
کابل-مزار شریف پر لویه لاره درنه جګړه روانه ده
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱، ۱۳۹۴ل): د کابل – مزارشریف پر لویه لاره د طالبانو او پولیسو تر منځ درنه جګړه روانه ده.
چارواکي وايي چې طالبانو د پروان ولایت په سالنګ سیمه کې د پولیسو یو کتار تر برید لاندې راوستی دی.
برید د تېرو دوو ساعتونو راهیسې روان دی او لویه لاره د خلکو پر مخ تړل شوې ده.
طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي يې دي چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې يې د دولتي عسکرو په یوه کاروان د ورځې پر دولس بجو برید پیل کړ چې د ورځې تر پایه یې دوام وکړ.
دوی زیاته کړې چې په برید کې يې ۴ عسکر وژلي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
ویل کیږي چې طالبان د غوربند ولسوالۍ له لارې په دغه سیمه برید کړی و.