نظــر

د (د طالبانو پر خلاف ملي قيام) په ځواب کي

لیکنه : نصرت الله
په واشنګټن کې میشت محترم وروره واحد فقيري صاحب !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
ستا ليکنه مي ولوسته که اجازه راکوي غواړم چي د ټولي ليکني ځواب په داسي ډول درکړم چي هيله من يم چي تا ته به قناعت درکړي؛ هو زه له تا سره نه پيژنم او نه درسره خصوصي ستونزه لرم .
اميد لرم چي که په ليکنه کي څه تيروتنه يا سخته ژبه راڅخه وکارول شي تاسي به مي وبخښي .

تاسو دا عنوان  ليکلي دي (د طالبانو پر خلاف ملي قيام)

مګر زه دا عنوان غوره ګڼم  : ( په اندړو کي د سل کلني جګړي  بنسټ کيښودل شو )     دلايل به يي وروسته ذکر شي .

قريب څه باندي يوه مياشت کېږي چي په اندړو کي د طالبانو د ظلم او ناروا پر خلاف محلي خلګو او  د مکتب او پوهنتون محصلينو د «ملي قيام» تر نامه لاندي عمومي ولسي پاڅون پېل کړي دي.

ستاسو په دي ليکني کي :

۱:

·         تاسو چي شايد له يادي سيمي به ډير لري ياست داسي ليکلي دي چي يوه مياشت کيږي چي خلک پورته شوي دي دا ستاسو کاملآ بي خبري شيي  له کومه وخته چي فيضان د غزني له ولايت څخه لري کړل شو نو له هماغه وروسته تصميم ونيول شو چي بايد نوموړي شخص له دې امله چي په پخوا کي د حزب اسلامي يو پياوړي قومندان وو له خپل نفوذ نه په استفادي سره ځيني خلک راټول کړي تر چي د ولايت د دندي په ځاي چي لاس ته راوړنه يي نه لرله په ياد کار لاس پوري کړي ترڅو د دولت او امريکاپلوه کسانو  په اندپه  اصطلاح هم دغزني مرکز ته امن راوړي او هم د دولت ساحه پراخه کړي .

·         فيضان چي په هغه وخت کي د اندړو له ولسي مشرانو سره کتل او يا يي دسيمي له علماوو سره کتل هغوي ته يي داسي ويل چي څه ډول کولاي شو چي له طالبانو سره مرسته وکړوله دې لاري يي غوښتل چي دولت او نړيوالو يارانو ته استخباراتي معلومات پخپله راټول کړي ترڅووګوري چي کوم مشران له طالبانو سره مرسته کوي  او په همدي لړ کي يي ډيرځايه دا خبره هم کړي وه چي که مي الوتکي مرسته وکړي زه به طالبان له قران سره وسوزم په دي کار کي په هغه وخت کي په دخوارلمان (پارلمان) کي  دغزني ولايت  انتخاب شوي نه بلکي انتصاب شوي وکيلان هم ورسره ملګري وو .

·         تاسو واياست چي محلي خلکو د طالبانو په ضد پاڅون کړيده شايد ډير ژر به درته په اثبات ورسيږي چي دا پخواني روزل شوي ايجنټان دي زه به نور دلايل هم د ليکني په دوام کي وليکم  .

·         دا خبره مو هم ليکلي ده چي د مکتب او پوهنتون محلينو هم قيام کړيدي زه دي خبري ته حيران يم څومره چي زه په سيمه کي بلد يم ټول شاګردان د طالبانو له تګ راتګ دهغوي له فعاليتونو سره نه يواځي اشنا بلکي تر نن ورځي پوري همکار دي که مي لازيمه بللاي او ستونزي نه رامنځ ته کيداي د اندړو د ډيرو زده کونکو عکسونه ، نومونه ، او دپلار نومونه به مي درته ليکلي وو چي ډير ستر ستر کارونه يي کړيدي او اوس هم عملآ لګيادي

·          د محصلينو خبر  که دوه تنه يا دري تنه محصلين د اندړو د ټولو محصلينو په نامه يادوي باور وکړﺉ  د اندړو ولسوالي له محصلينو سره ستره  جفا کوﺉ  تاسو ته نه ده معلومه چي د اندړو محصلين څرنګه ځوانان دي!؟  او که داسي فرض کړو چي محصلين هم پدي کار کي لاس لري او طالبانو پري بنديز ولګوي چي پوهنتون ته ولاړ نشي نو زه له تاسو معزز څخه سوال کوم  ايا ته به د اندړو دهغو محصلينو امنيت وساتي چي بيا وغواړي پوهنتونونو ته ولاړ شي او کنه ؟!

·          يقين ولري دغه نوم (ملي قيام )  چي دوي ورکړيدي  دوه کاله وړاندي لا په دې نامه باندي په کابل کي  او په غزني کي د نړيوالو ځواکونو په قرارګاوو کي د ملي اردو له سرتيرو او له د کورنيو چاورو د وزارت له مقاماتوسره په دغه نامه باندي ګڼ بحثونه وشول د ځينو نظر دا وو چي د اندړو د قيام په نامه دي ونومول شي  ځيني نورو ويل چي د غزني د قيام په نامه سره دي ونومول شي او ډير په دي خبره سره متفق شول چي له پيل سره سم به يي د ملي قيام په نامه يادوو هم له رسنيو سره او هم پخپل منځ کي . اوس که تاسو دې ته پاې ته پاڅون واياست درسته ده خو ان شاالله ژر به پوه شي چي دا يو ولسي نه بلکي د سي اي اې او د ملي امنيت يو ډير شوم پلان وو چي په اندړو کي دځينو کسانو لخوا ورته ډول ووهل شو .

