اوپراسيون رییس جنرال افضل امان ازادي راډيو سره په خبرو کې يوازې د ملي اردو د عسکرو مرګ ژوبله تر یادې نیټې پورې ۷۵ سنله لوړه وښودله.

د هغه په خبره په ټول افغانستان کې د دوی د عسکرو لپاره د مرګ ـ ژوبلې کچه زیاته وه، هغه وايي: «دښمن په شمال، جنوب، شرق او غرب کې زیاتې حملې وکړې او متاسفانه د تېر کال په نسبت مو سږ کال ډېره مرګژوبله درلوده.»

د دفاع وزارت یواځې د ملي اردو په اړه پورته سلنه، چې ښايي د پولیسو او اربکيانو د مرګ ـ ژوبلې کچه تر دې څو برابره لوړه شوې وي.

ياده دې وي د تېر لمریز کال په وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت د اربکيانو مرګ ـ ژوبله هم اندېښموونکې وبلله او په شپږو مياشتو کې يې د ۱۵۰۰ اربکيانو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړ.

په کورنیو چارو وزارت کې د اربکيانو د پروسې مرستیال جنرال عبدالحميد حميدي په هرات کې اربکيانو ته د وینا په مهال دغه شمېره په ډاګه کړه.

ياده دې وي پورته سرچينو د مرګ ـ ژوبلې دغه سلنه یوازې د هغو راپورونو پر اساس منلې ده، چې د دولتي سرچينو له لوري له تاييدېدو وروسته رسنیز شوي دي، خو د ازادو سرچینو د شمېر په اساس د دې سلنې د ډېر لوړوالي اندېښنه شته.

طالبانو د ۱۳۹۴ لمریز کال په دویمه میاشت کې د خپلو نویو پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ، چې د پوځي شنونکو په باور له پخوانیو هغو سره يې ښکاره توپیر دا هم په ګوته کېدای شي، چې تر دفاعي ډېر تعرضي حالت ته وتلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د