نظــر

دطالبي نهضت په اړه دیوې لیکنې لنډځواب

فیسبوک مې کوت، سترګې مې د یوتن فیسبوکي ملګري په  په اوږده تبصره ولګېدې چې  د طالبانو د اسلامي تحریک د پیلامې  اود طالبي نهضت په اړه یې اظهار ما فی الضمیر کړی وو.

لیکنې دپېښلیک طرز درلودخو لیکوال د خپل بطن مبارک نه هم ځای ځای اقتباس کړی وو چې خورا خوسا او زهرجن ټکي چې ښکنځلو ته ورته وو، هم ورسره ضمیمه کړی وو، دا چې  د نوموړي تحلیل د پېښو دوقوع له لحاظه  په حقانیت بناء وو کنه؟،بېله خبره ده خو مجموعا یې په تبصره کې  دلیکنې او تحلیل اصول  په ذره بین هم نه ترسترګوکېدل.

پوه نشوم د تبصرې لیکوال دکومې خارجي مؤسسې ډالرو دنس په ناروغۍ اخته کړی وو؟ْ!! چې په لیکنه کې یې د هیڅ اسلامي او اخلاقي ارزښتونو  له خوا داسې مفلسه وه .
نوموړي  په خپله لیکنه کې د طالبانوتحریک ( دافغانستان اسلامي امارت) خوځښت یو لړ مجهول لوریو ته منسوب کړی کله  یې دشمالي هیوادونو لاسپوڅي بللي او کله یې د جنوب د هیلو تمثیلونکی….
 باید ووایم چې ددې په ځای چې دنوموړي تبصره وشنم او نقد یې کړم ومې غوښتل چې دنوموړي دنظر په رد کې چې د طالبانواو دهغوی د نهضت  په اړه یې درلود، خپل شخصي نظر تحمیل نکړم بلکې د هیواد دنامتو مؤرخ کاندید اکاډمیسن استاد محمد ابراهیم عطایې له کتاب (دافغانستان پر معاصرتاریخ یوه لنډه کتنه) څخه  په لنډه توګه یو څو ټوټې د نوموړي لیکوال مخې ته په دې هیله چې ګوندې څه ناڅه فکري تشفي یې وشي، وړاندې کړم .
دا چې  افغانستان د متدین او مجاهد ولس  د بې شمیره قربانیو، سرښندنو او  جهادي هڅو د وخت استعمارګر سورپوځ  له شړلو ورسته د مجاهدینو مشران په خپلو کې سره کېوتل او هیواد یې خونړي بحران ته ټېل واهه ، او دهیواد په بیلابیلو سیمو کې پاټک سالاران وزیږیدل او یو لړ داسې کړنې یې ترسره کړې چې دافغانستان په تاریخ کې به دیو تور داغ په څیر پاته وي،  نو ځکه د یو دیندار،سوچه او مخلص قیادت اړتیا برېښېده چې حالات قابو کړي او د خلکو د سر او مال حفاظت وکړي،یو له هغوسیمو څخه هم کندهار ولایت وو چې پکې په پریمانه کچه ټوپکسالارانو او لنډه غرو وده وکړه.
 دا چې په حقیقت کې دطالبی پاڅون پیلامه دکندهار ولایت نه وشوه نو اړینه ده چې د نوموړي ولایت وضعیت تشریح شي .
نامتو تاریخ پوه کاندید اکاډمیسن ابراهیم عطایې په هغه وخت کې دکندهار وضعیت  دبل هر ځای په پرتله خورا خراب تعبیرکړی او وایې چې : ((په کابل کې دربانی د حاکمیت سره په کندهار کې د تنظیمونو یوه ګډه ائتلافی اداره منځ ته راغله چې دبې بندوبارۍ له پلوه یې مثال په بل ځای کې ندی لیدل شوی)).
دا چې په کندهار کې د زیاتره تنظیمونو چارواکي په فسق فجور، غلاوو ، لواطتونو او یو شمېر نورو غیراخلاقي کړنو ککړ وو نو هورې زیات د یو  دفاعي پاڅون اړتیا لیدل کیده.  استاد عطایې د تنظیمونو  دچارواکو داخلاقي روش  یوه بیلګه لیکي : ((دا ټوله چرسیان او لواطت کاران وو دخلکو زامن یې په زور پوستو ته بیول ورسته حتی خبره دې ته ورسیده چې د خان محمد قومندان په نامه پرهلک نکاح وتړله.او هغه یې په ګلپوش موټر کې کښینوی او دشاله خوا چې داوږه یې راکټ ډزې کیدلې او په یوه ثانیه کې د کلاشنکوف په زرو مرمۍ فير کیدلې، په ښار کې وګرځول شو، دې فضیحت ټول ښار زهیر کړ. او ډیرو خلکو خپل زامن له ښاره نورو ځایو کابل او کویټې ته واستول دغه وضع له تحمل نه ووته او ټولو خلکو انتظار ایسته چې دیوې خوا څخه به حرکت وشي چې ددې فاسقانو او فاجرانو مخه ونیول شی)).
دا دچې د نوموړو پاټکونو د محوې او له منځه وړلو ویاړ  چاته او څه ډول په برخه شو استاد ابراهیم عطایې  وړاندې لیکي: ((په همدغو ورځو کې یو پنځه دیرش کلن ملاطالب چې پخوا یې په جهاد کې هم اشتراک کړی وو، د ملا محمدعمر اخند په نامه راپورته شواو دخپل مسجد څخه چې دکندهار په سنګسار کې وو دکندهار څخه د پاټکونو د ایسته کولو او دفساد د ورکولو اراده وکړه او دطالبانو د تحریک پیلامه یې کښېښوده)).
اخځ: دافغانستا ن پر تاریخ یوه لنډه کتنه. لیکوال : استاد محمدابراهیم عطایي

لیکنه حنیف حماد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x