 

څو کليو په ګډه، طالبان له خپلو سيمو څخه اخراج کړي، او محلي سياسي قدرت يې ولسي جرګو او شوراګانو ته سپارلي دي. که څه هم د اندړو د ملي پاڅون راتلونکې معلومه نده

۲ :

·         تاسو واياست چي څوکليو پاڅون کړي او واک يي شوراګانو ته سپارلي مهرباني وکړئ د يوې شورا نوم خو واخلئ چي دوي واک ورکړيده 

·         بيا ليکې  چي د اندړو دملي پاڅون راتلونکي نده معلومه له دې نه هم ستاسو د معلوماتو کمښت را معلوميږي که د طالبانو په ضد په تيرو لسو کلونو کي د امريکانو او د هغوي افغاني دولت طالبان مات نکړل نو څه فکر کوي چي دا څو نفره چي د يوڅه معاش په قابل کي ولاړ دي څومره استقامت به ولري ؟  که ستا خبر ومنو چي ملي قيام يا پاڅون ده نو څومره امکانات به ولري چي د طالبانو مقابله وکړي ؟   يادو سوالونو ته ځواب پيدا کړه دا يي راتلونکي .

خو سمدستي قريب ۵۰۰ مسلح جنګليالي لري، او په دننه او بهر کي يې افغانان او نور ازاد بنيادمان وياړن، ښادمن، او هيلمن کړي دي.

۳  :

 

  • که ته وايي چي دا يو ملي پاڅون ده او دولتي او استخباراتي نده نو زه تاته وايم په دي سيمه کي چي دا لس کاله جګړه روانه ده او د کلاشنکوف يوه مرمۍ په ۵۰۰ افغانۍ نه پيدا کيږي دا  ۵۰۰ نفره که د کلاشنکوف يوه يوه مرمۍ ولري نو ټول به څومره مصرف شي نوري صلاح ته يي هم حساب وکړه ايا طالبانو به په ياده سيمه کي دومره صلاح پريشي وي او په تيرو لسو کالوکي به يي استفاده نه وي تري کړي ؟!
  • داخبره چي په هيواد کي د ننه ازاد خلک يي ملاتړ کوي څه ډول ازاد هغه څوک چي په پارلمان کي ناست دي هغه څوک چي په امنيت ملي کي کار کوي هغوي تاسو ازاد بولئ او که په بهر کي ميښت کسان ازاد ګڼي هم ستا خوښه .

 

بل پلو، د پاڅون تر ټولو مهم شاخص او مميزه دا ده چي قيام له اولي ورځي راهيسي د طالب، کرزي، او ناټو ضد دريځ غوره کړي دي، او د پاڅون محرک او اغاز د ظلم او استبداد په مقابل کي مبارزه کول ښيي.

 
۳:

 

  • عجبه ده په تيرو لسو کلونو کي خو هيچا داخبره نه کوله چي د کرزي او امريکايانو په ضد خلک مبارزه کوي او اوس څرنګه داخبره کيږي
  • راځي داسي فرض کړوچي دا کسان د دولت ضد دي نو ايا دولت ورته اجازه ورکوي چي دوي د دولت ضد فعاليت وکړي ؟! که داسي وي نو بيا خوا  په اصطلاح د ملي قيام والا  د خپلي سيمي خپلواکي غواړي هرڅوک کولاي شي چي په افغانستان کي خپله سيمه خپلواکه کړي .
  • زه حيران يم چي هغه څوک چي له يو چاسره مرسته کوي څرنګه دې معلومات دومره کم وي چي دومره هم نه پوهيږي چي له چاسره مرسته کوم زه په يقين سره ويلاي شم چي فقري صاحب تاسو له قيام سره مرسته ونه کړه بلکي دخپلو معلوماتو د کموالي په اړه مو يوه کوچنۍ ليکنه وکړه البته دقيام په مورد .
  •  هغه څوګ چي نوي او موډرن سلاح کاروي ، له هغو کلاشنکوفونوڅخه کاراخلي چي په سر باندي عصري لرليدونکي لري او هغه رينجر استعمالوي چي د افغانستان په اصطلاح ملي اردو او ملي پوليس ورڅخه استفاده کوي او هغه راکيټ لنچر استعمالوي چي هغه په ټوله سيمه کي بي له امريکايي عسکرو بل څوک نلري داسي کسان به څه ډول د کرزي او امريکايانو مخالف شي که چيري شي هم نو فقري صاحب تاسو ځواب راکړئ چي دا يي له کومه کړيدي ؟
  • تاسو واياست چي د ظلم په وړاندي يي مبارزه پيل کړيده ډير ژر به درته معلومه شي چي اصلآ دا هغه کسان وو چي د دوي د شوکو، ظلمونو او نورو غير شرعي کړنو له لاسه خلکو طالبانو ته شکايت کړي وو چي ځيني يي طالبانو له سيمي څخه فرار کړي وو او ځينيو ته يي يواځي توسيه کافي بللي وه اوس هغه کسان غواړي چي د امريکايانو په مرسته په کليو کي تير عملونه بيا تکرار کړي .

