ورزش

عمان په تاریخ کې لومړی ځل لپاره نړیوال شل اوریز جام ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام د نن ورځې دوهمه لوبه د عمان او نمیبیا لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې عمان خپل پیاوړی سیال نمیبیا ته په پنځو ویکټو ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۶ز کال نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې خپل ګډون یقیني کړ.

عمان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د نمیبیا لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. نمیبیا لوبډلې د بارډ او وان سکور غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د نمیبیا لوبډلې لپاره بارډ په ۵۲ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۲ او وان سکور په ۲۳ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۴ منډې جوړې کړې.

د عمان لوبډلې توپ اچوونکي نن یو ځل بیا ښه وځلیدل. د عمان لوبډلې لپاره انصاري درې، لالچیتا دوه، عامر کلیم دوه او خاور علي یوه ویکټه واخیسته.

د عمان په توپ اچوونکو کې انصاري تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و. انصاري خپل څلورو اورونو کې ۲۳ منډې ورکولو سره درې ویکټې ترلاسه کړې.

په ځوابي توپ وهنې کې د عمان لوبډلې توپ وهوونکو هم نړیوالو ته خپل وړتیا ثابته کړه او ټاکل شوی هدف يي پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۱۹ اورونو کې پوره او خپل پیاوړی سیال يي مات کړ.

د عمان لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې جتیندر سینګ په ۳۱ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۳۳ او ذیشان مقصود په ۲۶ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۸ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د عمان لپاره ذیشان صدیقي په یوازې ۳۲ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د نمیبیا لوبډلې توپ اچوونکي د عمان لوبډلې توپ وهوونکو په وړاندې پاتې راغلل. د نمیبیا لوبډلې لپاره سینمن، برګر او سکالټز یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x