نظــر

پارلمان پيژندنه

وحید لعل زاده

د پارلمان لفظ د ۲۲ ز پيړۍ د فرانسوي ژبې Parler څخه اخيستل شوی، چې مانا يې Speaking, Talking ده. یا په بل عبارت پارلمان د فرانسوي کلمې Parler څخه اخيستل شوېده، چې مانا يې to talk ده، يانې خبرې کول. پارلمان د خلکو لخوا رسمي انتخاب شوي نمائندګان دي، چې د يو معين وخت لپاره سره راټوليږي. پارلمان په حکومت کې د خلکو لپاره د مقننې قوې په حيث دنده اجراء کوي.هرهيواد د خپلو خلکو د ټولنيز ژوند، نظم او امنيت، د حقوقو د ساتلو، د ملت د ازادۍ او د چارو د منظم کولو لپاره قانون ته اړتيا لري او هم هيواد داسې بنسټونو ته اړتيا لري، تر څو د قانون جوړولو دنده اجراء کړي. ټولټاکنې، د کانديدو حق، د رايه ورکوونکو شرايط، يو يا دوه مجلسونه او نورې سلګونه مسئلې په هيوادونو کې سره توپير لري.

مجلس يا پارلمان يوه لويديځه پديده ده، چې په لويديځو هيوادونو کې رامنځته شوې او له هغه ځايه يې نورو هيوادونو ته پراختيا موندلې ده. لويديځ خپل سياسي، ټولنيز او علمي پرمختګونه د لرغوني يونان پورې تړي.

لومړنی شوراګانې / پارلمانانونه

داسې اسناد او شواهد په لا س کې شته، چې د خلکو نمائندګانو په لومړي ځل په بين النهرين اوسني عراق او سوريه کې غونډې کولې، چې تاريخ يې د ۲۲۰۱ مخزيږدۍ ته رسيږي.

په لرغوني روم او يونان کې د اوسني عصر سره سم پارلمانونه رامنځته شول. د ۲۲۰ مخزيږدۍ په شاوخوا کې په لرغوني يونان کې پارلمانEcclesia په کال کې ۲۰ ځلې غونډې کولې. په دې غړو کې يوازې نارينه وو، چې عمر يې د ۱۲ کلو نه پورته وه، ګډون کاوه. پريکړې به د غونډې د اکثريت رايو په اساس کيدلې.

اتن د لرغوني يونان تر ټولو سرمايداره او لويه ښاري ناحيه شمیرل کيده، چې د يو دولت او ښار په بڼه يې موجوديت درلود. د اتن د ښار اوسيدونکي، چې اصيل او لوی خلک ګڼل کيدل، په همغه وخت کې د يوې ابتدائي دموکراسۍ لرونکي وه، چې د خلکو دولت يې نوموه، په ښار کې به عادي او غالم خلک نه اوسيدل.

جمهوري روم، چې په ۳۲۰ مخزيږدي کلونو په شاوخوا کې رامنځته شو، د دوو شوراګانو پواسطه اداره کيده. د سنا مجلس چې د ۲۲۹ غړو څخه جوړ شوی وه، ټول غړي يې، د سرمايدارو او اشرافو د کورنيو څخه و.

قوانين به د مخلتفو شوراګانو لخوا وضع کيدل، چې ټول غړي يې د اشرافو او خاصو خلکو نمائندګي کوله. دغو شوراګانو به کوم نوی قانون نه جوړوه، بلکې د قانون په اړه به يې رايه ورکوله او يا به يې نوي ټيټ پوړي چارواکي ټاکل.

د روم په امپراتورۍ کې، چې د سکندر مقدوني د مرګ څخه وروسته رامنځته شوه، هلته هم د سنا په نوم يو مجلس موجود وه، چې غړي د اتن په شان د لويو خلکو څخه وه.

لومړنی منتخب پارلمان

لومړنی منتخب پارلمان په کال ۲۱۳ ز د اکتوبر د مياشتې په ۲۱ نيټه د ايسلنډ په کوچني هيواد کې رامنځته شو. ددې مجلس پارلمان غړي په لومړي ځل د خلکو لخوا، د هغوی د رايو په اساس انتخاب شوي وه. ددې پارلمان دنده دا وه، چې حکومت سره فکري همکاري وکړي.

د نړۍ په تاريخ کې، لومړي قانوني پارلمان د ايسلنډ په هيواد کې په کال ۲۹۳ز کې خپله لومړنی غونډه وکړه.