 

 
ددې قيام په باره کي علاقه هله زياته سوه چي د الجزيرې تيلويزيون له سيمي څخه يو جالب او مستند رپوټ خپور کړ، او د پاڅون مخکښه څېرې او ارمانونه يې دنيا ته وښودل.
۴ :
·         فقيري صاحب هغه وخت دي ولي د الجزيري تلويزون د راپور يادونه نه کوله چي الجزيري تلويزون او نورو رسينو راپورنه خپرول چي له طالبانو څخه ټول خلک خوشحاله وو او ټوله سيمه په امن کي وه ، اوس هم په اندړو کي پوښتنه وکړئ په تيرو لسو کلونوکي په ټوله سيمه کي غلا شويده ؟ ناوړه او بد عمل په ښکاره اجرا شويده ؟ په شخصي ډول څوک چا وژلي دي ؟ شراب ، قمار، بي ديني او لوڅ فلمونه چا ليدلي دي کنه ؟ په يقين سره خلک به ووايي چي دا هيڅ نه وو خو له دې وروسته هم سيمي ته وګوري ډير ژر به د ملي قيام کونکو منابع ، اخلاق ، کړه وړه څرګند شي ان شاالله .
 د عبدالرحيمزي د کلي ۵۳ کلن اوسېدونکي او  د حساب استاد د نيوزويک خبريال ته د خپلي ناڅاپي ازادۍ او امنيت د احساس په باب وايي: « موږ له کرزي، طالبانو، او امريکايانو څخه کرکه لرو.  طالبان زموږ رزق او روزي په زور اخلي؛ حامد کرزي غلا او دوکه راسره کوي؛ او امريکايان مو  د شپې په چاپو کي توقيف او وژني.  پدې تېرو  لسو کلونو کي، دا لومړي ځل دي چي زه  د طالبانو له زور زياتي څخه، د حامد کزري له فساد او بېکفايتۍ څخه،  او د امريکانو د شپې له حملو او له خړوړو سپو  څخه ځان مصون او ازاد احساسوم.»
۵ :

 

  • ډيره ښه دا داښوونکي محترم دي  په دي پوه شي چي ته به هغه وخت خبر شي چي واقعآ هم درته معلومه شي چي څه ډول پاڅون پيل شو .
  • که داسي فکر کيږي چي ګواکي له مفسدينو خلاص شو دا خبره دقيقه نده ډير ژر به ورته معلومه شي چي دخپلو امريکايي اجنټانو څخه به دومره سخت په تکليف شئ چي تاسو يي هيڅ سوچ هم نه کاوو .

 

د غزني د ملي قيام کيسه هله شروع سوه چي د غزني ولايت چارواکو غزنيوالو ته اعلان وکئ چي لدې را وروسته بايد ګرده موټرسيکلان په ټرافيکو کي راجستر او ثبت وي.  څرنګه چي د طالبانو ټرانسپورټي وسيله عموما موټرسيکل دي، نو بنا هغوي په اندړو او نورو سيمو کي پر بېوزلو مګر غيرتي او ازاده خلګو باندي مکتبونه، دوکانونه، سړکان، کلينيکونه، او بازارونه بند کړل. د ملي پاڅون يو  ګډونوال الجزيرې ته وويل: طالبان زموږ نوي او ځوان نسل او اقتصاد را تباه کوي.
۶ :
·         که چيرته ستا دا خبره ومنو چي دولت اعلان وکړ چي ټول موټرسيکلونه دي ثبت شي نوهغه موټرسايکلونه چي اسناد لري ثبت شويدي ولي د غزني په ښاره کي نه پريښودل کيږي ؟!.
·         ټول مطبوعات خبر دي چي دولت موټرسايکلونه بند کړل ايا دا په ولس ظلم نه بولئ په ټول اندړ کي که ۱۰ نفره موټرسايکل لري ايا په هغوي باندي ظلم نه وو ؟ تاسو ولي هلته ږغ پورته نکړ !
·         ته وايي چي د طالبانو دتګ راتګ وسيله موټرسايکلونه دي اوس طالبان په څه شي تګ راتګ کوي ايا د طالبانو په عملياتو کي تغير راغلي ؟
·         تاسو ليکلي دي چي طالبانو په بېوزلو ظلم کوي ته دټولو انداړو طالبانو وګوره چي څوک دي خو ټول دسمي علما يا سيميز اوسيدونکي دي نو خپل پلار يا ورور پخپل ورور يا پلار څه ډول ظلم کولاي شي به همداسي ډول لکه ته چي وايي .
·         درسته ده چي مکتبونه ديوڅه وخت لپاره وتړل شول کوم سرک بند شوي کوم روغتون بند شويده .
·         هغه کس چي الجزيري ته په مرکه کي ويلي دي چي طالبان زمونږ راتلونکي نسل را تباه کوي اول خو هغه سړي راوپيژنئ ؛ که تباهي دي ته وايي چي نوي ځوانان يي دغربي له لوڅي ډيموکراسي څخه منع کړاي شويدي نو تاسو واياست تباهي څه ته وايي تاسو د لوڅوفلمونو کتلو ته ابادي واياست؟ تاسو قمار،سود، لواطت ، زنا ، شراب څښل،  رشوت ، ظلم ، غصب ، دپرديو په ناموس تيري کول، پخپل وطن کي بهرني کافران په افغاني پيلغو خوشحاله کولو ته ابادي واياست او د دې برعکس ته تباهي ؟! 
د تاند د رپوټ په اساس د غزني ولايت په مختلفو سيمو په تېره بيا اندړ، ګيرو، او قره باغ کي طالبان مکتبونو ته وايي چي انګليسي، فزيک، رياضي، کيميا، الجبر، او بيالوژي يا هيڅ تدريس نه کړي او يا په اونۍ کي فقط يو ساعت ورکړي، او د دغو مضامينو وخت ديني مسايلو ته وقف کړي. 
۷ :

