نظــر

مجاهدين څرنګه کولای شي ځانونه اکمال کړي؟

فکري مبارز

ټول پوهيږو چې صليبي ښکيلاک زموږ په ګران اسلامي هيواد يرغل کړی ، جهاد فرض عين ګرځيدلی او په هر مسلمان باندې جهاد فرض عين دی.

له يرغل سره سم صليبي ښکيلاک او د دوی لاسپوڅي رژيم د افغانستان په ټولو طبيعي زيرمو ، او عايداتي منابعو هم قبضه وکړه ، او د افغانستان مجاهدين يې له اقتصادي پلوه هم له مؤثرو سرچينو او منابعو څخه بې برخې کړل.

د افغانستان اسلامي امارت د اتلو مجاهدينو يوازينی د اکمال او تجهیز لار چندې او د مجاهد ولس کمکونه دي. خو بيا هم دغه چندې او کمکونه په هغه اندازه ندي چې تر څو يوه جهادي ډلګۍ او ګروپ په پوره ډول د هغې په وسيله اکمال او تجهيز شي.

په افغانستان کې ځينې جهادي ډلګۍ او ګروپونه د اکمالاتو له کموالي په ځانګړې توګه د مهماتو او وسلو له کموالي څخه شکايت کوي.

مسلمانانو وروڼو !

جګړه ډير زيات او ملاماتونکی لګښت غواړي.

امريکا او ناټو له پياوړو اقتصادونو سره سره د اشرف غني د طاغوتې او لاسپوڅې ادارې په پوره اکمال کې پاتې راغلي دي.

او د کابل طاغوته اداره چې د هيواد زياتره عايداتي منابع يې په اختيار کې دي او د اشغالګرو هيوادونو لخوا هم اکماليږي ، بيا هم په دې کې پاتې راغلي دي چې خپل عسکر په پوره ډول اکمال کړي.

کيدای شي چې سياسي ملحوظات او فساد به هم د دوی په اکمالاتي مشکلاتو کې يو څه رول لري خو بيا هم د زيات شمير بهرنيو هيوادونو او ادارو له پوره ملاتړ څخه برخمن دي.

زما په فکر د اسلامي امارت د مجاهدينو لپاره د اکمال تر ټولو غوره لار د غنيمتونو لاسته راوړل دي ، د غنيمت مال تر ټولو اموالو څخه پاک او صفا مال دی ، غنيمت هغه مال دی چې مجاهدين يې د جنګ په ميدانو د حربي کفارو څخه نيسي دغه مال الله تعالی مجاهدينو ته حلال ګرځولی دی .

الله تعالی جل جلاله په قرآنکريم کې فرمايي :

« فَكُلُواْ مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلاَلاً طَيِّبًا وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ»[الأنفال: 69].

ژباړه : نو د هغه څه نه چې د غنيمت په توګه مو لاس ته راوړي دي (په ) حلال او پاکيزه (ډول ) وخورئ او له الله څخه ووېرېږئ . بې شکه چې الله بخښونکی او مهربان دی .

مسلمانانو وروڼو !

که د مجاهدينو ډلګۍ له نمايشي عملياتو نه صرف نظر وکړي او په خپله سيمه کې د دښمن د کومې پوستې او يا کوم مرکز فتح کولو لپاره په قوي عزم او اراده دغه لږ دست داشته مهمات او وسله ذخيره او وساتي او بيا په مناسب وخت کې په دغه پوسته بريد وکړي او د الله په نصرت سره يې فتح يې کړي ، نو ان شاءالله ډير غنائم به لاسته ورشي.

او که دغه غنيمت شوي مهمات او وسله بيا د کوم بل لوی مرکز د فتح لپاره وساتي او هغه پرې فتح کړي نو لا ډير مهمات او وسله به په لاس ورشي.

نو په همدې ترتيب به هم فتح زياتې شي او هم به مجاهدين اکمال شي، بدخشان او کندز ولايتونه د داسې غنائمو او فتحو ښه بيلګه ده.

خو شرط دا دی چې مجاهدين دغه قدم په احتياط سره اوچت کړي او تر منځ يې پوره هماهنګي وجود ولري.

د غنيمتونو د لاسته راوړلو بله ښه لار په ښارونو کې د دولتي بانکونو ماتول ، د هغو پیسو لاسته راوړل چې له ګمرکاتو نه مستوفيتونو ته انتقاليږي او د هغه معاشونو لاسته راوړل دي چې دښمن يې خپلو عسکرو ته انتقالوي.

خو د دغه ډول غنيمتونو لاسته راوړل د دښمن په منځ کې ښه قوي نفوذ ، ښه استخباراتي فعاليت او معلوماتو ، ښو روزل شوو افرادو او اوږدې حوصلې ته ضرورت لري.

ټول مجاهدین بايد د اکمال له ناروا او غير شرعي لارو څخه ځان وساتي ، لکه د پیسو لپاره د داعش په شان ډلو سره يو ځای کيدل ، يا له خلکو څخه په زور د پیسو اخيستل ، او يا د اختطافونو له لارې د ځآن اکمالول .

په داسې پیسو او اکمال کې برکت نه وي. داعشيان خو پیسې د خپلو مجاهدينو وروڼو د قتل په بدل کې درکوي ، او د مجاهد له قتل سره خو دنيا او آخرت خرابيږي.

کوم کسان چې اختطافونه کوي د هغوی ټولې پیسې بې ځايه ځي. هيڅوک به هم د اختطافچيانو کومه مشهوره جهادي کارنامه په ګوته نکړي.

دغسې خلک په پای کې له جهاد او آن له ايمان څخه هم محرومیږي.

ومن الله التوفيق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x