په حقيقت بايد ووايو، چې د نړۍ لومړني انتخاب شوي مجلس يوازې مشورتي بڼه درلوده، مجلس (پارلمان) ته په دغه وخت کې کوم خاص اختيارات نه وه ورکړل شوي.

پارلمان، چې د خبرو د ځای په مانا ده، دې کلمې د دولسمې ميلادي پيړۍ په جريان کې په لويديځه اروپا کې زيات پرمختګ وکړ. دغه ځای (پارلمان) پخوا د پاچاهانو د مشورو د ځای په نوم ياديده، پاچاهانو به د خپل هيواد د وتلو او مشهورو فيوډاالنو، اشرافو او مذهبي مشرانو سره په مهمو مسئلو باندې خبرې کولې. پارلمان به هغه رابلل کيده، کله به چې پاچا د هغه د جوړيدو غوښتنه وکړه. په ۱۱۲۲ ز کال کې په انګلستان کې د ښار مدني اوسيدونکو هم په پارلمان کې ګډون کاوه.

په رسمي ډول د پارلمان لفظ په کال ۱۹۱۲ ز کې استعمال شو، دا يو داسې مشورتي مجلس وه، چې د انګلستان پاچا به د اشرافو، مذهبي مشرانو او نورو سره کاوه. پارلمان په لومړيو پيړيو کې داسې يو ځای وه، چې هلته به پاچا د هغه چاسره خبرې او مشورې کولې د چا سره به چې د پاچا خوښه وه. په ۹۲ ز پيړۍ کې اشرافو د پاچا سره مخالفت کاوه، ځکه ځينې اشرافو فکر کاوه، چې پاچا په صحيح ډول سره سلطنت ( پاچاهي ) نه شي کوالی. په کال ۰۲۱۲ ز کې داسې يو قرارداد د (Magna Carta) په نوم السليک شو، چې پاچا بايد د اشرافو خبرو ته غوږ ونيسي او د هغوی څخه مشورې واخلي.

په ديارلسمه ميلادي پيړۍ کې پارلمان په عصري شکل رامنځته شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

مقاله مې شروع کړه مګر په لومړۍ کرښه او پیل پيل کې مې ۲۲ مه زییزه پیړۍ ولیده هیڅ پوه نه شوم موږ خو لا په ۲۱ زییزه یعني میلادي کې یو دا نو څه مطلب ؟

سلامت خان

لعل زاده صاحب خو افغانانو ته (پارلمان) دغربي تعريف او فهم له مخې معرفي کړی دی، ما ويل بې ځايه به نه وي چې دغه پدېده افغانانو ته له اسلامي ليدلوري هم معرفي شي تر څو د موضوع په اړه خلکو ته د تصوير دواړه اړخونه ښکاره شي. نو ځکه مې مناسبه وبلله چې د همدې موضوع په هکله د مولوي عبدالهادي مجاهد صاحب د فکري پوهنې له کتابه همدغه موضوع دلته رانقل کړم. سلامت خان پارلمان څه شي دى؟ پارلمان په ډيموكراسۍ كې د خلكو د منتخبو استازو هغه اداره ده چې د خلكو لپاره د قوانينو د جوړولو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

سلام جان دروند وروره الله ج دی جنتونه درکړی ، کله چه می دغه لیکنه ولوستله ، لکه حق جوی صاحب چه پری یوه معقوله نیوکه کړی مونږ د همده په دغه دموکراتیکه لیکنه کی د عد دونو توپیر هم ولیدلو ، لکه حق جوی صاحب جه ورته اشاره کړی همدارنګه اخره کی وایی چه [ په رسمي ډول د پارلمان لفظ په کال ۱۹۱۲ ز کې استعمال شو ] .بل ځای لیکی [ په ۹۲ ز پيړۍ کې اشرافو د پاچا سره مخالفت کاوه،] او بل ځای کی لیکی [ په کال ۰۲۱۲ ز کې داسې يو قرارداد د… نور لوستل »

سلامت خان

قدرمن استاد الحاج بيانزی صاحب! احترامات مې ومنئ!
فکري پوهنه ډېر مهم کتاب دی او د دېموکراسۍ په اړه ښه تفصيلي معلومات لري، نوم يې سرچ ته ورکړئ په ډېرو ځايونو کې په درته راووځي. والسلام
کتاب له لاندي لینک څخه کښته کولای سئ:

https://archive.org/download/FikryPohana/Fikry_pohana.pdf

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x