 

  • تاسو د تاند رپوټ را اخيستي دا پوښتنه مو کړيده چي تاند له کومي سرچيني څخه دا خبر اخيستي دي .
  • تاسو تاند او نوري  خپلواکي خبري رسنۍ بخلصوص نړيوال خبري اژانسونه وګوري او وواياست چي طالبان دهيواد څومره ولسوالي او ساحه په لاس کي لري بيا داپوښتنه وکړي چي هلته د مکتبونو څارنه څوک کوي ؟  که په ټول افغانستان کي ګڼ شمير ولسوالي د طالبانو په لاس کي وي او امر وکړي چي ټول مکاتب دي بند شي ايا تاسو امريکا، اوګوډاګي ريژم به دا توان ولري چي  د ۲  ولسواليو مکاتب بيرته په هاغه ډول پيل کړي ؟
  • هغه کسان چي ديني درسونه په ښه ډول تدريس کولاي شي اکثريت يي يا په شهادت ورسيدل يا بنديان دي يا په کور ناست دي او که څه تعداد په ښوونځيو کي هم وي څوک يي خبري ته غوږ نيسي ؟  ايا د دين د عالم بايد دغه ډول احترام وشي .

 

همدا وجه ده چي په کانکور کي د دغو سيمو تقريبا هيڅ شاګرد پوهنتون ته ندي بريالي سوي.  غزنيوال وايي  چي طالبان خپل مقررات يوازي پر پښتنو باندي تحميلوي. په هغو سيمو کي چي هزاره مېشت دي نه يوازې له ښوونځيو سره څوک غرض نه لري بلکې هر کال نوي مکتبونه جوړېږي او د زده کونکو شمېر زياتېږي.
۸ :

 

  • دا خو ستاسو وينا ده چي هيڅ زده کونکي پوهنتون ته ندي کامياب شوي ؛ دکندهارنه رانيولي تر کابل او هرات پوري په هر پوهنتون کي د غزني ولايت مجاهد محصلين هم زده کړي کوي او هم د مجاهدينو سره له بيلابيلو لاري عملي مرستي کوي هغه کسان چي خپله کانکور ته ندي تللي هيچا يي ممانعت ندي کړي خو هغه ځوانان نه غواړي چي په بي دينه ډيموکراسي کي په پوهنتون کي د ځوانو نجونو سريوځاي ګډه زده کړي وکړي له دي زده کړي څخه د سنګر خاوري او دوړي ورته بهتره ښکاري .
  • هرځاي چي امريکايان تګ راتګ لري طالبان پري بريدونه کوي او امريکايان غواړي چي هغه کسان چي د کلک ايمان څښتنان دي له منځه يوسي نو ځکه يي هغه خلک هم په هغه سيمه کي په ضد را ولاړ شويدي دا خبره به هغه وخت ډيره ښه درته  ياد شي چي کله داغه ځناور دشپي ستا کور ته در واوړي او تا د خپلي ميرمني له کمپلي څخه ولاړ کړي او د اولادونو ترمخ دي بي عزته کړي ! .

 

 له بي بي سي سره په مرکه کي، د ملي پاڅون يوه مشر لطف الله کامران وويل: د منطقې خلګ، مشران، مخور، مکتبيان او محصلين د ستونزي د سولييز حل په غرض د طالبانو له مسولينو سره په تماس کي سول، خو د طالبانو مشرانو پر خلګو امر وکي چي يا به پرته له کوم قيد او شرط څخه د طالبانو ظلم او ظلمت ته تسليمېږي، يا به د کابل له شډل حکومت سره يو کېږي، او يا به جنګ ته ځان ټينګوي.
۹ :

 

  • کاشکي تاسو يوځل د بي بي سي راډيو دخپرونو په اړه دهغوي تير تاريخ لوستي واي دافغانستان په ټوله غميزه او يرغل کي بي بي سي او کارکونکي يي دومره پړه او ملامت دي لکه هغه څوک چي په دې وطن يي يرغل کړي .
  • که داخبره ومنو چي خلکو له طالبانو سره داخبره په سوله حل کوله خو هغوي ونه منله

