ورزش

پیاوړې توپ اچونې ملي لوبډله نړیوال جام ته ورسوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام نننۍ لوبه د افغانستان او پاپوا نیو ګیني لوبډلو تر منځ وه چې د دغې لوبې ګټوونکی د راتلوونکی کال نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته کوم چې به په هندوستان کې ترسره شي لار موندله. ملي لوبډلې دغې لوبې کې سیالې لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۶ز کال نړیوال شل اوریز جام ته لار وموندله.

د لوبې پچه د پاپوا نیو ګیني لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه خو د ملي لوبډلې پیاوړو توپ اچوونکو د نیو ګیني لوبډلې دغه پریکړه غلطه ثابته کړه او د نیو ګیني لوبډلې توپ وهوونکو ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ.

نیو ګیني لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د امیني او وانوا غوره توپ وهنې په مرسته ۱۲۷ منډې جوړې کړې او ملي لوبډلې ته يي د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

دغې لوبې کې د نیو ګیني لوبډلې لپاره امیني په ۳۷ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۳۷ او وانوا په یوازې ۱۰ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۲ منډې جوړې کړې او دواړه د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د ملي لوبډلې توپ اچوونکو نن یو ځل بیا خپل غوره او پیاوړې توپ اچونې سره ټوله نړۍ حیرانه کړه او سیالې لوبډلې ته يي د منډو جوړولو اجازه ورنکړه. که څه هم حمید حسن او دولت ځدران خپل وروستي اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې خو بیا هم ښه وځلیدل.

د ملي لوبډلې لپاره شاپوره ځدران دوه ویکټې او محمد نبي، دولت ځدران، میرویس اشرف او حمید حسن یوه یوه ویکټه واخیسته. شاپور ځدران تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو.

شاپور ځدران خپل څلورو اورونو کې یوازې ۹ منډې ورکړې. محمد نبي خپل څلورو اورونو کې ۱۲، دولت ځدران خپل څلورو اورونو کې ۲۴، میرویس اشرف خپل څلورو اورونو کې ۳۰ او حمید حسن خپل څلورو اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او په دې ډول د ملي لوبډلې په توپ اچوونکو کې تر ټولو زیاتې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو.

په ځوابي توپ وهنې کې که څه هم محمد شهزاد په لومړی بال خپله ویکټه له لاسه ورکړه خو د نوروز منګل او اصغر ستانکزی ملګرتیا د محمد شهزاد تشه ډکه کړه. دغې لوبې کې نوروز منګل یو ځل بیا غوره توپ وهنه وکړه.

ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف د نوروز منګل او اصغر ستانکزی غوره توپ وهنې په مرسته یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۸.۲ اورونو کې پوره کړه.

نننۍ لوبې کې اصغر ستانکزی په ۳۰ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۲ منډې جوړې کړې او د امیني په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

نوروز منګل دغې لوبې کې په ۵۶ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۵ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو. نجیب الله ځدران هم يوازې په ۶ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۴ منډې جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د پاپوا نیو ګیني لوبډلې لپاره وانوا او امیني دوه دوه ویکټې اخیستلو سره تر ټولو غوره توپ اچوونکي ثابت شول. امیني خپل څلورو اورونو کې ۲۳ او وانوا خپل ۳.۲ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې.

نوروز منګل خپل غوره او پیاوړې توپ وهنې له امله د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وپیژندل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x