 

Ø       نو دلطف الله غوندي کسان را ولاړ شول او د دولت سره ودريدل او
Ø       دا يو تصادف وو چي ۵۰۰ خلک سره را يوځاي شول
Ø      بيا يي يوځايي چيري سلاح پيدا کړه !
Ø      بيا يي د اندړو په پراخه سيمه کي رينجر موټر ترلاسه کړل
Ø       بيا په تصادف سره يو کس مشراو بل يي معاوين وټاکل شو
Ø       بيا د دولت له اجازي پرته د رسينو وال ورغلل له دوي سره يي مرکي وکړي
Ø       بيا دوي د دولت په ضد ږغ پورته کړ او سلاح يي واخيسته
Ø       بيا دفيضان په نوم د غزني پخواني والا په هلکيکوفتر کي په يوه کلي کي له نورو کسانو سره په تصادفي ډول ښکته کړل شو
Ø       بيا په تصادف سره يو کور د دوي لپاره د پوستي غوندي جوړشو …. هاها
ډير په زړه پوري تصادف جريانات رامنځ ته شويده
 
  د جرګې برخوالو موافقه وکړه چي طالبان ظلم کوي او د افغان ولس پر خدايي او مدني حقوقو باندي تېري کوي.  طالبان منطق نه بلکي وچ زور چلوي.
۱۰ : که چيري ستاسي دغه خبره ومنو نو لاندي سوالونه پيداکيږي

 

  • داجرګه چيرته جوړه شوه ؟   د غزني په په پي ار ټي کي .
  • برخوال يي څوک وو ؟      په غزني کي د پي ار ټي مشر او ګوډاګي نظام دوستان ، دغزني پخواني والي ، دپارلمان لډر چي په رسنيو کي تر خولي ګلان تويوي او يو څونور اسلام او وطن ضد عناصر  .
  • خدايي حقونه بيا چاتشريح کړل چي طالبان يي خلکو ته نه ورکوي  ؟!  د پولنډي ځواکونو عملياتي مشر .

 

 
  د افغان ولس ازادۍ او ډلييزي ارادې ته احترام نلري، او له خدايي او بشري حدودو څخه د مستکبران غوندي سرغړونه کوي.   طالبان له علم، نور، او مکتب سره مخالفت کوي، د افغان بچو  راتلونکې تباه کوي، او د معارف او پوهي سره حساسيت ښيي، حال دا چي د افغان ولس د نجات يوازنۍ مطمينه هيله پوهنه او تحصيل دي.
۱۱ :

 

  • معززه وروره !  کومي ازادي ته طالبان احترام نلري ؟ هغي ازادي ته چي تل دهغه دلاس ته راوړو لپاره ترځان بمونه تړي او په سترو فحاشي او د کفارو په مراکزوننوزي او خپل د ايمان توان ورښيي .
  • که ډليزه اراده له کفر سره په مرسته ولاړه وي او طالبانو دهغه ممانعت کړي وي داغه ډول ازادي ؟!
  • هغه بشري حقونه چي غرب يي د بشر حقونه بولي مجاهدين په هغو لعنت کوي ،هغه حقونه چي نر له نر او ښځه له ښځي سره جنسي اړيکي ټينګولي شي ؛ هغه حقونه چي که څوک چاته د زنا د نه کولو توصيه کوي نو ورته ويل کيږي به چي جنسي کرکه يي خوره کړيده او د بشر له حقونو يي پښه اړولي ده ؛هغه حقونه چي خپل ميړه ښخي ته نشي ويلاي چي چيرته ځي او يا چيرته تللي وي؛ هغه بشري حقونه چي په کوچنيو نجونو په ډليز ډول جنسي تيري کيږي او ازاد به ګرځي  ؟!  که تاسو دغه د بشر حقونه ګڼئ  ديوه افغان په حيث تاسو بايد شرم وکړئ! .
  • تاسو ليکلي چي له علم سره حساسيت لري خو دطالب نو له علم سره   تړلي دي طالب هغه څوک دي چي تل د علم طلب کوي .
  • طالبان زلموته درس ورکوي چي په ازاد هيواد کي په اسلامي ورولئ ژوند وکړي دغلامۍ ژوند که ۱۰۰۰ کاله په سهولتونو کي وي خو ديوې ورځي ازاد او دخپلي عقيدي مطابق ژوند ډير بهترګڼي او ده  .

 

 اوس تاسو غلامي ته تباهي واياست که ازادي ته !.

 

  • درسته ده چي افغانان زده کړي ته اړتيا لري مګر هغه ډول  زده کړه چي امريکا او اروپايان يي غواړي افغانان يي نه غواړي  .
  • په نصاب کي د الله (ج) په ځاي انار وليکل شو د مناجات په ځاي مڼه وليکل شوه د اسلام  د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) له لقب( امين ) سره داينګليسي په کتاب موز وليکل شو  ..
  • که غرب د مور ورځ لمناځله مونږ به په نصاب کي دمور ورځ وايو که يي د ښځي ورځ لمانځله مونږ به هغه وايوکه يي دپلار، ورور، دښمن ، او نوري ورځي لمانځلي مونږبه مجبوريوچي هغه په نصاب کي ولولو !  .سوله  له کافر سره به په هغه ښکل خپلو ماشومانو ته ور زده کوو چي اروپايان يي مونږ ته راښيي . غله او لوطيان پوليس به مونږ په نصاب کي دټولني خدمتګاران ګڼو ، ….

 

 د جرګې بله نهايي فصيله دا هم وه چي د ظلمت له استازو سره ډغري وهل ضروري دي، ځکه د خپل حق او ازادۍ لپاره مبارزه کول ددې سيمي په خټه کي اخښل سوي دي.  د اندړو وياړلې سيمه په تاريخي لحاظ هم د ملي مبارزينو پوخ سنګر وو.  د افغان انګليس په دوهم جنګ کي، ملا مشک عالم په همدې سيمه کي د ازادۍ، استقلال، او جهاد تر بېرغ لاندي غزاګاني کړي وي
۱۲:

 

  • په واښينټن کي ميښت وروره ! که کيداي شي دا دجرګي ټولي پريکړې په ليکه کړي ښه به وي ترڅو چي ستاخبري هم تري معلومي شي او پريکړې هم خلکو ته معلومي شي .
  • تاسو واياست چي دخپل حق او ازادۍ لپاره د دې سيمي خلکو تل قرباني ورکړيدي سمه خبر دي کړيده اوس هم دسيمي اکثريت مجاهدملت دبهرني يرغل په وړاندي ولاړ دي او دا چي تاسو يي قيام والا بولئ ډير ژر به د غيور ولس لخوا خالي سلاح او مجاهدينو ته به يي وسپاري ان شاالله.
  • اوس هم انګرايزان او ورسره نور ګډوډ ملګري راغلي دي او په دې سيمه کي په تيروکلونو کي د ملامشک عالم زامنو د خليل زاد،بوش،کلينټن، سرکوزي، ټوني بلير… ميلمنو ښه مناسبه پالنه کړيده چي تير کلونه يي ښه مثال  او تاسو ته بهتره معلومه ده .
  • اوس هم د ديادي سيمي خلک جهاد ته دوام ورکوي لکه پرون چي د برتانويانو په څير ملا مشک عالم او دروسانو په ضد په زرهاوو علماوو د فکر او جهاد سنګر ګرم ساتلي وو اوس هم د هغو علماوو بچيانو ستري ستري حملي کوي او لا هم د هغو علماوو د ارواحونو په ياد په دې ولس کي جزبه شته تاسو يي پوښتنه کولاي شئ چي دملامشک عالم معنوي  اولادونه  په کوم کار بوخت دي .

 

په اندړو کي، د ځايي خلګو قيام او مبازره هغه ادعا غلطه ثابته کړه چي وايي پښتانه تعليم او عصري علوم نه غواړي.  پښتانه د ماډرن جهان سره سازګار ندي، او پښتانه د علم، ساينس، او عصريت ضد عواطف او تمايلات لري.  بلکي د اندړو پاڅون وښوده چي افغانان د خپلو اولادونو لپاره تعليم او مکتب غواړي، او پښتني سيمو کي خلګ د عصري ښووني او روزني په اهميت پوهېږي.
۱۳ : 

 

  • دا خبره چي پښتانه علم غواړي پدي دليل ثابته شوه چي په اندړو کي يوڅو نفره راو ولاړ  شول او ديوي پروژي دعملي کولو لپاره يي بډي را ونغښتي يعني که دا پاڅون نه واي شوي نو داسي دليل مونږ نه درلود چي وښيي پښتانه له علم ، ټيکنالوژي …. مينه لري .
  • هرڅوک چي داخبره کوي چي طالبان دعلم ضد دي يا د ټيکنالوژي ضد دي دا يوه بې اساسه او تبليغاتي خبره ده نه حقيقت په ټول افغانستان کي طالبان په اکثريت سيمو کنټرول لري خو هلته ټولي  د زده کړي چاري دطالبانو لخوا کنټروليږي . هو په ځينو سيموکي د ښوونځيوپه وړاندي وخت نا وخت خنډونه پيښيږي چي ځيني وخت ژر حل شي او ځيني وخت څه ځنډ غواړي چي عامل يي جنګي حالت دي .
  • په تيرو لسو کالو کي چي څومره ښوونځي کفري ځواکونو دخپلو پوستو په حيث استعمال کړيده او ټول زده کونکي يي له زده کړو ځخه محروم کړيدي يوه ورځ يي تاسو يادونه کړيده ؟  دا مو هم ځانته معلومه کړيده چي په جنوبي ولايتونو کي له څومکاتبو څخه د پوستو په حيث کار اخيستل کيږي . 

 

دوهمه موضوع چي د غزني پاڅون بيا ثابته کړه او هغه دا چي که خلګ لاسونه سره ورکړي هر څه امکان لري.  مانا د محلي خلګو طاقت او قدرت يووالي دي، خو همدا جوړونکې قوه بايد ليډرشيپ او مديريت ولري. که چيري ځايي خلګ او مدني ټولني خپل برخليک پخپله وټاکي، د هغه ځاي ثبات او امنيت څوک نه سي خرابولاي.
۱۴ :

 

  • درسته ده چي که دانګريزانو دتير ځل او يا دروسانو په وخت کي خلک ټول سره يو شوي واي اوس به نه امريکا وه نه يي ګوډاګيان په تير څل خو چي هر چا ځانته افغان او مسلمان وايه دکفر په مقابل کي ودريدل نه يي ورته تبليغات کول ، نه يي پروژي اخيستي ، نه ډالر غوښتل .. يواځي او يواځي يي د خپل رب رضا او د هيواد ازاده غوښته .
  • کومي پروژي ته چي تاسو د ملي پاڅون نوم ورکوي دا نه امنيت ټينګولي شي او مه تري تمه لرﺉ  هو يو کار به وکړي چي اصلآ د دي پروژي هدف هم دي چي په پښتنو کي به د بلي سل کلني جګړي تهداب کښيږدي او په راتلونکي که به داخبري په ثبوت ورسيږي .

 

 
او بالاخره بله ضروري مسله دا ده چي د اندړو د ملي قيام سره بايد افغانان او نړيوال کمک وکړي.  مادي او معنوي مرسته ورته برابري کړي، څو له يوې خوا د هغوي استقلال خوندي وساتل سي، او له بلي خوا نوري سيمي هم د اندړو د پاڅون په شان خپل حق او ازادي تامين کړي. د قيام په باره کي زيات تبليغات وسي  په ملي او بين المللي سويه معرفي سي
۱۵ :
·         فقيري صاحب  دا وړانديز دي لا هغه وخت عملي شوي چي ته خبر هم نه وي چي اساس يي هغوي ايښي دي .
 دلايل :

§         کله چي ژورناليستان سيمي ته ورځي او د يوه څو نفرو ږغ را اخلي دې ته مرسته وايي کنه ؟

§         ايا امکان لري چي ژورناليستان دي د دولت له اجازي پرته دې سيمي ته ورشي .
د نورو دلايلو لپاره  د ۹ ځواب جزيات لوستلاي شﺉ
·         ته وايي چي له يوې خوا به د دوي ازادي وساتل شي نو ته خپله اعتراف کوې چي هغوي ازاد نه دي .
·         په نورو سيمو کي هم لا له وړاندي د بيلوبيلو پي ارټي ګانو لخوا معلوم او ټاکل شوي اشخاص کابل ته غوښتل شويدي ترڅو په نورو ولسواليوکي هم دې ته ورته پروژي عملي شي يادونه بايد وکړو چي په څينو ولايتونو کي يي مخامخ خلکو ته دمحلي پوليسو نوم ورکړ او په څينو کي يي پري ستاسو غوندي د ملي پاڅون نوم کېښود .
·         په لومړي غونډه کي هم په تبليغاتو زيات ټينګار شوي وو او ديرغلګرو نور څه له لاسه  کيږي هم نه  نو اوس درواغو ته د تبليغاتو نوم ورکوي او له اکثريت رسينو څخه يي خپروي ښه مثال يي دادي چي  موټر يي ماين اسمان ته پورته کړي خو دوي ادعا کوي چي يونفر پکي سرسري ټپيان شويدي  .. که يي سند غواړي زه  کولاي شم په نيټ کي  د ډيرو پيښو ادرس درکړم چي ټانک والوزي خو دوي يواځي د يوه نفر دسرسري ټپي کيدو خبره کوي .
·         زه ستا د دې خبري په اړه دومره ويلاي شم چي يواځي او يواځي د الله په خاطر دا خلک په مجاهدينو مه وژنﺉ  تاسو په واشنګټن، لندن، کابل، مسکو، پاريس، چک …  کي خپلي مزي چړچي کوﺉ او نورو غريبو خلکوته واياست چي هلي دامريکاملاتړ وکړي .
·           که تاسو ميړني ياست خپله راشﺉ !  ته پوهيږي چي که داغه په اصطلاح دملي قيام والا ووژل شي ته به يي کورته يو ورځ ډوډۍ ور نه کړي او نه به يي ته له غم نه خبر شي مونږ خو هسي هم ستاسو په فکر اورپکي يو دوي خو مه راباندي وژنﺉ
·         که د دوي په وژلو کي ستاسو خير وي يا د امريکايانو خير وي او تاسو پري خوښ ياست هزار ځله ديوه افغاني الاصله امريکايي په حيث ورته تبليغات وکړﺉ  .
·          خو دا هم په  پام کي لري چي دخولي خبري ، شعارونه ، دکمپيورترښا ليکني ، او عملي ميدان او مبارزه ډيرزيات توپير سره لري .
·          طالبان  خو تاسو ته معلوم دي چي له مرګ سره داسي مينه لري لکه کفري عسکريي چي له شرابو سره لري .
·          دالله (ج) په خاطراو دافغانيت په خاطر د اندړو دپروژي يوڅوکسان په مجاهدينو مه وژنﺉ  !
·         که فرض کړو  چي په اندړو کي په اصطلاح د ملي قيام سل نفره يوه خوا ته شي  او دمجاهدينويو فدايي ( ستاسو په فکر ځان مرګي ) بلي خواته شي لا نه سره برابريږي تاسوته هم جوته ده . نوولي ؟! .
  .  په تېرو څو کلونو کي، د افغانستان په نورو سيمو کي هم ورته شان پېښي سوي دي، خو د مرستو او تبليغاتو د نه راجلبولو په خاطر ځپل سوي دي.  افغانان او  جهانيان بايد اجازه ورنه کړي چي دا ځل بيا د خلګو حقه قيام ناکام سي. طالبان هڅه کوي چي دا حرکت په نطفه کي شنډ کړي، خکه طالبانو پخپلي اعلاميې کي د تهديد او انکار ژبه کارولې ده.  والسلام
۱۶ :
·         که دا ډول خبر درسره ومنو نه داسي به انګيرل کيږي چي تاسو په نورو پروګرامونو هم خبر ياست .
·         تاپه جهانيانو غږ کړيده جهانيان خو ترستوني راغلل ځکه اوس غواړي ډالر مصرف کړي او خپل تلفات کم کړي دا وړادنديز دي هم منل شويده .
·         طالبان له اولي ورځي د دې لپاره نه دي راپورته شوي چي دي به جهاد کوي او شهيد کيږي به هم نه ټپي کيږي به هم نه په طالب يي توپير نشته څه دامريکايي له لاسه وژل او څه دهغوي دملګري خوترڅوچي يوطالب ژوندي وي نه به ډيموکراسي ومني او نه به کفري ځواکونه .
·         طالبان دا نه وايي چي مونږ به هيواد ازاد کړو خامخا طالبان دا وايي چي که موهيواد ازاد نشواي کړاي او تر اخيره مو له خپلو مقدساتو ساتنه ونه شواي کړاي ځانونه خو پري شهيدان کولاي شو .
·         ګرانه وروه  !  تاسو ته معلومه ده چي طالبان او ورسره علما په جهاد بوخت دي او ډيرو داسي ليکنو ته خلاص ندي چي يا يي ولولي يايي ورته لاس رسي وشي او يا يي ځواب درکړي کنه هغه علماچي په سترو سترومسايلو کي يي کتابونه دريابونه ليکلي دي ستاسو داسي خبروته ډيرښه مناسب دلايل پيښ کولاي شي  او تاسو هم پدي باور لرﺉ .
·         زه کوم مسوليت نلرم ستاسو دليکني په اړه خو دوجداني مسوليت پربنا مي ستاسو دليکني څواب درکړ او په دې خاطر چي کيداي شي چي په دې دلايلو سره ستاسو زړه ته داخبره تيره شي چي دغو خلکو ته تبليغات کول يا دهغوي غيراسلامي جنګ ته تيارول  بيا دهغوي کورونه خرابوي  او تاسو ته هيڅ تاوان نلري نو شايي چي د دوي وژل به ونه غواړﺉ  .
·         هرځوک چي زما ليکنه ولولي نو لومړي خبره به يي دا وي چي زه (ليکوال) دپاکستاني يم او يا هغوي ته کار کوم خو الله تعالي شاهد او خبردار دي چي نه مي پاکستان ليدلي  او نه داخبره دپاکستان او نور هيوادو د ګټو په خاطر کوم .
·         زما خوښه نه وه چي په دې موضوع يوڅه وليکم خو ستاسو او دځينو نور هغو افغانانو چي په بهر يا کابل کي ميښت دي ليکنو دې ته اړ کړم چي ستاسو ليکنه ځواب کړم او نور دي لوستونکي پري ور قياص کړي  .
·         وردګ صاحب ! که تاسو د دې په ځاي يوه بله خوندوره ليکنه کړي واي ځکه به ګټوره وه چي لږ ترلږه خو به دې د چا دمرګ اسباب نه وو برابر کړي .
·         ستاسو  په څير يو بل کس هم ليکلي وو چي په دې کار يا په دې پروژه کي دغزني ولايت ځيني محصلين ښکيل له هغه ورور نه هم زما هيله داده چي پرېږده چي دغزني ټول محصلين خپل درس ووايي او داسي تبليغات د علم او زده کړي په ګټه نه بلکي په تاوان دي او دا دي هم ياد لري چي   يو دوه نفره محصلين به پکي وي مګر د خداي په خاطر د غزني په ټولو محصلينو پوهنتونونه مه   که غواړي چي د غزني محصلين دي بي طرفه زده کړي وکړي نو دي خبري ته اړتيا نسته چي ته ووايي چي محصلين هم را پورته شويدي  زه دومره خبر يم چي امريکايان غواړي له ۲۰۱۴ کاله وروسته پخپله په اډو کي پاته شي او په اکثريت  جنوبي ولايتونوکي اربکيان فعاله کړي ځکه نه به  د دوي د سر زيان وي او نه هم پري ډير لګښت راځي او دوي به يي له کابله حمايه کوي .
·         نوري مي هم ډيري خبره په زړه کي شته خو چي ځوک يي په لوستلو ستړي نه شي  دهغو خلکو لپاره چي عقل لري کافي ده .
هوښيار ته اشارت کم عقل ته کوتک
 
وماعليناالبلاغ المبين
 
نصرت الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x